دمدني او کلتوري ټولنې دغونډې راپور

  ننۍ غونډه دافغانستان د ليکوالو دبېلابېلو ټولنو ،مدني اتحاديو اوروښنفکره افغانانو داستازو په بلنه  دافغانستان سترملي اتل او دخپلواکۍ ګټونکی غازي امان الله خان په درناوي جوړ ده . ددې غونډې هدف دادی ،چې په دې وروستیو وختونو کې د يوشمېر پرديپالو اشخاصو اوکړيو له خوا زموږ دملي ارزښتونو او ملي اتلانو د پيکه کولو او توهينولو هڅې پيل شوي دي ، سره له دې چې کوم څاڅکی او يا څو څاڅکی درياب نه شي ناولی کولای اونه دا ډول خلک زموږ دولس دارادو پر وړاندې ودريدی شي ،خو څرنګه ، چې زموږ ولس  د ننګ ، ناموس ، هېواد ساتنې ، اسلامي او ملي ارزښتونو لپاره سترې قربانۍ ورکړي او د قربانيو دا لړۍ نوره هم دوام لري ، نو ځکه خودملي خاينينو پر وړاندې  ډېر حساس دي او هېڅکله  هم د ملت د خدمتګارانو توهين او تحقير نه زغملای . دا غونډه هم دملي خاينينو پر وړاندې يو چټک غبرګون دی .
غونډه دکابل پر مهال  3.00بجې دقاري حبيب الرحمن له خوا دقران کريم د څو اياتونو  په تلاوت پيل شوه ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو دويندوې چارې  د ډاکتر اکبري پر غاړه وې .
له ملي سرود وروسته  د کابل په انصاف هوټل کې جوړې شوې غونډې ته دغو ښاغلو وينا وکړه :
 په کابل کې  د اوسيدونکو ځدرانو دشور ا رئيس مير زمان خان وفادار  .
 دننګرهار د ولايتي شورا رئيس فضل الهادي مسلم يار .
 دکابل  دولايتي شورا مرستيال ډاکتر عاشق الله
 دميرمن ټولنيز کلتوري بهير مشره او دخوست دخلکو استازۍ ميرمن  ساهر ه شريف .
 په اروپا کې  دافغاني کلتوري ټولنو دګډې جرګې استازي الحاج محمد امين باوري  ددغې جرګې پيغام ولوست .
 عطاء الله ويسا خپل يو شعر ولوست .
 د افغانستان دقومونو دتفاهم نهضت ريس او عليحضرت غازي امان الله  خان وراره  سردار عبدالعلي سراج .
 دتخار ولايت دمفاهمې اوانسجام ټولنيزې شورا په استازيتوب  ډاکتر محب الله کټوازی  .
 دکابل پوهنتون دمحصلينوپه استازيتوب غورځنګ سیال .
 دکندهار دخلکو په استازيتوب  احمد شاه پوپلزی .
 دشمال د عنعنوي اواصلاحي جرګې په استازيتوب عمر صافی .
 غوث الدين فروتن( د افغانستان دملي ارزښتونو اوشخصيتونو د پالنې او ساتنې ټولنه  ) دجوړونې اعلان وکړ .
په غونډه کې نږدې 400 کسانو ونډه اخېستې وه  پردې سربېره دولسي جرګې ، د اطلاعاتو کلتور وزارت ، دکابل د تعليم او تربيې پوهنتون  ، کابل پوهنتون  ،دمېرمن ټولنيز کلتوري بهير غړو او يو شمېر مخورو ونډه اخېستې وه  .
دغونډې وروستې  ويناوال په ولسي جرګه کې د کندز دخلکواستازی ښاغلی معين مرستيال و نوموړې  وويل : چې نن مې له ډېرې هڅې وروسته  وتوانيدم ، چې د 40 تنو وکيلانو په راضي کولو سره  د لطيف پدرام  خبره دولسي جرګې په کاري اجنډاکې شامله کړم  اودبحث لپاره د دوشنبې ورځې غونډې ته وځنډيډه . غونډه دمعين مرستيال په دعاء پای ته ورسيده .
په تالار کې يو شمېر شعارونه  په دې ډول و :
د افغانستان دولت  بايد ژر تر ژره  دملي اتل غازي امان الله خان  توهينونکی لطيف پدرام  ، محاکمې ته راکاږي . څوک ، چې خپله سپک وي ، نور سپکوي  ، څوک چې دروند وي نور درنوي  . موږ دخپلو ملي  شخصيتونو درناوی غواړو ، نه سپکاوی  . دغونډې په پای کې دغه مطبوعاتي اعلاميه  صادره شوه
- د هېواد دملي اتلانو له هغه جملې څخه د ستر ملي اتل غازي امان الله خان  د توهينونکی  لطيف پدرام ، ګستاخي ، توهين او بې ادبي په کلکه غندو .
- له حکومت او په مجموعي ډول له ټول دولت څخه په کلکه غواړو ،چې لطيف پدرام ژر تر ژر ه د قانون منګولو ته وسپاري او محاکمه يې کړي .
- له دولت څخه غواړو ،چې دخپلو پريکنده ګامونو له لارې  دنورو دا ډول توهينوونکو هڅو مخه ونیسي .
- له رسنيو او مدني ټولنو څخه غواړو ،چې د دا ډول دتوهینوونکو عناصرو پر وړاندې  خپل غبرګون وښيي او مناسب ځواب ورکړي .
- که چیرې دولت دې ډول عناصرو ته قانوني سزا نه شي ورکولای  ، نو د ټول ملت او هېوادساتنې ادعا دې هم پريږدي ، موږ له خپل غيرتي ولس څخه غواړو لکه څنګه چې یې پرديو يرغلګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی ، دهغوی غلامانو او تالي څټو ته هم ورته  ځواب ورکړي .
- که دولت بیاهم ددې ډول توهين پر وړاندې غلی پاتې شي ، نود ټولو راپيداکېدونکو بدو عواقبو مسووليت  به د دولت پر غاړه وي .