په دغه ښار کی
وینمه رنګ په رنګه
دخر څیدلو هرڅه
ځیني په سل
ځیني په زر
ځیني خر څيږي
دلکاوو په نرخ
ورته راځي
دا رنګه ښکلي ښکلي
لکه را غلي چی وی
دخماری
سپينی سپوږمۍ له کوره
دلته خرڅيږي
دلکاوو په نرخ
ډیر دي هیښ کړي
ددغه ښار
همدغه ستر تجارت
خو پدی ښار کی
که هرڅو هڅه وشی
که هر څو ځان ستړئ کړم
ډیره به ګرانه وی دا
چی یی پیدا کړم
په ډیره لوړه بیه
دبخت ځلانده ستورئ
او
بله ډیوه دعلم
په پښتنه مینه
جنوبی پښتونخوا / مسلم باغ
وروستي