ډيورنډ او زما اند

د تل پاتې څښتن په نامه
ډيورنډ او زما اند
که ځير شوپه دې نژديو کې د ډيورنډ کرښې په سر په سيميزه اونړيواله کچه ډيرې خبرې روانې دي د لر اوبر ټول پښتانه پدې هڅه کې دي چې د نړۍ په مرسته خپل حق لاسته راوړي .
زه نه پوهيږم چې داپر مونږ څه وشول پخوابه مو نورو ته د هغوې حق له نورو اخيستلو خو اوس په خپل حق پسې نورو ته وړانديز کوو.
په نژديو کې د لرو اوبرو پښتنو د داړيکو د زياتوالي او د سياسې جغرافيي د ارزښت له مخې ما ته داسې څرګنديږي چې امريکا په دې هڅه کې ده چې يو داسې پلان جوړ کړي ترڅو دهغې له مخې افغانستان او پاکستان د يو واحد هيواد په توګه رامنځ ته شي .
که ځير شونو دا به يو څواړخيزه ستراتيژيکه سيمه وي .
لا د ډيرو پخوا څخه د روسيه په زړه دبپتري کبير دا ارمان پاتې دي چې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي تر څو په سوداګريزه نړۍ کې ځان وځلوي او همدغه ارمان وو چې روسيي د خپل وجود اعضا دلاسه ورکړې ، او دا که نن وي او که په راتلونکې کې روسيه به ددې ارمان د پوره کولو هڅه او هاند بيا کوي .
له بلې خوا دا سې خبر شوم چې چين ديو داسې راکټ تجربه وکړله چې مصنوعې سپوږمکې هم راپرځولي شې همدارنګه په سوداګريزه نړۍ کې چين ټوله نړۍ ځانته ګوته په غاښ کړې ، امريکا څوځله له چين څخه وغوښتل چې مونږ ته دې خپل لس کلن پلان راکړې ځکه په اوس وخت کې يواځې چين دي چې امريکا ته خنډ واقع کيږي .
ددغه ستراتيژيکې سيمي په يوه بله خوا کې ايران په يوداسې حالت کې پروت دي چې امريکا ورته هره ورځ په يواو بل ډول ګوتڅنډنه کوي خود ايران په ژمنه کې هيڅ بدلون نه راځې او په واروار سره دوې دا واېې چې مونږ به زره وي صلاح د خپل ځان ددفاع په خاطر جوړوو .
د شينکوټې غاز د اتحادې په لست کې دهندوستان نوم هم راوړل شوي خو هندوستان په دې بهانه چې زمونږلا د پرمختګ لومړني پړاونه دي ځان خلاص کړ په پرمختللې ټکنالوژې کې هند يو دنړۍ دنوميالو څخه دي.
نودنړۍ ددې لويو قوتونودمخنيوي لپاره امريکا مجبور ده چې يوداسې موقيعت غوره کړه ترڅو داقوتونه ونه شې کړاي چې خپله لمن پراخه کړي او يا که نړيوال کيدو سيستم په اساس لکه اروپا چې ټوله يوه شوې اسيا هم يو شې خو بيا به هم دلته يوداسې حکومت موجود وي چې هر څه به يې دامريکا په لاس کې وي او ددې ټولو قوتونو په مينځ کې به موقيعت ولري
زه اوس نه پوهيږم چې زما نظر تر کومه سم دي او بله داچې که رښتيا هم داسې يو پلان تطبيق شې نو لومړي يې مسلمانانوڅه ګټه ده او بيا يې پښتنو ته ؟
په درنښت
حسيب الله نور شينواري