داکبرزمينداوري څېره دسيموپه لرغونوادبياتوکي ( دوهمه برخه)


شريف الله دوست (سرواني)          


عربي شعر په جاهلي دوره کي:

دعربودجاهلي دورې شعرونه تر ډېره دعربو د ټولنيز ژوندانه کړو وړو، خوى،فکر ،ديانت ،خصلت اوطبعيت څخه بحث کوي چي دعربود هغې دورې دمهموتاريخي او تمدني منابعو څخه شمېرل کيږي او دجاهلي شعر (عرب ديوان ) دي .
دعربو نسبونه او وياړونه ددې شعر په مرسته پېژندل سوي دي ، دمهمو تاريخي پېښو څرک پکښي تر سترگو کيږي ، په همدې پار(= خاطر) ددې دورې شعر ترډېره
دعربو دجاهلي عاداتو اوخصلتونو انځورخپروي (١٤) له دې سره سره کله چي د جاهلي دورې شعرونه متروک سوه خو لارويانو يې هغه شاوخوا دوې پېړۍ نورهم په شفاهي بڼه له يو نسل څخه بل ته وليږداوه.
د جاهلي دورې شاعران په دې نومونو يادېدل :

- امرؤالقيس
- عبيد بن ابرص
- علقمه فحل
- اوس بن حجر
- طرفه بن عبد
- عمروبن کلثوم
- حرث بن حلزه
- نابغۀ ذيباني
- عنترة بن شداد اعشى قيس
- طفيل غنوي او داسي نور...(١٥)
په ټوليزه توگه ويلاى سو چي په اوومه او اتمه هجري پېړۍ کي د عربي ژبي تاثيرات پر پښتو اودري ژبي زيات وه چي هم علت د اسلام دسپېڅلي دين خپرېدل او په عربي ژبه باندي داسلامي اساساتو زده کول د بيلگي په توگه قران او حديث .  په دې سره دپښتنو پر ژبه او ادب باندي هم ژور تاثير پريوت چي پخپل وار ورڅخه د اکبر زمينداوري شعر هم ورڅخه متاثره سو.
 د عربي ژبي تاثير تر دري ژبي پر پښتو لږ ؤ چي يو علت يې دپښتو ژبي بډايتوب اود ډېرو هجايي تورو درلودل ښودل کيږي او دعربي ژبي دا تاثير په خپل وار ډېر اوږد مهال ؤ چي څو پېړۍ په بر کي ونيولې ترڅو داکبر ترعصره هم د دري او هم دعربي ژبي خپل د پام وړ تاثيرات پرپښتو ژبه وغوړول .  د بيلگي په ډول داکبر زمينداوري دشعرونو په (٥٦ وييونو= لغاتونو) کي (١٩ وييونه) عربي ، (١٧ وييونه ) دري او پاته نور يې پښتو دي .(١٦)  

د چينايي ادبياتو تاريخ د پښتو ادب په غېږ کي :

(中国有关历史的文学创作 )

       Zhong guo       You guan li xi de       Wen xue)

چينا يان په دوه دليله ادعا کوي چي موږ  د بشر د ډېرزوړ تاريخ او ادب
لرونکي يو لومړى داچي ددوى ليک انځوريز دى هرانځور کېداى سي ليک وبولي .
دوهم داچي دچين دلرغونو  ميشتو فرهنگي فعاليتونه ،فال نيونه ،غيب وينه
،وړاندوينه،جن زدايي او نور چي په ننۍ عصر کي يې خرافات بولي د چينايانو
دادبياتو هم عنصر جوړاوه.
چينايي ادبيات نن ورځ شاوخوا دنړۍ يوپر درې برخي دوگړو نمايندګي کوي .
په چينايي ادبياتو کي له لرغونۍ زمانې څخه دبشردپوهي تربيې د لارښووني
پيغامونه سته .   په
چينايي ادبيات په خپل وار دنړۍ له ډېروغني اوبډايه ادبياتو څخه دي چي
مخينه يې زرگونه کلونو رسيږي .
دختيځ پېژندونکو په وينا چينايان تر زېږدي شاوا دوزه کاله پخوايا له ننه
څلور زره کاله وړاندي دليک ،ادب ،هنر او صحافۍ (چاپ) لرونکي وه.
چينايي ليک چي يو انځوريز ليک دى له نن ورځ (٩٥٠٠) نهه زره پنځه سوه
انځوريز کلمات لري دوى تر زېږدي(ميلاد) يوولس سوه کاله وړاندي د هډوکو په
قلمونو باندي ليک کيښ.
چينايان په خپلو موزيمونو کي د (٣٧٧٦ ق.م) مخکي دليک بيلگي لري. دچينايي
ادبپوهانو په وينا چي چين له (١٢٠٠ ق.م) څخه د رياليستي شفاهي ادبياتو
بيلگي لري .

دچينايانو ډېره زړه شعري ټولگه:

دچينايانو لومړنۍ شعري ټولگه چي دا مهال يې بېلگه په لاس کي ده تر زېږدي
مخکي په لسمه پېړۍ پوري اړه لري چي يو ډول غورچاڼ شعرونه دي .
دچين لومړني ادبيات هم د اريائيانو د لرغونو ادبياتو په څېر مذهبي سندري
،اسطورې،ويرني، معماوي، فال نيوني، غيب ويني ،طبيعي تجرېبې تاريخي
ياديزي(خاطرات) کيسي ادب او د چينايانو دټولنيز ژوندانه کړه وړه او
دودونه پکښي انځور سوي دي .
د چين ادبياتو سياسي اړخونه هم په خپل ځان کښي درلودل ، چينايانو به په
پخوا زمانوکي د ادبياتو په لوستنه سره پوهه اوتربيه زده کول ، دهغه وخت
ادبيات هم د دردونو او احساساتو ويونکي وه چي دوخت دحاکمانوپه مخ کي به
يې داړتيا اوغوښتنو لپاره ويل .
يل کيږي چي دچين دلرغونو ادبياتو تاريخ د (تسو) دحکومت په دوران پوري اړه
لري چي زمانه يې (١٠٢٧ ق.م) تر(٢٢خ ق.م) پوري رسيږي (١٧)
کله چي چينايانو په (١٠٥ زېږدي) پېړۍ کي کاغذ اختراع کړ دکتابو دليکلو او
خپرېدو لړۍ ډيره توده سوه او په دې وخت کي تکړه شاعران لکه : بو ، توفو،
انج، ،اننگ او سو تننگ راڅرگند سول او د رمانتيزم شاعرۍ تقليد يې پيل کړ.
تر دې وروسته ځيني قاموسونه هم وليکل سول ، همداسي داکبر زمينداوري له
عصره (٧٨٠ هجري )پيل تر (١٠٤٣ هجري ) پوري زرگونه کتابونه وليکل سوه په
(١٩) زېږدي پېړۍ کي د(ټول وگړي سره وروڼه دي)کتاب د ډېرو پام ځان ته
راوگرځاوه ، په شلمه زېږدي پېړۍ کي تکړه ليکوالان : هوشيه او لوسين را
څرگند سول له همدې شلمي پېړۍ تر يويشتمي پېړۍ يو زيات شمېر اروپايي
،امريکايي او نور اثار له چينايي ژبي ته وژباړل سوه چي په دې سره اسيايي
چينايي ادب دلوېديز ادب تر تاثير لاندي راغى . (١٨)


اکبر زمينداورى دهندي ادبياتو دتاريخ په رڼا کي

د هندي ادبياتو پوهانو دهند  دا دبياتو د تاريخ لړليک داسي کاږي : ويدايي
حماسي ادبيات ،سنسگريټ ادبيات ، مډرن هندو اروپايي ادبيات ، بنگالي
ادبيات ،هندي ادبيات ،هندوستاني ادبيات او اردو ادبياتو باندي ويشلي دي
چي هر يو يې بيا په خپل وار پر سرليکونو باندي وېشلي .

دهند لومړني ادبي اثار(ويدايي متون):

دهند لومړني ادبي اثار دديني متونو څخه عبارت دي  چي د اريائيانو گډ
ابيات بلل کيږي او دافغانانو اوهنديانو مشترک لرغوني ادبيات هم ورته
ويلاى سو .
دا ادبيات له پيله په شفاهي ډول سينه پر سينه گرځېدل او تر پېړيو – پېړيو وروسته
دکاغذ پر مخ وليکل سوه او کتابي بڼه يې غوره کړه .
هنديان اوس هم د پښتنو په څېر شفاهي ادبيات له يو ه نسله تربل هغه پوري
په سينو کي گرځوي خو د ويدي سرودونو ليکوال او شاعرن څرگند نه دي خو
دعلامه حبيبي په وينا چي نوموړي سندري لومړى پلا په اريانا کي د هندوکش
په لمنو کي هغه وخت اريائيانو ويلي چي لا سويل او لوېديځ ته نه وه
کوچېدلي او وخت يې له (٢٠٠٠ ق.م – ٢٥٠٠ . ق.م ) پوري رسيږي چي ورستنۍ
ويدايي سندري چي لاس ته راغلي دي د پوهانو په وينا وخت يې ( ١٤٠٠ ق. م )
ته رسيږي .


د اکبر زمينداوري دعصر هندي ادبيات :

د اکبر په عصر اتمه هجري پېړۍ کي هغه هندي ليکوال چي دهند په لرغوني ادب
کي ترټولو لوى ليکوال دى چي خورا ډېر تاليفونه لري ( تولسي داس )(١٩) دى
نوموړى په (١٦٠٠ زيږدي) کي پېژنو ده د ( راميانا ) تفسير وکيښ چي دخپل
وخت د ډېرو خلکو پام يې ځانته  واړاوه .

سنسگريټ ادبيات :

په سنسگريټ ادبياتو کي لومړنى مشهور کس ( کاليداس) دى . نوموړي د دوهم
(چاندراگوپتا)په زمانه کي ( ٣٧٥ – ٤١٤ زېږدي) په (اوجايني) کي ژوند کاوه
، له کاليداس څخه دشعر درټولګي پاته دي چي پکښي دغزل برخه هم سته .ځکه نو
دهندي غزل ابتدا تردا مهاله له ده څخه کيږي لکه : مهاکاويا (٢٠)
،ريتوسامهارا (٢١) ، مگهادوتا (٢٢) ، (= زيرى وړنکي وريځي) . (٢٣) .
دهندي ادبياتو لمن ډېره پراخه چي دلته يې يوازي داړتيا له مخي څوکرښي راوړې .


د اکبر زمينداوري څېره د روسي ادبياتو په هنداره کي :

د روسيې لومړني اوسېدونکي ختيځ اسلاويان د هنداروپايي نژاد يوه څانگه وه
چي د ( دانوب ) دسيند پر غاړه يې ژوند کاوه .
په نهمه زېږدي پېړۍ کي حکومتي مرکزونه (کيف) او ( نووگورادوه) وه .
په کال (١٢٣٨ زيږدي) يعني د اکبر زمينداوري په عصرکي د مغلو حملو د
خراسان(= افغانستان) په څېر روسيه باندي هم خپل وحشتناک هوجوم وروړ او
ډېرښارونه يې خراب کړل چي (کيف) ښار هم له هم دې ډلي څخه ؤ.
تاتاريانو شاوخوا دوې پېړۍ پردوى باندي حکومت وکړ.
دمغلو د ورانيو تر څنگ دروسيې معنوي شتمني ( ادبياتو ) هم زيان وليد .لکه
څنگه چي زموږ هيواد او اکبر هم دا توري وحشي څپې د زمينداور په غرنو کي
ننداره کړي . (٢٤)
په (٩٨٨ زېږدي) او مخکي تر دې چي د روسيې وگړي د (ولاديميرکبير) په واسطه
د (ارتدوکس) په ائين او دين وگروهيږي ، د خپلو نيکونو د اروحانو اوطبيعي
ځواکونو په لمانځنه بوخت وه .
دمسيحت په ورتگ سره ځيني مذهبي کتابونه په ( اسلاو ونيک) ژبه هم روسره
ننوتل او خپاره سول .
د ځينو روايتونو له مخي خپله دغه ننۍ روسي ابېڅې(=الفبا) هم په کال (٨٥٥
زېږدي) د(قديس سريل) له خوا چي داسلاويانو په پيغام رسونکي هم پېژندوى دى
د يوناني ، آرامي،قطبي،اوځينو نورو نويو حروفو په يو ځاى کيدو سره اختراع
سوه چي دې ته لومړنۍ روسي ابېڅې وايي چي دوخت په تېرېدو سره په ږغيزه او
ادبي بڼه واوښته . (٢٥)
لکه مخکي چي يادونه وسوه تاتاريانو دوې پېړۍ پر روسانو باند حکومت وکړ
ترڅو په کال (١٤٨٠ زېږدي) کي د شهزاده (ايوان) دريم  ( بساط شان) له خوا
سرکوب سول .
دى لومړنى سړى ؤ چي دظلم او استبداد سره په څنگ کي يو لاس حکومت جوړ او پلى کړ.
روسيه شاوخوا دوې پېړۍ د نړۍ څخه شاته وه ، تر څو په اوولسمه زېږدي پېړۍ
کښي يې د رنسانس(٢٦) څخه الهام واخيست .
هغه څه چي خرگند دي هغه دا چي تر اوولسمي زېږدي پېړۍ مخکي هيڅ يوه داسي
ادبي څېره چي دنړيوالو پام دي ځان ته واړوي په روسيه کي پيدا نه سوه .
په روسانو کي ډېر زاړه اثار (انجيل) دي ، خو ځيني مذهبي او دوديزي سندري
ا ، ترانې له لرغونو زمانو روسانو ته هم په ميراث پاته وې .

دروسانو غيري مذهبي اثار پرلاندي برخو وېشل سودي:

١: عاشقانه ترانې،جادوگري او نوري ټولنيزي کيسې .

 داکبر زمينداوري په عصر کي د روسي ادبياتو سير :

د اکبر داشعارو له مخي پوهېدلاى سو چي نوموړى د گوډ تېمور د چپاونو
اوظلمونو په وخت کي ژوندى ؤ په دې عصر کي روسي ادبيات هم ځانگړي دپام وړ
بېلگي نه دي پاته ځکه روسي ادب د همدې مغلو له دورې بياد (پطر) ترپاچاهۍ
چندان دپام وړ نه دي خلق سوي . (٢٧)ددې دورې يوازي يوڅو مذهبي دعاگاني ،
ځيني دزده کړي لپاره اخلاقي او د( قديسين) دژوند کتابونه اوورسره ځيني
ليکونه  پرځاى پاته دي ، په (١٦٨١ زېږدي) کي يو عيسوي پادري دبدعت په تور
په اورکي وسوځېد ، ددې يادوني دپام وړ ټکى دادى چي نوموړي پادري خپل ژوند
ليک  کښلى ؤ چي دا په روسيه کي لومړى اوتوبيوگرافي(=ژوندليک) بللى سوى دى
.
په (١٦٧٧ زېږدي) کي روسي ژبي ته ځيني نور منثور اثار هم را وژباړل سول چي
دې گام د روسي ادب لمن نوره هم زرغونه کړه .

( پطرکبير) په روسيه کي درنسانس بنسټگر بلل سوى ، له ده څخه وروسته
روسانو د يونان ، روم  او فرانسې د نوي او کلاسيک علم او ادب په
تقليد(پېښو) لاس پوري کړ او دروسي ادب سره ددوى تړاؤ همدا د اروپايي ادب
تقليد وو .
چي په دې کار سره د روسي ادب پر مخ دځينو بهرنيو ادبياتو ورونه راخلاص سول (٢٨)
په ورستيو کي لکه څنگه چي د مغلو له تاړاکه خراساني (افغاني) ادبيات
زيانمن سوه ددې سره په څنگ کي په سيميزه کچه د اکبر په دژوندانه په دوره
کي روسي ادبيات هم زيانمن سوه .
داچي په دې ليکنه کي په هراړخيزه توگه د همدې (٧-٨)هجري پېړۍ د سيمو پر
ادبياتو رڼا  ونه لوېدل علت يې يوازي اويوازي د ماخذونو او سرچينو
نشتوالى وو، هيله ده  و مو بخښى .

اخځيلک :

١٤ :دکترعبدالعزيزسالم ، تاريخ عرب قبل ازاسلام ،ترجمه باقرصدري نيا،١٣٨٦
شمسي ،تهران ، صفحه ٢٣.
 ١٥: تاريخ عرب قبل ازاسلام مخکنى اثر .٢٤ .

- : استاد خيرمحمد همت يوه ناچاپه مقاله.

١٦ : خواجه رشيدالدين فضل الله تاريخ چين ،٦٤٨ هجري سپړنه دکتر وانگ اى دان .
 ،تاريخ ادبيات کهن چين .Google-

Ancient ,literature fo China(中国有关历史的文学创作( google) - ١٧

١٨ : ادبيات چين مقاله انترنتي .
Tulsi das ١٩ :

Mahakavya٢٠ :

Ritusamhara١٢ :

 Maghaduta٢٢:

٢٣ : لويي رنو ، ادبيات هند ، ترجمه دکترسيروش ذکا ، چاپ ايران .

٢٤ : ادبيات روسيه ، سايټ اريانا دانشنامه آزاد .

٢٥ : مخکنۍ سرچينه .

 ، فرانسوي کلمه ده د نوي اونوښت په مانا په اصطلاح کي هغه Renaissance٢٦ :

ته ويل کيږي په اروپا کي دپنځلسمي زېږدي پېړۍ په ورستيو او دشپاړسمي پېړۍ په لو

مړيو کي يو علمي ، ادبي او صنعتي نهضت را منځ ته سو.

٢٧ : همدا سرچينه .

٢٨ : ادبيات روس مخکنى سرچينه .


       پاى