په جنوبي پښتونخوا کې مشاعره جوړه شوه

نن په جنوبی پښتونخوا مسلم باغ ښارګوټي کی دپښتو ادبی قنديل ټو لنی له لوری يوه په زړه پورې مشاعره وشوه ددې مشاعری پيل ددې ټو لنې ملګری محمدعلی عمری دقرآن کريم په سپېڅلو آيتونو سره وکړ .    وروسته  مشاعرې ته دجنوبي پښتونخوا له بېلا بېلو ځا يو نو څخه راغلو شاعرانو خپل شعرونه وړاندی کړل او دمشاعری په پای کې دمشاعری دروند مېلمه  ښاغلی استاد علی خان صاحب دپښتو ادب په اړوند خپله ويناوا وروله او دپښتو ادبی قنديل ادبي هڅې يې وستا يلی او راغلي شاعران يې دېته تشويق کړو چی دپښتو ژبی دخدمت دپاره نه ستړي کيدونکي هلې ځلې وکړو . دغه مشاعره دماښام له لمانځه وروسته پيل او  دشپی تر دوو بجو يې دوام در لود وروسته دغه مشاعره دپښتو ادبي قنديل دملګری مولوی همايون خان کاکړ له لوری ددعا په کولو سره پای ته ورسېده



په درناوی
محمدعلی عمری جنوبی پښتونخوا مسلم باغ

تاریخ ۲ اګست