دحميدبابا شعر...

چی دی وړئ دئ له ما دل او دین ته یی
بل څوک نه دئ په داظلم تعین ته یی

رقیبان په څه کی نه دي در پوهیږم
چی می اړوی په تور او په سپين ته یی

دډیوی دبلولو حاجت نشته
په هغه کور کی چی ناست مه جبین ته یی

دا چی ستا یي نر حوران دجنت خلق
له هغو نه یو زما په یقین ته یی

دچمن ګل سمن  یاسمین څه کړم
چی زما ګل و سمن و یا سمین ته یی

چی دی درست جهان دحسن تماش بین شه
ځکه ځان ته غره تللئ خود بین ته یی

چی په هر درو دیوار دي پر تو لګی
هغه هسی رنګ آفتاب مبین ته یی

په څه ذوق او شوق به سا دهغو خیژی
چی په سر پوری یی ناست په بالین ته یی

چی رقیب غوندی تور دیو یی حکومت وړی
دسلیمان حمید په لاس کی نګین  ته یی

لیږونکئ
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ