د زنداور لرغونې جغرافيه

لیکوال: شریف الله دوست( سرواني)
زنداور (= زمينداور) دهلمند ولايت ،چي اوس کجکي ولسوالۍ اړوند ده  ډېره لرغونې سيمه ده چي تراسلام وړاندي حتى دغارمېشتو انسانانو دژوند نښي پکښي ترسترگو کيږي. داسيمه دنن په پرتله پخواډېره ويړه اوپراخه وه حتى تر واشېر(=وحش هېر؟) اونوزاد(نوزات،زوزاد،بوزاد)پوري يې سيمه په بر کي نيولې وه  .
دزنداورڅلورخواوي : ختيځ ته کجکى ،لوېديځ ته موسى کلا،سويل ته هلمند سيند اوسروان(=سروان کلا)،شمال ته يې د بغني(=بغنين) اوباغران(=باغ حرم) سيمي شتون لري .
دزنداورمشهورکلي :  داحمدشاه بابا په وخت کي چي کله نورمحمدخان مېرافغان ورته راولېږه ، د زنداور درې سوه شپېته کارېزونه ثبت سوي دي ، مشهور کلي يې دا مهال دادي : ١ ده بابا ٢ آزان دره ٣ کاېزدوران ٤ لويه نېچه ٥ کوچنۍ نېچه ٦ الي اباد ٧ چهار باغ ٨ زوړښار (داميرکروړجهان پهلوان
ارگ) ٩ شاه کارېز اوداسي نور..
 
دزنداورنوم دتاريخ په حافظه کي:
 
زينداور،زنداور،زمينداور،له اره او اصله دلمرپرستني دمعبد نوم دى چي کرارکرا داټوله سيمه په دې نامه نومول سوې ده زنداور نوم له دوو برخوڅخه جوړ دى چي هرويي(لغات) يې بېله مانا لري .                      
١ – د زون جز يې :   داور=زنداور چي دزمينداوراصلي بڼه ده په تاريخ کي په نورونومونو هم ياد سوى چي وروسته به يې په تفصيل سره يادونه وسي،داځاى زموږ دهيواد په لرغونې اوتاريخي جغرافيه، په ځانگړې توگه دهيتومنت(هلمند)په برخه کي ځانگړى سياسي اوادبي،کرهڼيز اوسترتيژيک ارزښت درلود چي دتاريخ په اوږدو کي د داوران شاهانوپه نوم  واکمنۍ پکښي تيري سوي دي چي په راتلونکو کرښو کي به يې پر هر اړخ څه ناڅه رڼا ولوېږي.
 دزنداور نوم يوازي داسلامي دورې راوروسته مؤريخانو په اثارو کي تر سترگو کيږي ،په هغو اثارو کي چي تر اسلام مخکي زموږ په هېواد کي ليکل سوي لکه اويستا اونورو کي ددې نامه څرک نه سته،په اسلامي تاريخ ليکواوجغرافيه ليکونکو کي په لومړي وار (احمدبن يحيى بلاذري په ٢٨٩هجري کي مړ ) دعربي لښکرکښيو په برخه کي وايي :((...وى برنواحي رخج وبلاد  داور نېز چيره آمدومردم   داور  را درجبل الزور =زون حصار داد وبه انها صلح نمود...)) ١
چينايي زيارت کوونکى (هيوان تسانگ ٦٣٠م) چي داوخت لا دعربو لښکري تر زنداور پوري نه وې رارسېدلي دا ځاى د ((سوناگير)) په نامه ياد کړى دى،خوپخپله په چينايي ژبه کي ددې نامه څرک نه ښکاري،  په چينايي ژبه کي لمر ته (Tai yang= 太阳 تى يانگ) وايي اولمرته عقيده (xin tay yang=  (