ارمان مې په ســــــــــــــــلګو دی تپوسونو ته راځـــه د يار د زلــــــــــــــفو تاره پرهــــــــــرونـــــــوته راځــــــه ريښي ريښي ګريوان مې د حسرت اسويلو وخوړ زړګــــــــــيه درته چا ويل چې ګلونـــو تــــــــه راځــــه د مينې په بازار کې خو د زړو ســـــــــــوداګري وي ما ســـــــــــــر او مال راوړی مقـــــــــتلونو ته راځـــــه شـــــــــــهيدو نظرو پــــسې ليمه چينه چينه شــــــوه قـــــــــــــطاره د مـــــــــــــــنګو دې ګودرنو ته راځـــــه بد مســـــــته مدهوشانو د ساقي له قــــدره څه زده چې پل دې پر لـــــــــــيمو ږدي خمارونو ته راځـــــه اميد مې که دوخت په ناهيلو کې نيمه خواشــــــو تــــــــــش خياله د اشـــــــنا هسې يادونو ته راځــــــه شـــــــــيبو د بيلتانه کې د خوبونو هوس نه شــــــي بالښـــــــــــــــت پريږده تنديه زنګونونو تـــه راځــــه رويــــــــــباره که دوصــــــل په رازونو کې ناکام يې بــــــــــــــــس هسې مې دزړه تش تـــسلونو ته راځـــه دوصـــــــل پر کوڅـــــو خود زاهد حکمراني شـــوه تـــــرابه که ديــــــــــدن کړې کنډوونو تـــــــــــه راځـه
وروستي