له افغانستان سره بهرنۍ مرستې او د سيمې پر هېوادو يې اغيزې

   د ۱۳۸۷ل د غبرګولي پر ۲۳مه د ۲۰۰۸ز د پر ۱۳مه نېټه په پاریس کې «د افغانستان ملاتړ» ترسرلیک لاندې نړیوال کنفرانس د څه د پاسه او یاوو هېوادونو او یو شمېر مؤسساتو په ګډون دایر شو. ددغه کنفرانس پایلې او له افغانستان سره مرستې نه یوازې دا چې په خپله افغانستان ته بلکې د سیمې هېوادو ته هم مهمې دي. د مرستو په دغه پروګرام کې آسیايي پرمختیايي بانک چې د سیمې له هېوادو سره نږدې اړیکي لري او په رییسه هیئت او اجرائیه مدیرانو کې بې دسیمې هېوادونه غړی دي، هم برخه لري. د افغانستان د پرمختیايي پنځه کلنې ملي ستراتیژي د تطبیق په خاطر چې تر ۱۳۹۳ل. «۲۰۱۳م» پورې به اجرا شي، له ۲۱میلیاردو ډالرو څڅه زیاتي مرستې ومنل شوې. د پاریس د غونډې برخوالو تائید کړه چې افغانستان ټوله آسیا – پسفیک حوزه کې فقیر او جګړو ځپلې هېواد دی! د پاریس کنفرانس د افغانستان لپاره د بن، توکیو او بیا د لندن د کنفرانسونو په لړ کې څلورم مهم کنفرانس دی. دغې غونډې (ANDS)  د یو بنسټیز سند رول درلود. په دغه ستراتیژي کې د هېواد د ترانسپورت، امنیت، زراعت او برېښنا په هکله ډېر ښه ټکي پیش بیني شوي دي چې د پنځو کلونو په ترڅ کې به د ستراتیژي په تطبیق سره له شاوخوا هېوادو څخه افغان کډوال را ستنیدو ته وهڅول شي. د امنیت په ښه کېدو سره به له ګاونډیو هېوادو سره مناسبات ښه شي او د افغانستان سیمه ییزه سوداګرۍ به پیاوړې شي.
د پاریس په غونډه کې منل شوې مرستې د بهرنیو پرمختیايي مرستو په جمله کې شمېرل کېږي چې دا ډول مرستې له ډېرو هېوادونو سره شوی دي او اوس هم په نړۍ کې دوام لري. موږ تر اوسه پورې په دې هکله ډېر علمي معلومات نه دي خپاره کړي، حال دا چې په اقتصادي بحثونو کې یو په زړه پورې بحث دی. له دې امله چې  ددغو بهرنیو مرستو له منل کېدو او د پاریس د غونډې له جوړېدو څخه صرف څو ورځې تېرې دي، ډېره پر ځای یې بولم چې د بهرنیو مرستو په هکله لږ څه تم شو، مثبت او منفي اړخونه یې وڅېړ و او په نړۍ کې ددې ډول مرستو نور مثالونه هم له نظره تېر کړو: بهرنۍ مرستې يعنې څه؟
تعریف: له پرمختللو هېوادو څخه وروسته پاتې هېوادونو ته د منابعو، وسایلو او نقدو پیسو لېږدول دي چې هدف یې د وروسته پاتې، جګړه ځپلو یا د طبیعي ناوړه پېښو له کبله زیانمن شویو هېوادو په پښو درول دي.
 شرایط: بهرنۍ مرستې کېدای شي هم په عادي حالاتو کې وروسته پاتې هېوادو سره وشي او هم کېدای شي په ناڅاپي سختو او بحراني شرایطو کې وشي، یا هم په دواړو حالاتو کې په دوامداره توګه دوام ولري. د بهرنیو مرستو مهم هدف پرمختیا ده. خو یو شمېر پرمختیايي هېوادونه په سیمه ییزه سوداګرۍ کې د خپلو صادراتو د حجم د ورځ تر ورځ زیاتوالی د هیلی تر څنګ بهرنۍ پانګې اچونې او بهرنیو مرستو ته د توقع په سترګه ګوري. افغانستان او د پاريس غونډه:
د پاریس غونډې عمدتاً دوه پایلې درلودی:
الف - سیاسي: د غونډې په پای کې ژمنه وشوه چې په افغانستان کې به د امنیت د ټینګښت لپاره نړیواله ټولنه خپل تلاش جاري ساتي او د سیاسي حاکمیت او دیموکراسۍ د بریالیتوب ملاتړ به کېږي.
ب – اقتصادي : هغه مرستې چې هېوادونو، بانکونو، مؤسساتو او مرستندویه ادارو «یو شمېر نهادونو» ومنلې مطلقاً اقتصادي اړخ لري چې په دې کې د مرستو لوړ رقم د امریکا متحده ایالاتو پورې اړه لری. خو هغه برخه چې پانګه اچونه پورې اړه لري، بهرنۍ مرستو کې نه شمېرل کېږي. د بهرنيو مرستو ډولونه:
عموماً بهرنۍ مرستې په دوو ډولونو وېشل کېدای شي:
1. رسمي عامه مرستې یا ( Public aid): دا حکومتي منبع لري او د وروسته پاتې هېوادونو د اقتصادي ودې په خاطر ورکول کېږي دې ته رسمي پرمختیايي کومکونه ( ODA) Official Development Assistance ویل کېږي. کلونه کلونه کېږي چې یو شمېر پرمختللي هېوادونه لکه متحده ایالات، کاناډا، انګلستان او نور ګڼ شمېر مرستې افریقايي، آسیايي او د لاتینې امریکي هېوادو ته (ODA) لېږي.
2. غیر رسمي مرستې یا ( Unofficial Assistance) : دا د یو شمېربسپنو، خېراتونو، وصیتونو او د ځینو خپلو ټولنو او سازمانونو د او سوغاتونو  څخه عبارت دي چې اکثراً په اضطراري حالاتو کې د بشري عاجلو کومکونو په بڼه ترسره کېږي. دا د غیر حکومتي موسساتو (Non Government Organizations) کومکونه او فعالیتونه دي چې هغو زیانمن شویو سیمو ته د بشري کومک په بڼه ورکول کېږي چې هلته حکومت رسیده ګي نشي کولای. پورتنۍ دواړه ډوله مرستې ( Foreign aids) دي خو د پاریس د غونډې منل شوې مرستې زیاتره لومړنی جوت اړخ لري.
په اقتصاد کې زیاتره له بهرنیو مرستو څخه منظور همدا (ODA) وي، چې موږ هم باید د پاریس مرستو ته له دې لید لوري ګورو. دا په دې خاطر هم ضرور ده چې د (ANDS) لپاره لګول کېږي او د افغانستان د دولتي بودجې برخه ګرځي او په ملي محاسبو کې شاملېږي. په (ODA) کې ډېر مسایل شته چې باید پاملرنه ورته وشي، دا ځکه چې په عمومي تعریف کې بهرنۍ مرستې له پرمختللو هېوادو څخه وروسته پاتې هېوادو ته د منابعو لېږدول بلل کېږي، خو باید په یاد ولرو چې ځینې وختونه وروسته پاتې هېوادو ته د پرمختللو هېوادو له خوا په ټیټه بیه د تعرفو وضع کول او په ټیټه بیه د صنعتي تولیداتو پلورل هم یو ډول مرسته ګڼل کېږي، خو په دې کې هېڅ شي نه «لېږدول» کېږي. همدارنګه  ځینې وختونه پرمختللی هېوادونه وروسته پاتې هېوادو ته داسې اجازه لیکونه ورکوي چې د هغو له مخې د وروسته پاتې هېوادونو صادراتي توکي د پرمختللو هېوادو په مارکیټونو کې په لوړه بیه وپلورل شي. په دغه دوهمه بېلګه کې هم وروسته پاتې هېوادو ته څه نه لېږدول کېږي بلکې دغه ډول اجازه لیک وروسته پاتې هېوادو ته یو ډول «نغده خالصه ګټه» بلل کېږي.
کېدای شي ظاهراً د ګټې کولو لپاره د بهرنۍ پانګې لېږدول هم مرسته وبلل شي، خو دا د تجارت او ګټې لپاره ده. دلته باید پوره پاملرنه وشي  چې وروسته پاتې هېوادو ته له پرمختللي هېواد څخه د ګټې په منظور د خصوصي پانګې یا شخصي سرمايې لېږدول مرسته نه ده، نو ددې لپاره چې پورتني ټکي هم ټول روښانه شي د بهرنیو مرستو یو بل تعریف هم راوړو:
 بهرنۍ مرستې وروسته پاتې هېوادو ته د پانګې او وسایلو هر هغه ډول جریان دی چې د وروسته پاتې هېواد د اقتصادي پرمختیا لپاره وي چې باید هرو مرو لاندنۍ ځانګړتیاوې ولري.
a. ددغه جریان موندلو هدف باید د دونر یا مرسته کوونکي هېواد ته تجارتي بڼه ونه لري.
b. دغه جریان باید د ژمنو او په سپارښتي بڼو (Terms Concession) باندې ارائه کړای شو چې دا له تجارت او ګټې کولو سره توپیر لري.
ددغه وروستې تعریف سره سره بیا هم پوښتنه پیدا کېږي چې نظامي مرسته چې پورتنۍ یوه ځانګړتیا هم نه لري، خو له پرمختللو هېوادو څخه وروسته پاتې هېوادو ته یو جریان دی، خو نه د ګټې او تجارت شکل لري او نه هم (Concession) بڼه لري، آیا دا بهرنۍ مرسته کېدای شي؟ ددې د ځواب لپاره اوسنیو اقتصاد پوهانو یو نوی تعریف غوره بللی دی هغه داسې دي:
بهرنۍ مرستې ټول هغه رسمي بلا عوض کمکونه، د امتیازاتو منل، بسپنې او سپارل کېدونکي امانتونه (Concession) دی چې یا په پولې بڼه او یا هم د اجناسو په شکل له پرمختللو هېوادونو څخه وروسته پاتې هېوادو ته د دوی د پرمختیا، د عاید د ویش د عادلانه توب او په ملي اقتصاد کې د جوړښت د بدلون په خاطر د منابعو په توګه دوی ته سپارل کېږي. افغانانو سره شوې مرستې او د سيمې هېوادو ته يې گټه:
له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته افغانانو له ګڼ شمېر بهرنیو مرستو ګټه اخیستي ده. بېلا بېلو وختونو کې بېلا بېلو هېوادونو په بېلا بېلو بڼو موږ سره مرستې کړې دي. کوم پرمختیايي پنځه کلن پلانونه چې د څلویښتمې هجري لسیزې په ترڅ کې تطبیق شول، د ترانسپورت، بریښنا او زراعتي تولیداتو په ښه کولو کې یې غوره اغېزه وکړه چې په سیمه کې یې تجارت ته نوې بڼه ورکړه، دغو مرستو دهېواد داخلي مارکیټ ته پراختیا ورکړه او د خلکو د پېرېدلو توان یې لوړ کړ، نو  ځکه د ګاونډیو هېوادونو تولیداتو ته د خرڅلاو مارکیټ پراخه شو له ۱۹۸۰ز. وروسته چې د هېواد دننه حالات ورځ په ورځ خراب شول بیا هم پرمختللو هېوادو د افغانستان او افغانانو په نوم بهرنۍ مرستې جاري وساتلې. تر هر څه دمخه په پاکستان او ایران کې افغان کډوالو ته د مرستو تر عنوان لاندې کمپونه جوړ شول چې هر کمپ کې تر زرو کورنیو پورې ځای پر ځای شول دوی ته د نقدي، وسایلو او امتیازاتو په بڼه بهرنۍ مرستې جارې شوې چې لوی مراکز یې پېښور، کویټه، اسلام آباد، مشهد او خراسان وو. د افغانانو په نوم دغه بهرنۍ مرستې نېع په نېغه همدغو سیمو ته ورتلې خو وېش، اداره او د لګښت څرنګوالی یې کوربه هېوادو په غاړه اخیستی و. په دې ترڅ کې د پاکستان او ایران ډېرو اتباعو ته د استخدام فرصت برابر شو، د دوی بانکونو د نقدي جریان د لېږدلو څخه کمیشن اخیسته، بندرونو یې له مالونو څخه مالیات وضع کول او بهرنیو دفترونو ته یې ودانۍ او جایدادونه په کرایه ورکول. د ۱۴کلونو په جریان کې له دغو مرستو څخه کوربه هېوادونو په تېره پاکستان پوره ګټه واخیسته، کله چې افغانان وطن ته ستانه شول د دوی ډېر جایدادونه، ملکیتونه او وسایل پاکستان ته وړیا ورپاتې شول. کله چې افغانستان کې خپلمنځې جګړې ونښتې د تېرو ۱۴کلونو په شان بیا هم د افغانانو په نوم مرستې همدا د پېښور، کوټي، اسلام آباد، مشهد او خراسان علاقو ته ورتلي.
له ۲۰۰۱ز. وروسته په هېواد کې خدمات ښه نه و، بیا هم مرستو او د مرستندویو هېوادو دفترونو په ګاونډیو هېوادو کې کار کاوه. که به افغان ماشومانو ته د وسایلو مرسته کېده لکه د ښوونځي کتابچې، قلم، بکس او نور هغه به ټول ګاونډي ملک چمتو کول او حق الزحمه او نور امتیازات به دوی اخیستل، له کراچۍ بندر څخه د مالونو د راتګ ګټه هم د ګاونډې هېواد جیب ته تله په دې توګه د لندن د کنفرانس تر مرستو پورې د بهرنیو کمکونو زیاته برخه د سیمې هېوادوته لاړه. د پاریس  د غونډې مرستې تردې هم زیات په سیمه او د سیمې دهېوادو په ګټه دي. دا ځکه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په ( ANDS) کې یو شمېر پروژې شته چې د لویو سیمه ییزو پروژو د عملي کېدو لپاره د وسیلې حیثیت لری. کله چې د افغانستان له شمال څخه جنوب ته ریل پټلۍ غځېږي او کله چې د ګازو د پایپ لاین لپاره زمینه برابره شي، کله چې د حاجیګک او عینکو په شان په نړۍ کې لومړی او دوهمه درجه کانونه استخراج ته چمتو کېږي، د سیمې پر اقتصادي وده ډېره ژوره اغېزه کوي. په پنځو راتلونکو کلونو کې د هېواد داخلي مارکیټ نور هم پراخېږي او د بهرنیو مرستو په پایله کې د هېواد د اتباعو د خرید توان ښه کېږي، خو داخلي تولید هغی کچې ته نشي رسیدلای چې دغه حساسې غوښتنې او د بازار د خرید بهیر ته ځواب ووایی دا ددې لامل کېږي چې د ګاونډیو هېوادو تولیدات د هېواد په مارکیټ کې پوره تسلط ولري چې ټوله ګټه یې ګاونډیو هېوادو ته ورځي، که چېرې افغانستان کومه داسې پروژه هم پیل کړي چې ظاهراً تولیدې بڼه ولری د هغی لپاره انرژیکي منابع لکه برېښنا، تیل او ګاز له ګاونډیو واردوي چې بیا یې هم ګټه ګاونډیو ته رسېږي. په دې توګه به دغه مرستې ډېر پراخ اثرات ولري د بهرنیو مرستو د حجم او په دې هکله یو شمېر نړیوال حقایق به لږ وروسته توضېح کړو، خو لومړی به د بهرنیو مرستو شالید مطالعه کړو. د بهرنيو مرستو لنډه تاريخچه:
که په دقت سره وګورو اصلاً بهرنۍ مرستې او د هغو ورکړه د لومړی ځل لپاره تر ۴۵یا ۱۹۴۷ز. کال پورې ورغځېږي. دا هغه وخت و چې دوهمه نړیواله جګړه نوې پای ته رسېدلې وه او اروپايي هېوادونه ددغې جګړې له کبله کلک ځپل شوی وو. د امریکې اقتصاد مخ په ښه کیدو و او د جګړې په پای ته رسېدو سره یو ناڅاپه د بریالي زبرځواک په توګه څرګند شو چې هم یې د ملګرو ملتونو په نوې جوړ شوي نړیوال سازمان کې اغېز درلود او هم د اقتصاد له پلوه غښتلی و، خو ددغه زبرځواک په وړاندې سوسیالستي بلاک یو رقیب و.
امریکې ته په زړه پورې وه چې د سوسیالستي بلاک په لوري د اروپايي هېوادو د میلان مخنیوی وکړي له بلې خوا اروپايي هېوادو کلکه اړتیا لرله چې له جګړې وروسته په بیارغاونه کې ورسره بهرنۍ مرستې وشي. د امریکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مارشال» دهاروارد په پوهنتون کې اروپايي هېوادو ته د بهرنیو مرستو په هکله یو کنفرانس جوړ کړ. دغه کنفرانس نه یوازې دا چې د بهرنیو مرستو یو بنسټ یې کېښود بلکې د اروپايي هېوادو په سره متحد کولو کې یې غوره رول ولوباو. مارشال د پلان په پای کې ثابته شوه چې بهرنۍ مرستې پراخ سیمه ییز اثرات لري. مارشال د بهرنیو مرستو سیمه ییزي اغیزې پیش بینې کړي وې. د ۱۹۴۷م کال د جولای په ۱۲مه د اروپا ۱۴هېوادونه په پاریس کې سره را ټول شول. ډېر ژر دوه نور اروپايي هېوادونه هم ورسره یو ځای شول او ټول ۱۶هېوادونه شول دوی د ۱۹۴۸څخه تر ۱۹۵۱پورې د ۲۲ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه وکړه، خو د کورنیو چارو، د سپینې ماڼۍ اقتصادي مشاوریت او د سوداګرۍ وزارت په ګډه کمیټه کې ګروک، نوروس او هریمن پیشنهاد شوې پیسې ارزیابي کړي په نتیجه کې یې د ۲۲ میلیاردو ډالرو پر ځای ۱۷میلیارده ډالره مرسته ومنله، د ۱۹۴۸ز  د اپریل په دریېمه د امریکې جمهور رئیس ترومن اروپا ته د بهرنیو مرستو قانون لاسلیک او دغه قانون خپور شو، په دغه قانون کې د مارشال پلان او د هریمن د کمېټې پریګړې په پام کې نیول شوې وې او بهرنۍ مرستې عملاً جاري شوې. ددغه مرستو د ورکولو لپاره باید اروپايي هېوادو مستند دلایل، د کار پلان، د لومړیتونو لست، د پروژو قدامت او ځانګړي پروپرزلونه وړاندې کړي وای، نو د بهرنیو مرستو د ډېر ښه او اغېزمن لګښت لپاره د یو شمېر مؤسساتو ضرورت احساس شو، نو د ترومن په وړاندیز په متحده ایالاتو کې داسې تشکیل جوړ شو چې د(E.C.A) یعنې (European Cooperation Administration) په نوم یاد شو. ددغې ادارې یا تشکیل دنده داوه چې د اروپا ضرورتونه وڅېړي او له هغو سره د امریکې د متحده ایالاتو بهرنیو مرستو ته وړاندیز ( Proposal) جوړ کړي او د پروګرام د پرمختګ د څارنې دنده یې هم لرله. امریکې له بهرنیو مرستو سره دوه شرطونه ایښی وو.
1. بهرنۍ مرستې باید په خپله امریکې کې د ستونزو لامل نه شي
2. اروپايي هېوادونه باید له دغو مرستو ناوړه استفاده ونه کړي.
د بهرنیو مرستو د مصرف د کنترول لپاره د (ECA) د ادارې یو استازی په اروپا کې مقرر شو چې د سفارت په کچه یې فعالیت کاو. هغه وخت بهرنیو مرستو درې چوکاټونه لرل:
الف – وړیا: په دې چوکاټ کې مرستې، وړیا وسایل، تبادلات او یا په سیخه توګه مال ورکول و.
ب – پور: په دې چوکاټ کې د مرستندویه ادارې او د اروپايي هېوادونو ترمنځ لومړی یوه مفاهمه کېده او بیا (Export Import Bank) ددغې مفاهمې محتوا اجرا کوله. مثلاً دغه بانک اروپايي هېوادو ته د شیانو د پېردولو لپاره لازمه پیشکې په غاړه اخیسته او یا به یې هم امریکايي بانکونو ته چې د اروپا لپاره یې مرستې کولې، پور ورکاو.
ج- انفرادي پانګه اچونه: دا له اروپا سره په ناسیخه توګه یوه مرسته وه. دغه چوکاټ کې امریکايي پانګه اچونکو ته تضمین ورکړل شو چې د پانګې اچونې له نېټې وروسته تر ۱۴کلونو پورې د اروپايي پیسو تبادله په ډالرو په غاړه اخلی.
په اروپايي هېوادو کې د مرستو له پیسو څخه هر تمویل کېدونکی پلان او هره پروژه لومړی د ( D.E.C.E) « چې د مرستو د مصرفولو د څارنې یوه کمیټه وه» له خو ارزیابي کېده او بیا د امریکې کانګرس ته وړاندې کېده. له اروپا سره د مرستې ادراې به کم له کمه څلور میاشتې مخکې د مرستې وړ پیسو د اندازې وړاندیز چمتو کاوه، حکومتونو خپلې اړتیاوې لست کولې او دغې ادارې ته یې ورکولې او اروپا سره د مرستې ادارې به د اړتیاوو اهمیت مطالعه کاوه بیا به یې د مرستې د جریان موندلو او د پلان د تطبیق اجازه ورکوله. د مارشال د پلان او د بهرنیو مرستو په پایله کې ټوله اروپا په یوه ټولیز میتود سره یوه ټولیز مقصد ته ورسیدله چې هغه پرمختیا وه. په دې توګه دا ثابته شوه چې بهرنۍ پرمختیايي مرستې کافي پراخ سیمه ییز تاثیرات لري. له هغه وروسته یو شمېر پرمختللو هېوادو وروسته پاتې هېوادو ته د بهرنیو مرستو سلسله وغځوله. کله چې د بهرنیو مرستو تاریخچه مطالعه کوو افغانستان سره د مرستې د پاریس کنفرانس هم په دې لړ کې راځي.
ښه به وي د بهرنیو مرستو د تاریخ په اړه د جورج واشنګټن او نیویارک پوهنتونونو د دوو تنو استادانو ( Michael Todaro) او( Stephen c.smith) کتاب چې په ۲۰۰۳ز کې د (Economic Development)  تر عنوان لاندې لیکل شوی مطالعه کړو. هغوی وايي: د امریکې د متحده ایالاتو بهرنۍ مرستې وروسته له دوهمې نړیوالې جګړې یواځې اروپا سره وې د ۱۹۵۰ز لسیزې په ترڅ کې یو شمېر نورو پرمختیايي هېوادو ته هم وغځېدلې تر څو دوی د سوسیالستي هېوادونو بلاک ته میلان پیدا نه کړې او د انډیوالۍ د ملاتړ یا ( Support for friendly) روحیې له مخې یې سیاسي – اقتصادي او نظامي ډګرونو کې دا ډول مرستې لا  پسې زیاتې کړې په ۱۹۶۰ز. کلونو کې له جنوبي آسیا تر لاتینې امریکې پورې او بیا تر افریقا پراخه شوې، بهرنیو مرستو هغو هېوادو ته زیات ارزښت پیدا کړ چې د جغرافیایي ستراتیژي له مخې یې ډېر ارزښت درلود. په ۱۹۷۰ز. کلونو کې د امریکې د متحده ایالاتو بهرنۍ مرستې فارس خلیج او کارابین ته او په ۱۹۸۰ز. کې دمرکزي امریکې هېوادو ته ورسېدې. پخواني شوروي هم ګڼ شمېر آسیايي، افریقايي او د لاتیني امریکي هېوادو ته مرستې ورکولې او د هغوی پرمختیايي پروژې یې پیاوړې کولې. جرمني، انګستان او فرانسې هم ( Support for friendly) د روحې له مخې یو شمېر هېوادو سره مرستې کولې. په ۱۹۹۰ز. کال کې د پخواني شوروي اتحاد په ړنګېدو سره دغه مرستې د امریکا پخواني لوی رقیب یعنې د روسیې فدراتیف او اوکراین ته هم ورسېدې! په ۱۹۹۱ز .کې بوسنیا او چین ته هم پاملرنه وشوه تر څو خصوصي سکتور او شخصي پانګه اچونه وده ومومي او تجارت کې پراختیا راشي.
په لنډیز سره باید ووایو چې په ۱۹۴۵ز. کې د (ODA) حجم ۴،۴بیلیون ډالره په ۱۹۸۵ز. کې ۲۹،۴بیلیون ډالره او په ۱۹۹۹ز. کې ۵۶،۴بیلیون ډالره په ۲۰۰۲ز. کې ۵۸،۲۷۴میلیارده ډالره، په ۲۰۰۳ز. کې ۶۸،۴۸۳میلیارده ډالره په ۲۰۰۴ز. کې تر ۷۹،۴۱۰میلیارده ډالرو او په ۲۰۰۵ز.کې تر ۱۰۶،۷۷۷میلیاردو ډالرو رسیده. په ۱۹۹۹ز کې د یوې څېړنې له مخې د مرسته کوونکو شمېر ۲۱او د مرستو اخیستونکو هېوادونو شمېر ۳۸څخه زیات و. په تېره موده کې تر ټولو هېوادو مصر او پاکستان ډېرې مرستې اخستي دي، لږ وروسته د مرسته کوونکو هېوادو شمېر ۲۲ ته ورسېد دلته به د مرستو یو انځور په یو جدول کې وګورو.
۱. جدول: په بېلا بېلو وروستیو کلونو کې د (ODA) حجم په میلیون ډالرو.
ګڼه کلونه
 ۲۰۰۲ ۲۰۰۳ ۲۰۰۴ ۲۰۰۵
 هېوادونه مرسته په میلیون ډالرو په غیر خالصو تولیداتو کې فیصدې مرسته په میلیون ډالرو په غیر خالصو تولیداتو کې فیصدې مرسته په میلیون ډالرو په غیر خالصو تولیداتو کې فیصدې مرسته په میلیون ډالرو په غیر خالصو تولیداتو کې فیصدې
۱ اسټرلیا ۹۹۸ ۰،۲۶ ۱۲۳۷ ۰،۲۵ ۱۴۶۰ ۰،۲۵ ۱۶۸۰ ۰،۲۵
۲ اتریش ۵۲۰ ۰.۲۶ ۵۰۳ ۰،۲۰ ۶۷۸ ۰،۲۳ ۱۵۷۳ ۰،۵۲
۳ بلجیم ۱۰۷۲ ۰،۴۳ ۱۸۸۷ ۰،۶۱ ۱۴۶۳ ۰،۴۱ ۱۹۶۳ ۰،۵۳
۴ کاناډا ۲۰۰۶ ۰،۲۸ ۲۲۰۹ ۰،۲۶ ۲۵۹۹ ۰،۲۷ ۳۷۵۶ ۰،۲۴
۵ دنمارک ۱۶۴۳ ۰،۹۶ ۱۷۴۷ ۰،۸۴ ۲۰۳۷ ۰،۸۵ ۲۱۰۹ ۰،۸۱
۶ فنلند ۴۶۲ ۰،۳۵ ۵۵۶ ۰،۳۴ ۶۸۰ ۰،۳۷ ۹۰۲ ۰،۴۶
۷ فرانسه ۵۴۸۶ ۰،۳۸ ۷۳۳۷ ۰،۴۱ ۸۴۷۳ ۰،۴۱ ۱۰۰۲۶ ۰،۴۷
۸ جرمني ۵۳۲۴ ۰،۲۷ ۶۶۹۷ ۰،۲۸ ۷۵۳۴ ۰،۲۸ ۱۰۰۸۲ ۰،۲۶
۹ یونان ۲۷۶ ۰،۲۱ ۳۵۶ ۰،۲۱ ۳۲۱ ۰،۱۶ ۳۸۴ ۰،۱۷
۱۰ آیرلند ۲۳۳۲ ۰،۴۰ ۵۱۰ ۰،۴۱ ۶۰۷ ۰،۲۹ ۷۱۹ ۰،۴۲
۱۱ ایتالیا ۲۳۳۲ ۰،۲۰ ۲۳۹۳ ۰،۱۶ ۲۴۶۲ ۰،۱۵ ۵۰۹۱ ۰،۲۹
۱۲ جاپان ۹۲۸۳ ۰،۲۳ ۸۹۱۱ ۰،۲۰ ۸۹۲۲ ۰،۱۹ ۱۳۱۴ ۰،۲۸
۱۳ لوکزمبورګ ۱۴۷ ۰،۷۷ ۱۸۹ ۰،۸۰ ۲۳۶ ۰،۸۳ ۲۵۶ ۰،۸۴
۱۴ هالند ۳۳۳۸ ۰،۸۱ ۴۰۵۹ ۰،۸۱ ۴۲۰۴ ۰،۷۳ ۵۱۱۵ ۰،۸۲
۱۵ نیوزیلند ۱۲۲ ۰،۲۲ ۱۶۹ ۰،۲۳ ۲۱۲ ۰،۲۳ ۲۷۴ ۰،۲۷
۱۶ ناروې ۱۶۹۶ ۰،۸۹ ۲۰۴۳ ۰،۹۲ ۲۱۹۹ ۰،۸۷ ۲۷۸۶ ۰،۹۴
۱۷ پرتګال ۳۲۳ ۰،۲۷ ۲۹۸ ۰،۲۱ ۱۰۳۱ ۰،۶۳ ۳۷۷ ۰،۲۱
۱۸ هسپانیا ۱۷۱۲ ۰،۲۶ ۲۰۳۰ ۰،۲۵ ۲۴۳۷ ۰،۲۴ ۳۰۱۸ ۰،۲۷
۱۹ سویدن ۱۹۹۱ ۰،۸۳ ۲۱۰۰ ۰،۷۰ ۲۷۲۲ ۰،۷۸ ۳۳۶۲ ۰،۹۴
۲۰ سویس ۹۳۹ ۰،۳۲ ۱۲۹۷ ۰،۳۸ ۱۵۴۵ ۰،۴۱ ۱۷۶۷ ۰،۴۴
۲۱ انګلستان ۴۹۲۴ ۰،۳۱ ۶۱۶۶ ۰،۳۴ ۷۸۸۳ ۰،۳۶ ۱۰۷۶۷ ۰،۴۷
۲۲ متحده ایالات ۱۳۲۹۰ ۰،۱۳ ۱۵۷۹۱ ۰،۱۴ ۱۹۷۰۵ ۰،۱۷ ۲۷۶۲۲ ۰،۲۲
 ټول ۵۸۲۷۴ ۰،۲۳ ۶۸۴۸۳ ۰،۲۵ ۷۹۴۱۰ ۰،۲۶ ۱۰۶۷۷۷ ۰،۳۳
 
له پورتنۍ جدول څخه ښکاري چې دغو هېوادونو د خپل غیر خالص تولید(GNP) له یو فیصد څخه هم کم د بهرنۍ مرستې په توګه وروسته پاتې هېوادو ته ورکړي چې دهغوی لپاره ډېر ناچیزه رقم دی، خو بالمقابل ډېر شمېر وروسته پاتې هېوادنو ته دغه ناچیزه رقم لویه پرمختیا ترلاسه کړې ده. په ۲۰۰۴ز کې د ۲۲ مرسته کوونکو هېوادونو د (GNP) ټول منځنۍ اندازه ۰،۳۶ شوی خو نورو کلونو کې تردې هم کمه ده. ولې دونران مرسته کوي؟
د مرسته کوونکو «دونر» هېوادونو یا پرمختللو هېوادونو حکومتونه له وروسته پاتې هېوادو سره ځکه مرسته کوي چې:
1. د دوی په سیاسي ستراتیژي کې شامله خبره ده.
2. ددې په خاطر چې وروسته پاتې هېوادونه له رواني او فکري پلوه ځانته متمایل کړي.
3. خپلو تولیداتو د خرڅلاو مارکیټ پراخ کړي.
4. نړیوال اقتصادي اړیکې هم ددې ډول مرستو غوښتنه کوي.
5. بشري عواطف او انساني انګېزه او د پرمختللو هېوادونو او وروسته پاتې هېوادونو ترمنځ ډېرې زیاتې فاصلې او حیرانوونکی واټن راکمول او داسې نور. افغانستان، د پاريس غونډه او بهرنۍ مرستې:
افغانستان له ۱۹۷۸ز «۱۳۵۷ل» مخکې هم یو وروسته پاتې هېواد و چې سړی سر کلنۍ ګټه په کې صرف ۱۵۰ډالره ښودل شوې ده. له ۱۳۵۷وروسته په دغو دېرشو کلونو کې جګړې او وچکالۍ ددغه هېواد ټولنیزه او اقتصادي پرمختیا په ټپه ودروله او اقتصادي زیربنایې ټوله ړنګه شوه. نړیوالو افغانستان د بهرنیو مرستو مستحق هېواد پېژندلی دی.
کله چې موږ افغانستان او د افغانستان اقتصادي حالت د اقتصادي پرمختیا د تیورې په رڼا کې څېړونو په مجموع کې د مرستو بهیر او د مرسته شویو پیسو د حجم څېړل دا ښکاره چې په ټولیزه توګه وروسته پاتې هېوادونه، په تېره افغانستان، سوډان، سومالیا او یو شمېر نور د خپلې اقتصادي پرمختیا، د عاید د وېش، د مجدد تولید او د تادیاتو د بیلانس او څه نا څه امنیت او حکومت جوړولو لپاره بهرنیو مرستو ته اړ دي، د توکیو او لندن د کنفرانس په پایله کې منل شویو اوورکړل شویو مرستو افغانانو ته دا تشویش پیدا کړ چې بهرنۍ مرستې سمې مصرف نه شوې، ددې لپاره څو لاندې تصمیمو نیول په کار دي.
1. د (ANDS) کلی پرمختیايي ستراتیژي ترڅنګ باید موږ سکتوري ادارو «وزارتونو» ته پنځه کلن پرمختیايي علمي دقیق پلانونه ولرو او د هغو د تطبیق لپاره کاري ظرفیت اوچت شي.
2. د فساد د مخنیوي او د سالمې او اصولي ادارې جوړول. د ادارې په ترڅ کې د کرنې، اوبو او برېښنا، مالیې، کانونو، صنعت او تجارت سکتورونو ته لومړیتوب ورکول او ددغو ادارو په سر کې د فعالو، مسلکې او با تدبیره کدرونو مقررول.
3. د پاریس د غونډې د اقتصادي پایلې ترڅنګ د هغې له سیاسي پایلې ډېره اوچته ګټه پورته کول او د ګاونډیو قانع کول چې په افغانستان کې پرمختیا، هوساینه او ترقي د ګاونډویو په ګټه هم ده.
4. د ملي شعور او عامه پوهې د کچې پرله پسې لوړول.
5. د لوکسو اجناسو په تورید د ټکسونو لوړول او د تجمل پرستۍ روحي سره مبارزه او د هېواد دننه د داخلي منابعو په کارولو سره د تولیدي پروژو شروع کول.
بهرنیو مرستو ته اړتیا نه یوازې زموږ هېواد کې بلکې نورو جګړه ځپلو هېوادو کې هم محسوسه ده دغه اړتیا دا ډول هېوادونه دې ته نه پریږدي چې ددغومرستو موخو او شرایطو ته وګوري بلکې مهمه دا بریښې چې هر ډول چې کېږي باید مرسته ترلاسه شي. نو په دې دومره شدید احیتاج سره باید ډېره توجه غوره مدیریت او د  تولیدي پروژو پیل کولو ته واړول شي. تر څو افغانستان خپل اقتصادي زیربنايي تأسیسات پیاوړی نه کړي هېڅ سکتور وده نشي کولای او خصوصي سکتور هم بېرته ور شکست کېږي. باید د زیربنايي تهدابونو (Infrastructure) په پښو درولو د (ODA) اغېزمنتوب اوچت کړو. موږ پوهېږو چې بهرنۍ مرستې بې عدالتي رامنځ ته کوي، دهوساینې او عیاشي روحیه اوچتوي، تنبلې ډېروي، د لری پرتو سیمو یعنې کلیو او ښارو ترمنځ یا دوه ګونې  اقتصاد کې فاصله زیاتوي او تجمل پرستۍ رواجوي. ممکن داخلي تولیدات تعویض کړي، او ممکن داخلي پس اندازه هم تشویق نه کړي. موډرن سکتور به پر مخ ولاړ شي او لوکس اجناس به زیات شي خو بیا هم اړتیا تردې نیمګړو اړخونو ډېره ده. ښه تدابیر، عقلمندۍ، بارعایته اداره، ښه پلان او معقول لګښت کولای شي د منفي اړخونو پر ځای د مرستو مثبت اړخونه تقویه کړي.
د پایلی په توګه ویلای شو چې د پاریس غونډه او په هغې کې د پنځو کلونو لپاره د مخکې تر مخکې ۲۱میلیارده ډالرو منل شوې مرسته او د پنځو کلونو په جریان کې د نورو مرستو تدارک د نړیوالو یوه بشرپاله پاملرنه او د افغانستان شدید احتیاج دی چې پایله یې نه یوازې خپله افغانانو بلکې سیمې ته هم ډېره ګټوره ده. افغانان پرته دخپل وطن له آبادولو بله هېڅ چاره نه لري دې کې هم د دوی او هم د سیمې خیر دی.     مأخذونه :
1- Todaro, Michael. And Smith, c. stepen.(2003) Economic Development Georg washinton university p.87-89.
2- Frank, Robert. (2001) principle of Economic Mc. Groe Hill company p 880.
۳ـ شهیدي، نذیر احمد «۱۳۸۶» د مخ پر ودې هېوادونو . . . کابل پوهنتون، د اقتصاد پوهنځی، ۱۵۹مخ.
۴ـ توافقنامه افغانستان، مصوب کنفرانس لندن، حوت ۱۳۸۴.
۵ـ دودیال، محمد بشیر، «وروسته پاتې هېوادو سره مرستې . . .» جامعه مدني« مجله» د مجما خپرونه شماره اول سال چهارم ثور ۱۳۸۵کابل، ۳۸مخ.
۶ـ د پاریس د کنفرانس په اړه د باختر آژانس رسمي خبرونه. له ( سيمه ييز مطالعات )څخه په مننه