ستر شاعر سليمان لايق ته !

چې هر توپان له يې غېږه پرانېستله
چې لويو غرونو لــه يې ډغرې ورکړې
چې هېڅ غرور ته يې تندی ټيټ نه شولو
چـــې هـــر چنګېــز لـه يې ټـټــرې ورکړې

چې يې غرور له هسک فلکه هسک دی
د خودی يــون يــې له هر چــا اوچت دی
چې يې لــه ژبــې سره اورونـــه خيـــــژي
او د ميــرويس نېــکه اصيــل امت دی

بس دا لايــــق دی د ننـــــګونو لايـــــــق
د ستــــرو ستــرو پـــرتمونــو لايــــــــــق
د خــــوار وطــــن د ارمــانــونــو لايـــــق
د شهامت او عظمتــونـــو لايـــــــق

د لويــو لويــو حمـــــــــاسو لايقـــــــه!
غـــرور دې هسک لا ماتـــولی نه شي
له اورنــۍ ژبــې دې ځــار پښتــونــــه
تور دوزخـــونه دې سيــزلــی نه شـــي

ته د پښتــون لــه ستــر کالــه راوتــی
راته سکه د خوشـــال ورور ښــکارې
له پولادي عـــزم دې غـــرونه خــوځــي
د ابدالـــي شمـــلې غـــــرور ښکــارې

د تروږمــی لښکر لړزانده ښــکاري
ستــــا د ډېـــوو قافلــه بـــله ساتـــــــو
چــې پــرې مين يــې نن هماغه چونغر
له تــور پنجاب لــه تــور عــربه ساتــو

ستا د چونغــــر پر هره پـــرخـــــــه قسم
موږ به سرکوب کړو دا ياغي موجونه
مــــــــوږ به سړې ځمــکې له تــــاو ورکړو
پـــرې به ټکـــور کړو ستا خوږمن هډونه

ستا لـــه (کېـــږدۍ)نه دنيا ولړزيــــــده
ستـــا حمــاسې دښمــــن زرې زرې کــــړ
ستــا (سپــرغکۍ) ددې دوه مخي تندی
هــم يــې پــرون او نـــن اېـــرې اېــرې کــــړ

چـــې دې (بادونه او درمندونه) ګــــوري
د خپل وجـــدان لـــه اينـــې مــــخ اړوي
ستا په چونغر يې زړه له کسته سوزي
له خپــــــل غـــــــــزل قصيدې مخ اړوي

د هر زګېـــــــــروي د اورېدو لايقــــــه
نن د په ټــــول ولس تاړاک وينمـــــــه
بر دې په لـــر ، لـــر دې په بر ټکيږي
په لوی ټبـــر دې پردی واک وينمــه

راځــــه په چيغــــو يـــې راولـــړزوو
دا خـــوبـــولي دا ويـــده کامــــونه
راځه چې زړونو له يې تاو ورکړو
دغه بې خــوده دا ساړه کامونــــــه