د ډيورنډ کرښه غوڅېدل غواړي ، خو څنګه ؟


د پېل دوې خبري : په لنډه توګه مي د دې ليکني ډيره هڅه په دې نيت وکړه ، چي هم ددرنو لوستونکو لپاره د ستړيا لاميل نه شي او هم خپل اندونه د تاريخ علم د يوه لاروي په توګه ، د دې ډيري مهمي افغاني ملي مسئلې په اړه وړاندي کړم . د وهمه خبره داده چي ، په ليکنه کي هڅه شوې چي د زيات ابهام مخه ونيسم ، که چيري د ګرانو لوستونکو سره د توضح او يا اخځ د ښودلو اړتيا وه ، هيله من يم چي زما د ايميل په پته اړيکي ونيسي .
په درنښت
په دې ليکنه کي
١ -- د بيلا بيلو کړيو له لوري د ډيورنډ کرښي ته ځانګړې پاملرنه ؛
٢ -- په جګړه کي د ښکيلو ځواکونو څيرې :
٣ -- د ډيورنډ دکرښي ستونزه حل غواړي ، خو څنګه حل ؟
١ -- د بيلا بيلو کړيو له لوري د ډيورنډ کرښي ته ځانکړې پاملرنه :
دا خبره د يادېدو ده چي ، د دې کرښو ليکوال د يو شمير ښاغليو په څير ( بارنيت روبين او د هغه پلويان ) په دې باور نه دئ ، چي د ډيورنډ کرښه يوه پای ته رسېدلې مسله ده ، زما په باوردا مسله د خپل پيدايښت له مهاله بيا تر نن پوري د افغانستان او د دې کرښي پر دواړو خوا ميشتو اولسونو لپاره تاريخي ستونزه او برخليک ټاکونکې جړه ده . هغه شمير کسانو ته چي ، دا مسله پای ته رسېدلې ګڼي ، دا ور په يادووم چي که دا مسله پاې ته رسېدلې ده نو تاسو د څه شي د حل وړانديز کوي ، منطقي خبره خو دا ده چي که ستونزه نه وي نو د يادېدو خبره يې هم نشته ، او که ستونزه وي نود حل وړانديز يې هم بايد و شي . هغه شمير کسان چي په يوه يا بل ډول د دې مسلې دحل يادوونه کوي ، په حقيقت کي د دې ستونزي د شتون يادوونه کوي .
دوهمه خبره په دې پوښتنه پېلوم چي په رښتيا د دې ستونزي د حل مهال دئ ؟ زما په اند يې ځواب هو دئ ، که دا ستونزه پرون حل شوې وای نو اوس به ښايې دا روان کړکيچ په دې څيره او بده بڼه زموږ پر اولس نه وای تپل شوئ او که نن حل نه شوه ، نو راتلو نکو نسلونو ته به دا کړ کيچ او عذاب ، پاته وي ، او د حل کېدو تر مهاله به ( په مصر کي دنيل خوني سيند په څير پرله پسې ) د ککريو قربانئ غواړي .
دا مهال د ډيورنډ کرښه زموږ په هېواد ، سيمه او نړۍ کي د بحران زيږونکي کرښي په توګه د پام وړ ګرځېدلې ده . د همدې امله يې بيلا بيلي تړاولرونکي خواوي، د حل غوښتنه کوي . د ملګرو ملتونو د ادارې څخه بيا تر نړيوالو ستراتيژيکو مرکزونوپوري ، دسيمي د هېوادونو د سياسي او ديپلو ما تيکو څانګو څخه بيا د هېوادونو تر سياسي او نظامي څيړونکو پوري ، د افغانستان او پاکستان د پوهانو او ليکوالو څخه بيا تر نړيوالو خبري رسنيو پوري ، ټوله په پوره وضاحت ، د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ کرښه په يوه يا بل ډول ياده کړې او د دې ستونزي د غوڅېدو غوښتنه يې کړېده . اوس دا تاريخي ستونزه د افغانستان ، پاکستان او نړۍ والو ځواکونوڅخه په يو شان او پر له پسې توګه د ککريو قر باني غواړي . ځکه يې اوس حل کېدل اړين شوي دي .
٢ -- په جګړه کي د ښکيلو ځواکونو څيرې :
د حالاتو د پيژندلو لپاره تر ټولو اړين مطلب په سيمه کي د روانو جګړ و د ښکيلو خواوو څرک څرګندول دئ ، په افغانستان او سيمه کي دا جګړه ايز ي چاري په ټوليزه توګه د پنځه ډوله ځواکونو تر منځ تر سره کيږي ، چي هم يې موخي يو له بله بيلي دي او هم يې دواک او ځواک دريځونه توپير لري . لومړۍ ، نړيوال ائېتلاف ، ناټو ځواکونه او د هغو ئ سيمه ايز ملګري ؛ دوهم ، نړيوال اسلامي بنسټ پال ځواکونه القاعده او د هغوې مرستيال سخت دريځه اسلامي سازمانونه ؛ دريم ، په سيمه او نړۍ کي د ځانګړو ګټو لرونکي هېوادونه او د هغوۍ پر لاس جوړي شوي ډلي او ګوندونه ؛ څلورم ، په افغانستان او سيمه کي د مخدره توکو نړيوال کارو باري سازمانونه او بانډونه؛ او پنځم ، په افغانستان او سيمه کي خپلواکئ غوښتونکي غورځنګونه او ملت پال ځواکونه دي .
لومړئ -- ائېتلافي ځواکونه، ناټو او د هغوئ ملګري : په سيمه کي د ائيتلافي ځواکونو ، ناټو او د هغوئ د ملګرو موخي څو اړخيزي دي ، خودا سي بريښي چي تر ټولو زيات لومړيتوب يې درېو ستري موخو ته ور کړئ دئ .
١ -- په افغانستان کي د لوېديځ پلوي نظام دپايښت لپاره ډاډمن امن ؛
٢ -- د افغانستان د لاري په سيمه کي د شتو طبيعي زيرمو کنترول او خپلول ؛
٣-- دريمه موخه يې په سيمه کي د اسلامي هيوادونو د ځواکمن کېدو مخنوئ دئ ؛ د هغوي په باور دا د سالمي او پر دمو کراسئ د ولاړي سيمي د جوړولو تر ټولو ښه لار ده . خو دا څرګنده ده چي د نړۍ دا شمېر ځواکونه اوس مهال د خپلو ګټو د تا مين تر نوم لاندي د تعرض په حال کي دي .
دوهم -- اسلامي بنسټ پال ، القاعده او د هغوئ ملګري : اسلامي بنسټ پالي ګوندونه او شبکې هم بيلا بلي موخي لري ، خو تر ټولو ستري موخي يې په دوو سر ليکونو کي را يادولای شو .
١ -- دبشپړ اسلامي خلافت تر سيوري لاندي د خپلو هېوادونو اړوند طبيعي زيرمو کنترول اود نړيوالو طبيعي زيرمو څخه غوښنه برخه تر لاسه کول او يا په برابرو حقوقو د نړۍ په ويش کي دګډون تضمين دئ ؛
٢ -- دوهمه موخه يې د ټولي اسلامي نړۍ يوالئ او د اسلامي بنيادي روشونوبشپړ پلي کول ، يا په بله وينا ( بشپړ نړيوال ځواکمن اسلامي خلافت ) ؛ دا شبکې او سازمانونه اوس مهال د تعرض په دريځ کي نه دي ، يوازي د ځاني دفاع څيره يې خپله کړېده ، د همدې لا ميل پر بنسټ په يو شمير عقيدتي سيمو کي د اولسونوملاتړ ورسره شته . دا ډلي په پر له پسې توګه د خپلو موخو د تر لاسه کولو او پلي کولولپاره تلاښ کوي ، د هغوۍ د نظامي ستراتيژۍ بنسټيز لوري د نړيوالوائېتلافي ځواکونو ، ناټواو د هغوئ د سيمه ايز و ملګرو هر ډول ګټو ته په هره سيمه او هر ځای کي د زيان اړولو چاري دي . په هغه سيمو کي چي د مخامخ مقابلې توان لري ، هلته جګړې کوي ، او هلته چي د جګړو توان نه لري ، غلچکي يرغلونه او د بې ثباتئ د منځ ته راوستلو تبليغات او اشتهارات تر سره کوي .
دريم -- په سيمه کي د ګټو لرونکو هېوادونه او د هغوې لاس پوڅي ګوندونه : په سيمه کي د ځانګړو ګټو لرونکو هېوادونو ټول پام هغو ګټو ته دئ ، چي په سيمه کي يې د هېوادونوسره د اړيکو په وسيله تر لاسه کوي . د دې ډلي هېوادونو ستراتيژي پر هغو ارونو ولاړه ده چي ، په جګړه ايز ډګر کي يا د پيښو تر شا ودريږي او يا د غير فعال ځواک په توګه خپل شتون وساتي . دا ډله هېوادونه په سيمه کي د جګړو اومخالفتونوڅخه د ځان په ګټه زمينې لټوي . د هغوئ په اند په جګړه ايزو چارو کي د ښکيلو ځواکونود هر بريالي لوري سره د نږدې کېدو چانس بايد وساتل شي ، اودا د هغوۍ لپاره دخپلو ګټو د ساتلو او زياتولو تر ټولو ښه لار ده . د دې ډلي هېوادونو ظاهري هڅي د منځګړيتوب اويا سېلاني تر برېده ساتل کيږي .
څلورم --د مخدره توکو کاروباريان او د هغوئ ملاتړي : د مخدره توکو کاروباري نړيوال بانډونه اوسازمانونه ، خپلو موخو ته د رسېدو په هيله د بي ثباتئ چاري تر هغه بريده زياتوي چي د هېواد واکمنه اداره يې د کنترول او سم سمکي په راوستلو ونه توانيږي . هغه د خپل معمولي شعار تر سر ليک لاندي چي وايې : شرمښ د خدايه څه غواړي ، باد او بد مه ؛ په دې ډول خپلي ناروا هڅي پر مخ بيا يې . د دې ډلو لپاره افغانستان يوه ګټلې سيمه ده ، پر له پسې لس پنځلس کاله يې د بې ثباتئ لپاره کار کړئ او د خپل کار محصول يې تر لاسه کړيدئ . دا ډله اوس په ټول توان د هغو ټولو هڅو مخنوئ کوي چي په افغانستان او سيمه کي د ثبات د راوستلو لا ميل ګرځي . هغوئ ته تر هر څه د خپلو ګټو ساتل ارزښت لري ، د دې لپاره هم دمذهبي بنسټ پالو تر څنګ دريږي او هم د هغه پانګوالو لوري نيسي چي په دې ګټور کارکي ځان ته ونډه لټوي . خو خپله بنسټيزه موخه چي په هېواد او سيمه کي دبې ثباتۍ پايښت دۍ ، نه هيروي .
پنځم -- د خپلواکئ غورخنګ او ملت پال ځواکونه : خپلواکي غوښتونکي او ملت پال ځواکونه په اوس مهاله شخړو کي ځانګړئ دريځ او هويت نه لري ، خو پيښو ته د لوري ورکولو هغه تيت او پاشلي وړې ډلي او افراد دي چي ، د هويت پرته د خپلواکئ د غوښتني او د خپلواکئ سره د ميني پر بنسټ ، په لاس نېولې او شرطي ډول د هغو هڅو ملاتړ کوي چي د نېواک پر وړاندي په مبارزه بوخت دي . دا وړې ډلي او يا د ځانګړي هويت پرته بيلا بيل کسان د اوسني بنسټ پالو اسلامي ځواکونو سره د دې امله خوا خوږي نه لري چي هغوئ د بشپړ نړيوال اسلامي خلافت د جوړېدو لپاره په مبارزه بوخت دي ، بلکي د دې لپاره د هغوئ لوري ته مېلان لري چي د نيواک ګرو په وړاندي مبارزه کوي . د دې ټکي يادول هم په کار دي چي ، د خپلواکئ غوښتونکو او ملت پالو کسانو لپاره د نېواک ګرو په وړاندي د جګړې دا ډول دوام چي د خپلواکي لپاره نه بلکي د مذهبي تند لاريتوب د پايښت او د مخدره توکو د کارو باريانو سره د ملګرتوب لپاره ، جګړې کوي او د خپلواکئ د بري پر ځای د اولسي وګړو زيان او تلفات منځ ته راوړي ، د منلو وړ نه دئ ، خو په روانو سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو کي دا ځواکونه د انتخاب او ټاکني واک او ځواک نه لري ، يوازي هغه هڅي او فعاليتونه تر خپل مخامخ او يا څنګزني ملاتړ لاندي راولي ، چي د خپلو هيلو سره يې يا بشپړ سمون ولري او يا لږ تر لږه په يوه لوړه فېصدئ کي ورسره نږدې وي .
ښايې يو شمير لوستونکي به د دې يادشويو ډلو برسيره د يو شمير نورو ښکيلو ځواکونو هويت هم را ياد کړي ، خو په ټوليزه توګه په افغانستان او سيمه کي د همدې څلورو ډلو تر منځ د جګړې اور بل ساتل شوئ ، او پنځمه ډله ، د دې سره – سره چي ، دم ګړئ د جګړې بنسټيز لورئ نه دئ، خو د شک پرته ويلای شو چي د خپلواکئ د روحيې په ساتلو کي اغيزمنه ونډه لري . که د ښکيلوجګړه ماروخواکونو د ګټو تر يادولو تير شو نو په جګړه کي يو تر ټولو اغيزمن لا ميل د ډيورنډ کرښه ده چي د حل کولو پرته يې په سيمه کي د بشپړي سولي ټينګښت شوني نه دي .
دريم -- د ډيورنډ دکرښي ستونزه غوڅېدل غواړي ، خو څنګه ؟
پخوا تر دې چي د دې تاريخي ستونزي د حل لپاره خپله رايه څرګنده کړم د يو شمير نورو ليکوالو ، څيړونکو او سياستوالو د هغود اندونو او خيالاتو يادول اړين ګڼم چي تر اوسه مي لوستلي او اورېدلي دي .
د ډيورنډ د ستونزمني کرښي په اړه د زيات شمير ليکوالو او څيړونکو تر منځ يوګډ او ټولو ته د منلو ټکئ شته ، او هغه دا چي : دا ستونزه بايد حل شي ؛ خو د دې ستونزي حل د ليکوالو او څيړونکو له لورﻻي په بيلا بيلو ډولونو وړاندي کيږي . که د ټولو بهرنيو او کورنيو څيړونکو د وړانديزونو منځپانګو ته پام وکړو ،ښايې بيلا بيل وړانديزونه او اندونه و وينو خو ، د دې ستونزي د ټوليز حل لپاره په بنيادي توګه څلور ډوله اندونه په لوړ توان د زيات شمير سياسي – نظامي څيړونکو ، پوهانو او ليکوالو له لوري په ګوته شويدي .
لو مړئ هغه شمير څيړونکي او ليکوال دي چي د ډيورنډ اوسنئ کرښه د منلو وړ ګڼي او افغانان دې ته هڅوي چي د افغانستان او پاکستان تر منځ همداکرښه د رسمي سرحد په توګه ومني . د دې شمير څيړونکو په نظر د نورو بيلا بيلو لاميلونو تر څنګ په بنسټيزه توګه ، په افغانستان کي د ځواکمن دولت تشه ؛ د پاکستان او امريکا تر منځ پخوانئ ملګرتيا ؛ او د تاريخ په بهير کي د دې کرښي ځای پر ځای پاته کېدل ؛ هغه فکتورونه دي چي ، د دې کرښي منل اړين کوي . او له بلي خوا افغانستان د دې لاميلونو پر بنسټ بله ټاکنه يا انتخاب نشي کولای ، او د دې چاري د قانوني کولو لپاره دي په افغانستان کي د دې مسلي د حل يو ريفرانډم وشي . د يادوني ده چي يو شمير وګړي هم شته چي ډيورنډ د کرښي هرو مرو منل غواړي ، خو دا شمير وګړي د ملي وېښتيا پر بنسټ نه بلکي د ګروپيکو تنګ نظريو پر بنياد په دې نيت چي پښتون قوم به د تل لپاره سره بيل شي ، د دې کرښي د منلو پر وړانديز ټينګار کوي .
دوهم هغه شمير څيړونکي او ليکوالان دي چي د امو تر اباسينه د لوئ افغانستان داندونو پلويان دي . د دې شمير څيړونکوله لوري بنسټيز دلايل دا دي چي : لوئ افغانستان په جبر او زور وېشل شويدئ ، بايد سره يو شي ؛ د نړيوالو قوانينو له مخي د دې کرښي تاريخي او حقوقي وړتيا له منځه تللې ده ، اوس د لوئ افغانستان دبير ته يوکېدلو حق بايد د خبرو او يا د نړيوال فشار او زور له لاري تر لاسه شي ؛ د ډيورنډ د کرښي دواړو خواو په تير بيا د پښتونستان او بلوجستان اولس د خپلو رواحقونو لپاره په زياته پيمانه سر ښندني کړي ، د دې بلهاريو موخه د تاريخي افغانستان بيا جوړول دي ؛ او که د ډيورنډ د کرښي د دې ډول حل پرته بله هر ه پريکړه وړاندي شي ، منل يې شوني نه دي ، او د پخوا په څير به د پاڅونو نو لړۍ جاري وي .
دريم شمير هغه څيړونکي او ليکوالان دي چي د ډيورنډ د کرښي رښتنۍ حل په دې کي ويني چي : د کرښي هاخوا پښتون او بلوڅ اولس ته دي د خود اراديت حق ورکول شي ؛د دې شمير څيړونکو په اند ، د پښتنو او بلو څو ملت پالو ځواکونو د ډيري مودې را هسي د همدې خود اراديت ګټلو لپاره پر له پسې قر بانئ ورکوي . د همدې اصل پر بنسټ دي ، د پښتنو او بلوڅو په سيمو کي د نړوالي ټولني تر څارني لاندي د پاکستاني فشار پرته خپلواک ريفراندم وشي او درې پوښتني دي وړاندي شي : لومړي ، بشپړه خپلواکي غواړئ ؟ دوهم ، د افغانستان سره يوځای کېدل غواړئ ؟ دريم ، په اوسني پاکستان کي رښتنې خود مختاري غواړي ؟ د دې ريفراندم پايلي چي هرڅه وې هغه بايد د افغانستان ، پاکستان او نړئ له لوري په رسمي توګه و منل شي .
او څلورم شمېر هغه ډله ليکوال او څيړونکي دي چي د ا مهال دافغانستان کورني او بهرني حالات د ډيورنډ د کرښي د حل لپاره مناسب نه ګڼي . د هغوئ په اند ، له يوې خوا په هېواد کي پر خپل اولس متکي دولت نشته او له بلي خوا په اوسني واکمن نظام کي د يو شمير داړه مارو واکمني ده چي په هيڅ ډول د افغان اولس استازيتوب نه شي کولای ، د دې تر څنګ بنسټيز لاميل دا په ګوته کوي چي د کرښي ها خوا ميشت اولسونه لا تر اوسه په دې دريځ کي نه دي چي د خپل حق د غوښتلو لپاره را ودانګي ، د پاکستان استخباراتي شبکو د هغو قومونو او اولسونو رښتنئ واک او ځواک ترې تښتولئ دئ . همدا لا ميلونو ته په پام سره اوس مهال د ډيورنډ د مسلې يادول او يا د هغې د حل غوښتنه يوازي د غليم په ګټه څرخيدلای شي ، او دا د افغانستان د ملي ګټو سره سمون نه خوري .
اوس غواړم په لنډه توګه د ډيورنډ د کرښي د حل په اړه خپله رايه څرګنده کړم . د ډيورنډ د کرښي په اړه زما رايه او نظر ځانګړتيا نه لري ، يوازي د هغو ټکو بيان دئ چي زموږ د هېواد زيات شمير وګړي ، د ډيورنډ د کرښي دواړو خواوته ميشت اولسونه او د نړۍ يو شمير رښتينپاله څيړونکي او ستراتيژيکي ادارې يې وړانديز کوي . د دې لپاره چي دا تاريخي ستونزه حل شي او پايله يې د سيمي د رښتني سولي بنسټ وګرځي ، همدا اوس بايد په ټول توان مطرحه شي . افغانستان د ډيورنډ د کرښي د پيله بيا تر اوسه په داسي جدي او برا بر موقف کي نه دي راغلي ، لکه چي اوس يې د نړۍ والو ځواکونو په شتون سره لري .
د افغانستان تير واکمنان هر وخت د همداسي فرصتونو د لاسه ورکولو په تور هم ملامت ګڼل شوي او هم تلويحا د کرښي د منلو په موقف کي درېدلي ، او د دې تاريخي لانجې په حل کي پاته راغلي دي . دا ځل د دې مسلې حل پر افغانستان د اوسنۍ واکمني ادارې وجيبه ده چي هم يې په سيمه ايزه کچه او هم يې په نړيواله سطحه مطرح کړي او د خپلو ملي ګټو په رڼا کي دي د دې مسلي د حل غوښتونکې شي . په بشپړ جديت او قاطعيت د دې مسلي مطرح کول په حقيقت کي د افغانستان دخپلواک پايښت اړتيا ده .
نه پوهيږم ، هغه کسان چي د دې مسلې حل او يا مطرح کول په اوسني مهال کي زموږ د هېواد په ګټه نه ګڼي ، هغوئ د کوم طلاي مهال خوب لېدلئ دئ ، چي بيا به دا تاريځي ستونزه د افغانانو په ګټه حل شي ؟ د دې لپاره بل هيڅ د منلو وړ دليل نه وينم بيله دې چي په اوسنئ واکمنه دولتي کړيو کي د علي احمد خان ( ٨ \ اګست \١٩١٩ ) په څير کسانو شتون دئ چي د خپلو اړوندانو په وسيله د دې مسلې د نه مطرح کېدلو او يا په څنګ تيرېدلو وړانديز کوي .
په افغانستان کي د همېشنۍسولي ټينګښت د دوو لارو په پلي کېدو شونئ دئ :
لومړئ دا چي دا هيواد د يوه پياوړي دولت او ادارې خاوندشي ، چي تر ټولو ګاونډيانو زيات نظامي ځواک او اقتصادي توان ولري ؛او د ا شونتيا هغه مهال تر لاسه کېدای شي چي ، د ډيورنډ د مسلې داسي حل تر سره شوئ وي چي افغانستان بشپړ شي او بحرته لاره پيدا کړې ، او يا خپل ګاونډ ته رښتنئ دوستان ولري . او که داسي ونه شول زما باور دا دئ چي زموږ هېواد به د همدې ګاونډيانو ( خاصتا پاکستان ، ايران او روسيې ) په شتون سره ، نه ده نظامي او نه اقتصادي پلوه سيال او برا بر شي . لومړئ خو مو همدا ګاونډيان د ودې او پرمختيا لوري ته نه پريږدي ، بل دا چي ، که فرضا پاته هم شو نو خامخا به زموږ د ودي او پر مختيا سره يوځای او يا لا تر موږ زيات په چټکئ او تيزئ د هغو ګاونډيانوپر مختيا وړاندي درومي . نو ځکه دا شونې نه ده چي موږ به تر خپلو ګاونډيانو وړاندي ولاړشو او تر هغوئ دي زيات پر مختګ را په برخه شي .
په هېواد کي د همېشنئ سولي دوهمه لار دا ده چي د خپلو ګاونډيو تر مخامخ يا څنګزني واکمنئ لاندي د رښتني خپلواکئ پرته ژوند وکړي ؛ که افغانستان په همدې غريبئ او خواري کي پاته شي او د ډيورنډ کرښه هم داسي هډوکئ شي چي نه يې تيرولاشي او نه يې پريښودلای ، بيا نو د شک پرته د ګاونډيو تر واک او تدبير لاندي ژوند کول پر دې هيواد تپل کيږي ، او دا داسي چاره ده چي افغانان به د بل ډول شتون انتخاب توان نه لري . اوس په نړيواله کچه د نولسمي او شلمي پيړۍ مهال پای ته رسېدلې ، دا شونې نه ده چي افغانستان بيا لکه د ١٩١٩ څخه تر ١٩٧٩ ميلادي کالونو پوري د بيلونکي دهليز په څير نيمه خپلواکه ژوند ته پايښت ورکړي .
لنډه دا چي ، په پوره ډا ډ ويلای شم چي د زياتو شمير کورنيو او بهرنيو ليکوالو، سياستوالو ، څيړونکو او د ډيورنډ کرښي دواړو خواو ته د ميشتو اولسونو په اند : د هر ډول زورزياتي پرته د محکوم او ازاد پښتونستان اوبلو چستان اولسونو ته د خپل برخليک د ټاکلو اود ځان په اړه د پرېکړي حق ور کول ؛ د ډيورنډ د کرښي رښتنئ حل دئ . ددې حل لپاره بايد د ملګرو ملتونو او امينت شورا تر مشرئ لاندي په ټول پښتونستان او بلوچستان کي د دريو پښتنو د ځواب تر لاسه کولو لپاره ريفرانډم تر سره شي ، لومړۍ پوښتنه : ځان ته بيل هېواد او خپلواکي غواړئ ؟ دوهمه پوښتنه : د افغانستان سره يو ځای کيږئ ؟ او دريمه پوښتنه : د پاکستان په فدرالي سيستم کي بشپړه خود مختاري غواړئ ؟ هر پريکړه چي اولس وکړه د اړوندو لورو لپاره به يې منل او درنښت هم حقوقي او هم لازمي وي .
دا د ډيورنډ د کرښي د حل لپاره هغه رښتينې لار ده چي منل يې په سيمه کي رښتني ثبات راوستلای شي او نه منل يې د همدې ناوړه حالاتوپايښت تضمينوي ؛ د دې موخي تر لاسه کول او د دې تاريخي ستونزي دحل لپاره په کار ده چي ټول افغانان ، د کرښي دواړو خوا ته ميشت اولسونه ، نړيوال ځواکونه ، د پښتنو او بلوڅو اولسونو روڼ اندي سياستوال ، په پاکستان کي واقعيت ګرا اداره چيان ، په رښتني توګه يو موټئ شي .
د همداسي رښتني يوالي په هيله