په وزيرستان کې د ابوخباب المصري د وژنې په اړه معلومات


 دولس کسان هغه مهال  ديوه هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شول  ،چې له  کرښې وراخوا په قبايلي سيمه کې  د امريکا له خوا يوه ديني مدرسه  وويشتل شوه  . دمعلوماتو له مخې  په وژل کسانو کې درې عرب سخت دريځه جنګيالي هم شامل دي ، چې په سر کې  يې د القاعده تنظيم د بيولوژيکو او کيماوي وسلو کارپوه مدحت مرسي  ، چې په خبري رسنیو کې په ( ابوخباب المصري ) شهرت لري هم شامل و .
دغه بريد د سويلي وزيرستان  په  اعظم ورسک  سیمه کې  د ( بريډاتور) امريکايي بې پيلوټه الوتکۍ  په  وسيله  ترسره شو ، دا بريد داسې مهال ترسره کېږي ،چې د پاکستان لومړی وزير یوسف رضا ګيلاني   امريکا کتله  نوموړی  به هلته له ولسمشر جورج بوش سره هم لیده کاته کوي .
دغه پرمختګونه داسې مهال رامنځته شول ، چې يو شمېر امريکايي چارواکي شک کوي ،چې  د پاکستان  امنيتي ارګانونه له کرښې وراخو په قبايلي سيمو کې له مېشتو وسله والو طالبانو او القاعده  سره مرستې کوي  ، افغان  استخبارات  ،خو له  دې ډېر څه  وايي :  پاکستاني جنرالان  په زرګونو سخت دريځو ته نظامي روزنه  ورکوي ، چې په افغانستان کې  د بیارغونې هغه  پروژې ويجاړې کړي ،چې  د هندوستان  هېواد له خوا رغول شوې دي .
له قبایلي سرچينو څخه  تر لاسه شوي معلومات وايي :  دغه امريکايي بريد  په ځايي وخت  دسهار په دريو بجو وشو ، دريو توغنديو مدرسه او مدرسې ته څېرمه يو کور وویشت ،چې   داسې باور دی  ،چې عرب جنګيالي کې په  کې  استوګن  وو  . مدرسه  د ملا عبدالجليل له خوا اداره کيده  ، ملا طالبانوته نږدې کس او د افغان جهاد پر مهال يې  ( افغان عربو ) سره نږدې اړيکې درلودې .
نوموړې  مدرسه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له  اډې 20  کيلومتره  لرې ده ، د پاکستان  امنيتي  چارواکي د امريکايي سرچينو پر بنسټ  وايي : ابو خباب المصري  په سويلي وزيرستان کې دغه کور او مدرسه په کرايه  نيولې   وه او د خپل پټنځای په توګه يې کاروله  .
دا څلورم ځل  و ،چې امريکايي الوتکو ابوخباب المصري  په نښه کاوه  ، له دې وړاندې د باجوړ او ميرانشاه  په سيموکې  په 2006 ز کې دده په پټنځای هم ورته  بريدونه  شوي وو  ، خو بخت ورسره ياري  کړې وه  .
ابوخباب المصري ( 55 کلن ) په افغانستان کې له پخوانيو عرب جنګيالو څخه شمېرل کيده ، نوموړي د تيرې پيړۍ  په  اتيايمو کلونو کې  له روسانو سره  په جګړه کې ونډه اخېستې وه او ددې ترڅنګ يې په افغانستان کې  دعرب جنګيالو په روزنځايونو کې  د ټرينر دنده هم ترسره کړې وه ،متحده ایالاتو  دده په اړه  دمعلوماتو په وړاندې کولو پنځه ميلونه امريکايي ډالره جايزه ټاکلې وه  ،چې په پایله کې ابوخباب  المصري ووژل شي او يا ژوندې ونیول شي .
دپاکستان د پوځ وياند  جنرال عباس دا نه مني ،چې په دغه برید کې دې سخت دريځه عرب جنګيالي وژل شوي وي ، ویاند وايي : يوه پېښه شوې ده  ، موږ د بريد ډول نه پيژنو ، ځکه په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه  له موږ سره  ددغو بريدونو په اړه  معلومات نه شريکوي .
خو د پاکستان د پوځ رئيس ارکان جنرال مجید طارق  په قبایلی سيمو کې دامريکادنورو بريدونو پايلې له ګواښه  ډکې  وبللې ، د پوځ  دچارواکو له خوا په  خپره شوې خبرپاڼه کې دوی دامريکا دمنځنۍ کچې نظامي چارواکي جنرال مارټين  ، چې اوسمهال  له اسلام اباد څخه ليدنه کوي ،   له غوږه دا ورتېره کړه ، که واشنګټن  پر قبایلو نور و ورته بريدونو ته  دوام ورکړي  دا به د دواړو هېوادو پر اړيکو ناوړه  اغېز پريباسي .
همدغه وخت په اسلام اباد کې خبري رسنیو داسې اټکل کړی ، چې د ولسمشر  بوش ، پنتاګون  او لومړي وزير يوسف رضا ګیلاني  د ليدنې په مهالويش کې داخبره هم شامله ده ، چې  دوی به لومړي وزير ته  داسې ثبت شوي لاسوندونه  ( اسناد)  ورښکاره کړي ، چې دا ورڅخه جوتيږي ،چې  دپاکستان امنیتي ارګانونو د قبايلو په سیمه کې د ( القاعده ) او ( طالبانو ) د فعاليت دمخنیوي  په برخه کې  مقصر دي ، دیوې باخبره پاکستانۍ سرچينې له خولې متحده ایالات  پر پاکستاني چارواکو دا نيوکه کوي ، چې دوی  ولې  هغه مطبوعاتی  کنفرانسه سترګې پټې کړې ،چې  د ( پاکستان  د طالبانو ) مشر بیت  الله مسید يوه مياشت وړاندې په قبایلو کې  رابللې و .
په کابل کې ،ملي امنیت  خبرپاڼه خپره کړې  او خپل پاکستاني سيالان یې تورن کړي ،چې  پاکستان  هوډ لري ،چې په ټول هېواد کې هغه  پروژې له خنډوځنډ سره مخ کړي ، چې هندي شرکتونو  پيل کړي . په خبرپاڼه کې راغلي ،چې  پاکستاني  استخباراتو  نږدې 3000 ترهګر ،چې ډېر یې بهرنیان دي  په دې موخه روزلي ، چې  دافغانستان دننه  دهندوانو له خوا ترسره کيدونکې  پروژې ویجاړې کړي  خبرپاڼه دا هم لیکي  یو هندی شرکت په دې وروستیو کې پردې  توانیدلی  ،چې دافغانستان په ختیځ کې ډيورند کرښې ته څيرمه  د يو سړک  د پخولو قرارداد  له افغان دولت سره لاسليک کړي  ،چې اوس له ورته ګواښونو سره مخ شوی .