
شريف الله دوست (سرواني)
( له درې زره پنځه سوه کاله راهيسي دکياني کورنۍ،اسپه کورنۍ،دزال او رستم کورنۍ ،امورجيزيان کورنۍ،ساکانو کورنۍ، دشنسب بابا کورنۍ، د صفاريانو کورنۍ او جاجي جمال خان بابا کورنۍ ياد . )
دنړۍ تاريخونو او لرغون پلټونو ښودلې ده چي چيري سيندونه وي هلته مدنيتونه زېږېدلي، چي هلمند سيند هم دسيحون(=آمو) نيل،دجلې او فرات ، ژړ سيند (چين)، سند سيند ، دهند سمندر او نور په څېر يو مدنيت زېږنده سيند دی، چي ورسره داښېرازه سيمه هم دهمدې له برکته ډک سيند له امله په همدې نامه نومول سوې ده.
د هلمند ښيرازه سيمه په تاريخونوکي ددره نيل ، مصر ثاني او اسيا دګدام په نومونو ياده سوې ده[1] او دهلمند سيند دغاړي اوسيدونکي توانګر او غښتلي بلل سوي او دا سيمه دهلمند په اسطوريي(کيسيز) او مستند تاريخ کي دغښتلو، پهلوانانو او کروړيانو په نامه ياده سوې ده. کله چي موږ وايو چي دهيتومنت(= هيرمند= هلمند) دبخدي(= باختر=بلخ)سره همزولی تاريخي شاليد لري ددي خبري دليل داکېداسي چي هلمند سيند هم دآمو دسيند په څېر دهيواد دلويو سيندونو څخه دی، او دلته هم له ننه شپږزره کاله پخوا هلمنديانو دخپل لاس نښي او دلرغوني تمدن بيلګي پري ايښي دي. دتاريخي روايتونو له مخي چي هلمند سيند يو وخت دګرش او دکشک نخود(کشک الرخج) په منځ کي دمنډيګک په څنګ کي بهېدی چې ۱۵۰۰ يا دوه زره کاله تر ميلاد مخکي بيا دهلمند سيند مخه دګرش خواته اړولې او دمنډيګک داوسېدونکو ژوند هلته سخت سوی او نورو ځايو ته کوچېدلي دي. [2]
دسوځلي ښار (شهر سوخته) او هلمند سيند پر غاړه چي کومي کيندني سوي دي، او ورسره شپږ زره کاله پخوا کوم زاړه لوښي او وسپنيز توکي په لاس راغلي دي ټول ددې څرګندونه کوي چي دهلمند پخواني اوسېدونکي دډبري او مفرغ(اوسپني) له عصره څخه چې د(۴۰۰۰ قبل الميلاد شاوخوا ) مخکي يې وخت اټکل کيږي مخکي تر اريائيانو هم، په بزګرۍ او مالدارۍ بوخت وه. [3]
سيستان چي دهلمند يوه ښکلې سيمه ده، په تاريخونو کي هلمند زېږنده بلل سوې ده. لکه څنګه چي يې مصر دنيل دسيند څخه زېږنده بللی دی، او ويل سوي چي نيل سيند چي د(ايتوپيا) له غرونو سرچينه اخلي ، هلمند سيند هم په خپل وار دبابا دغره له برکته بهيږي ؛ د مصر دښيرازۍ او ابادۍ مايه نيل دى همداډول هلمند سيند هم سيستان ته دژوند او حيات ورکولو مايه بلل کيږي، يعني که هلمند سيند نه وای سيستان به وجود نه درلودای، ځکه يي نو سيستان دهلمند مولود(زېږنده) بللی دی. [4]
دهلمند لوی سيند دختيځو سيندونو له ډلي څخه په اسياکې يو له برکته ډک خوږ سيند دی چي په کال کي ملياردونه مکعب متره او به پکښي رواني وي، اوږدوالی يي(څوارلس سوه کيلومتره) دی او دفرات او سند په منځ کي له ډيرو اوږدو سيندونو څخه شميرل کيږي .[5] په اوستا کي ددې سيمي نوم هيتومنت[6] راغلی دی،چي مانايې د(بندونو درلودونکی = يا پرتمين) ده. همدا ډول دبندهش[7] په کتاب شلم فصل(۲۱، ۱۷، ۶ ا و ۲۲) برخو کي ددې سيند يادونه سوې ده.
داسدي په ګرشاسپ نامه کي ددې سيند نوم داسي راغلی:
دومنز تالب هيرمند
بد آب خوش وبي تسه؟ وکشمند
ابو القاسم فردوسي په څلورمه هجري پېړۍ کي وايې:
چو آمد به نزديکي هيرمند
فرستاده ای برګزيد ارجمند
قطران تبريزي وايې:
ازدست او شکوه برد( نيل) و(هيرمند)
وزتيغ او ستوده شود پيل واژدها
استادعنصري وايې:
بغر توشد خوب همچو عقد بدر
هوای بست ولب هيرمند ودشلکان
دهلمند نوم دزردښت له کتاب اوېستا څخه وروسته په شاوخوا ټولو، تاريخي نسخو کي ،لکه بندهش،دينکر،اياتگارزريران ، ويدا، سنسکريټ ، بندهش، ، مينوی خرد، فردوسي په شاهنامه او داسي نور بې شمېره تاريخي متنونو کي يې دنامه څرک سته. [8]
دهلمند نوم په تاريخي متنونو کي په مختلفو بڼو راغلی لکه: هيتومنت(په اويستاکي)، ايتا مندروس(په يو ناني نسخو کي)، هيرمند= هنرمند=هذمذ داسلامي دورې په نسخو او متنو کي ، چي اوسنی بڼه يې هيلمند او هلمند ده دا يې هم دهلمند له څو درنې لرغوني کورنۍ.
کياني کورنۍ : هلمند دلرغوني تمدن ځانګو ده، هلمند دکيانيانو ټاټوبی او دوی په خپل وار دشاهنامي قهرمانان بلل سوي دي.
دزردښتي مذهبي رواياتو له مخي لکه(اويستا) او نورو پخوانيو او زړو نسخو لکه، دنيکر، بندهش ا ياتکار زريران او نور پهلوي زاړه ثار بيا تر اسلامي دورې پوري لکه دفردوسي شاهنامه، بانو ګششپ نامه ګرشاسپ نامه او داسي نورو څخه څرګنديږي چي دکيانيانو سلطنت تر کيخسرو وروسته مستقيماً په هلمند او سيستان پوري اړه پيدا کوي[9] داښيرازه سيمه دهلمند سيند له برکته دکيانيانو اصلي ټاټوبی او هلمند دکيانيانو وطن بلل سوی او پيژندل سوی دی.
د (کي= کوي) کلمي چي دکيانيانو مفرد بڼه ده په ويدي او اويستايي متونو کي دټولواک، لوی پاچا، پوه او امير په مانا ده.
کياني کيانيان يوه کورنۍ ده چي دپاچهۍ لړۍ يې له بخدي پېشداديانو(فراداتا) څخه وروسته پيل او بيا تر هلمند غاړو پوري راورسېدل . داويستا دياداښتونو له مخي چي ددې کورنۍ لومړنی ټولواک کواته [10] (کيقباد)ؤ.
نوموړی درستم پهلوان دپلار په غوښتنه د البرز په غره کي دپاچهۍ پر تخت کښيناست او (۱۵) کاله يې پاچهۍ وکړه. ددې کورنۍ دنور پاچهانو نومونه دادي: کي اپيوه، کي ارتين، کي بيرشن، کي پښن، کوي او سن ياکيکاوس، کوي سياورشن يا سياوش، هوسروا(کيخسرو) چي خپل دښمن افراسياب توراني يې وواژه.[11]
په هغه لومړی لاس تاريخي نسخو او کتابو کي چي مخکي يې يادونه وسوه، دکياني کورنۍ دپيژندلو لپاره جلا څپرکي نومول سوي دي دفردوسي په شاهنامه کي دکيانيانو تاريخ ته (۲۷۰۰۰) اوه ويشت زره بيته ځانګړي سوي دي[12].
څه وخت چي موږ وايو چي هلمند له بلخ سره همزولی تاريخي شاليد لري، هغه ځکه چي په آريانا(افغانستان) کي دکومو درو لويو کورنيو پاراداتا(= پيشداديان)، کوي، کي(=کيانيان) او اسپه کورنيو يادونه کوو ددې درو کورنيو څخه وروسته دوې کورنۍ(کياني او اسپه) يې دهلمند په تاريخ پوري اړه لري، دراواښاد کهزاد په وينا دوی دآريانا دقبل التاريخ زماني پاچهان دي چي په دا ورستيو يعنی دزردښت دراڅرگندېدو سره (۷-۹ قبل الميلادپېړيو) کي چي داوخت ويشتاسپه (گشتاسپ) دزرير ورور او دبستويري اکا ټولواک ؤ. ددوی دزردښتي دين دخپرولو لومړنی سيمه دهلمند ښېرازه ورشو يا کياني ويجه(دکيانيانو ټاټوبی) ده. او دايوه تاريخي دوره ده. ددې کورنۍ پاته شوني په داورستيو کي چي داسلامي دورې پيل دی هم روښانه تاريخ لري لکه يعقوب ليث صفاري(هلمندی)، امير خلف صفاري(هلمندی) بيا تر لسمي هجري پېړۍ پوري داحياء الملوک ليکوال ملک شاحسين کياني(هلمندی) چي ددې کورنۍ تاريخ څرګندوی، اويستا دې کورنۍ کاويم هورينو(=کيانيان) ته دکياني فر، کياني سلطنتي عظمت او جلال نسبت ورکړی دی.
اسپه کورنۍ :
داويستاپه (زمياديشت) او فروردين يشت کي دکاوي (کياني) کورنۍ لړۍ کوه هو سراوا(=کی خسرو) ته رسيږي او دځينو څېړونکو په وينا چي داويستا له مخي دکياني کورنۍ لړۍ اخري کړۍ خسرو باندي ختميږي. دلته داويستا څرګند شهادت يوې خواته او داسپي دکلمي راپيدا کېدل ددوي په نومونو کي بلي خواته دکاوي دکورنۍ دبېلتون سبب کيږي او څيړونکي او تاريخپوهانو ددي لړۍ دتاريخ دڅرګندولو لپاره دوی دکيخسرو په وروستی او دلهر اسپ په لومړي تن سره بېل کړي دي، مګر له آره دايوه کياني يا خوبيخي پېشدادي کورنۍ ته يې لړۍ رسيږي[13]. داسپه کورنۍ چي له(کي لهر اسپ) څخه پيليږي په راوروسته کي نور غښتلي پا چهان هم تېر سوي چي يو له دوی څخه دهمدي لهراسپ زوی گشتاسپ دى چي دهمده په وخت کي زراتشتر(=زرتښت يا سپين تمان) رامنځ ته سوی او دزردښتي دين او ايين دخپرولو بنسټ يې لومړی په هلمند کي کښېښود. ترده وروسته ددې کورنۍ څخه اسفنديار دده زوی، دګشتاسپ ورور زرير، دزرير زوی بستوري چي ويل کيږی دبُست ښار هم ده ودان کړی دی.
دګشتاسپ دوې لوڼي (همای) او( به آفريد )،ددوی بل ورور پشتوتن [14] چي دالړۍ بيا ډېره غزيږي داټول دهمدې هلمند دغاړو اوسېدونکي او په خپل وخت ددې ښېرازي سيمي څښتنان تېر سوي دي ويل سوي چي دگشتاسپ اولاده نهويشتو تنو ته رسېده .
د زال کورنۍ:
د زال دکورنۍ لړۍ هم دتاريخپوهانو دڅېړنو له مخۍ جمشېد پاچا ته رسيږي خو ددې کورنۍ روښانه تاريخ په هلمند پوري تړلی دي چي پيل يې په دې ډول دی: طورک(تورک)، نور، نريمان له ده څخه شم، اثرط(اسرت)، له ده څخه سام له ده څخه يو زوی دنيا ته راغلي چي سور مخ او سپين ويښتيان يې وه ځکه نودی(زال زر=دستان) ونوماوه، دزال څخه رستم پهلوان(= کروړ) وزېږېدی درستم نوم په تاريخي اثار وکي په مختلفو بڼو راغلى دی لکه: رستم، تخهمک، رس تهم، رس تخم، په پهلوي ژبه کي رستم زال او په اويستا کي راوت ستخم راغلي دي، ژبپوهانو رستم= رستهم لوی، غښتلی، هڅاند، غونډمنډ او کروړ ماناکړی دی[15]. دزال کورنۍ دکياني= اسپه کورنۍ سره په څنګ دخپل هيواد دپولو په ساتلو او دکياني او اسپه پرتم په خوندي کولو کي ډېري قربانۍ ورکړي دي. رستم پهلوان او کروړ سړی ؤ ، ده دکياني کورنۍ څو تنه کيقباد، کيکاوس او کيخسرو دپاچهۍ پلاز ته ورسول، ويل کيږي چي هيڅ يوه پهلوان يا غير پهلوان درستم سره دجګړې په ميدان کي ډغري نه سوې وهلای، هغه يو ګرز او ډېر غښتلی آس د(رخش) په نامه درلود. درستم څخه هم زيات اولادونه پاته دي، دوې لوڼي يې لکه مېرمن گشسپ او مېرمن زراسپ او زوی يې سهراب او.... درلوده.دلا زياتو معلوماتو لپاره دي تر اسلام مخکي او وروسته نسخو کي دي دزال او رستم په اړه داستانونه وکتل سي.
دامورجيزيان کورنۍ[16]:
امورجيزيان دډيرو پخوا نيو اسکايي قبيلو يو څانګه ده، ددوی دراتګ وخت او صورت نه دی څرګند، دوی دهيرمند(هلمند) په حوزه کي خپاره او دلته مېشت سول، دوی تر ساکيانو يا اسکايانو مخکي راغلې کورنۍ او ټبر دی چي تر ميلاد مخکي يې ټاکلي موده نه ده څرګنده. په دې وخت کي تازه راغلي اسکايان هم ددوی سره ګډسوه چي وروسته به يې جلا يادونه وسي. [17]
دساکانو- اسکايانو کورنۍ:
ساکان چي په زړو متنونو کي په مختلفو نومونو ياد سوي ددوهم اشکاني فرهاد په وختو(۱۲۸-۱۳۶- مخکي تر ميلاد) دسيحون(= امو تر سيند راپوري وتل او وروسته ترڅو جګړو يې دهلمند ښيرازي سيمي ته ځان راورساوه او دلته مېشت سوه، داځای چي مخکي درنګيانا نومېدی ددوی په مېشت کيدو سره ساکستان= سګستان= سجستان(معرب)= او په اخر کي سيستان سو [18]. ددوى يوې قبيلې چي له سيستان څخه دختيځ په لور هڅه وکړه اراکوزيا يې ونيوله ، دمشر نوم يې وينوس(vonones ) ؤ څه موده وروسته تر اټک پوري وتل اوپنجاب يې ونيو . ددې قبيلې دسردار نوم (maues=ماويس) ؤ .
لکه څنګه چي دامو پورتنی حوزه دتخاريانو په مېشتېدو سره تخارستان سره مشهور سو، همداسي دهيرمند حوزه او درنګيانا سيمه دهمدي ساکانو په نامه سکستان او اخر سيستان يعني داسکايانو ټاټوبی وبلل سو. دوی دمحلي عناصرو سره ګډ سول چی سګزي يا اوسنی ساګزي قومونه هماغه دپخوانيو ساکانو جز دی
دشنسب بابا کورنۍ : دهلمند دلرغونو کورنيو څخه يوهم دشنسب (= سوري ،زوري)کورنۍ ده نوړى دخرنک زوى دى په شپږديرش هجري دده زوى بيا امير پولاد ده زوى اميرکروړ دپښتو ژبي لومړنى شاعر دهغه زوى بيا امير ناصر ؤ دا کورنۍ داسلام په لومړيو کي په ژمي کي په زنداور او په دوبي کي په غور کي اوسېده اوس هم ددې کورنۍ په نامه ځايونه په سروان (کلا) کي د سورو (- سوريانو) او کروړيانو په نامه کلي شتون لري (×)
صفاري کورنۍ: دا درنه کورنۍ د دريمي هجري پېړۍ په دوهمه نيمايي د هلمند له (صفار سيمي څخه ) پر سر دقدرت راغله او ددې کورنۍ څخه يعقوب د ليث زوى داسلامي دورۍ لومړنۍ افغاني امپرتوري جوړه کړه .٥٥٨
- يعقوب دليث زوى ٨
- عمرو دليث زوى
-طاهر دمحمد زوى
- ليث دعلي زوى
- ابوعلي معدل دعلي زوى دلومړي ليث لمسى او داسي نور×
، هغه لرغونې درنې او غښتلي کورنۍ چي موددې سيمي دارزښت سره وړاندي کړې هغه دهمدې سيند پر غاړه ميشتي سوي، پلونه او دلاسو نښي يې لا په ميراث راپاته دي چي موږ دهند دلويي وچي دنورو لرغونو سيمو اوماورالنهر او دمصر (=Egypt)سره په سيالۍ برابروي، دانښي او دا دپلو نښي هيڅکله دهېرولو نه دي دلته سړي ته دهيواد دتکړه شاعر(درويش دُراني) بيت سترګوته ودريږي چي وايې:
څومره ده هېر زڼې دادنيا چي پکښي تېر شومه
پلونه مي لاپاته وه او زه دخلکو هېر شومه
دحاجي جمال خان بارکزي کورنۍ : دا کورنۍ هم چي د هلمند له غيږي را پورته سوې ده د هلمند په( ناوه )او (نادعلي) کي اوسېدل. حاجي جمال خان بارکزى د( حاجي محمد يوسف بابا) زوى د( يارو بابا لمسى) او د( محمد کړوسى) نوموړى د (احمد شاه بابا) سلاکار وزير ؤ چي په وروسته کي دوى دمحمد زيو په نامه نومول سوي بارکزۍ دمحمد زيو نيکه گان دي او دبارک نيکه له اولادې څخه دي ؛ دي پياوړي کورنۍ بيا دسدوزيو تر زوال وروسته د افغانستان واک په لاس کي واخيست ( وگورى دافغانستان په معاصر تاريخ کي د بارکزيو او محمد زيو ونډه)
پاى
× علامه حبيبي دافغانستان لنډ تاريخ داستاد بينوا ژباړه دانش خپرندويه ټولنه .
[1] کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی، سیستان سرزمین ماسه ها وحماسه ها، لومړی ټوک، دعلومو اکاډمی، چاپ، کال ۱۳۶۶، مخ ۱ .
[2] پوهندوی محمد رسول باوري، باستان شناسي مدنیت های اولیه(دوره انتیک) افغانستان، انتشارات امیري، صفحه ۱۲.
[3] نورالله تالقاني، افغانستان ماقبل آریايي ها، چاپ کال ۱۳۶۱، مخ ۶۲ .
[4] کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستاني، سیستان قبل از اسلام، دعلومو اکاډمي، چاپ کال ۱۳۶۴، لومړی ټوک، مخ ۱۲.
[5] GOOGLE، ویکي پیډیا
[6] Haetumant
[7] دبندهش کتاب په پهلوي ژبه کښل سوی ، ویل کیږی چي دلیکلو وخت يې (۲۵۰ هجري) شاوخوا د(قرنبغ) په لاس لیکل سوی دی.
[8] کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی، سیستان سر زمین ماسه ها و حماسه ها(سیستان بعد از اسلام)، اکاډمي علوم، کال ۱۳۶۶، صفحه ۵۲ .
[9] محمد اعظم سیستانی، سیستان قبل ازاسلامو علومو اکاډمي، کال، ۱۳۶۴، لومړی ټوک، مخ ۸۵.
[10] Kavata
[11] پښتو- پښتو تشریحي قاموس، څلورم ټوک، علومو اکاډمي، دویم چاپ دمیډیوټیک لخو، کال ۱۳۸۳، مخ(۲۶۷۳).
[12] آرتورکرسسټن، کیانیان، ژباړن ذبیح الله صفا، کال ۱۳۸۱ شپږم چاپ، شرکت انتشارات علمي وفرهنګي، صفحه ۱۵۷.
[13] علامه احمد علي کهزاد، دافغانستان پخوانی تاریخ، لومړی ټوک، پښتو ژباړه، دتاریخ انجمن له خپرونو څخه، چاپ کال، ۱۳۳۴ حوت، مخ ۲۹۹.
[14] کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی، سیستان قبل از اسلام، علومو اکاډمي ، چاپ کال ۱۳۶۴، مخونه(۱۰۰، ۱۰۱، ۱۰۲)
[15] ډاکټر سید جعفر مقاله، (خاندان رستم)، د GOOGLE سایټ په مرسته، وګوری ګوګل پلټنه (خاندان رستم).
[16] Amurgisi
[17] علامه احمد علي کهزاد، دافغانستان پخوانی تاریخ، دوهم ټوک پښتو، مخ ۱۴۹ .
[18] دهخدا لغت نامه، د(س) برخه.
× پټه خزانه .