وګړشمېرنه يوه ملي دنده او مسوليت دى او بشپړ محرميت لري

زموږ په ټولنه كې وګړشمېرنه(Census) ډېره نه ده پېژندل شوې، زياتره خلك يې د احصائيې په نوم هم پېژني حال دا چې دا لكه Population registers ( د نفوسو د احوالو ثبت)، Vital statistical regester (يا د حياتي احصائيو ثبت) او (Demographic sample surveys  نمونوي سروې ګانو) په شان د ديموګرافيكي تحليلونو لپاره يوه مهمه منبع ده. ديموكراتيكي تحليلونه يوه اوږده پروسه ده او په ملي ادارو كې هره ورځ ورته مراجعه كيږي. پورتنۍ ټولې دندې بايد د يو هيواد د ملي كدرونو او مسلكي ديموګرافرانو له خوا ترسره او هغه سري او محرم مالومات چې ملي عليا مصالح د هغو د ساتنې غوښتنه كوي په خاص طرز په ځانګړو فورمو او اسنادو كې درج او آرشيف كې خوندي كړي. يو متخصص او مسلكي ديموګرافر په دې ښه پوهيږي چې د وګړشمېرنې په پړاوونو كې يو شمېر اسناد په څه ډول سره په دقت د ساحې سوپروايزر، كنترولر او بالاخره، وګړشمېرونكي (Enumerator) ته وركړي او هغه د پلان او Census calendar سره سم هره ورځ وويشي، كنترول يې كړي او بېرته يې روزمره راټولې كړي. تاكيد كيږي چې وګړشمېرنه يا زموږ د عوامو په اصطلاح (احصائيه ګيري!) صرف د نفوسو  عددي شمېر نه دى بلكې دا دوه مفاهيم لري: يو د نفوسو د اندازې (size)، وېش(Destination)، جوړښت (Structure) او بدلونونو مالومول دي. بل يې د نفوسو يو زيات شمېر ځانګړنې لكه قومي او ژبني مسايل، مدني حالت، كورنۍ وضع، د زېږېدو ځاى، سواد، د زده كړې كچه، كار او ګومارنه، د كار ځاى، عايد او ډېر داسې نور را اخلي. كله چې د وګړ شمېرنې مرحله ، چې هغې ته Reference period  وايي او دا ډېره لنډه موده وي پاى ته ورسيږي نو د ارقامو تحليل او بيا د هغو ارزيابي او بالاخره د نشر مرحله رسيږي په دغه مرحله كې مربوطه اداره ( زموږ هېواد كې دغې ادارې ته د احصائيې مركزي اداره وايي) صرف د نشر وړ ارقام نشروي او د اړونده ادارو او عامو خلكو او حتى نړيوالو مراجعو په اختيار كې وركوي. په افغانستان كې راتلونكې كېدونكې وګړشمېرنه دويمه بشپړه وګړشمېرنه ده. د افغانستان پخوانۍ وګړشمېرنه چې په ۱۳۱۵څخه پيل شوې وه ټولې نمونوي، زراعتي او اټكلې وې، چې په دې لړ كې د ۱۳۵۸ ل كال وګړشمېرنه يوه كُلي ملي وګړشمېرنه وه چې د همدې كال د جوزا په ۲۵ مه پيل او د سرطان په۱۴ مه پاى ته ورسېده. دغه شمېرنه كې د ملګرو ملتونو انكشافي پروګرام مالي مرسته كړې وه او ۱۳۰۰۰ پرسونل په كې برخه اخيستې وه چې ټول يې كورني پروفيشنل كدرونه وو. هغه وخت د شپږو عمومي مديريتونو تر څنګ د هر ولايت لپاره يوه يوه د انسجام كمېټه وه چې يو آمر، يو مرستيال، يو كارتوګرافر او درې تنه مامورين يې لرل. هغه وخت د احصائيې مركزي ادارې په ټول هېواد كې ۱۵۰ دفترونه پرانيستل چې ۴۰۰ سوپروايزرانو، ۲۰۰۰ كنترولرانو او ۱۰۰۰۰ وګړشمېرونكو دغه پروژه پرمخ بېوله دوى ټولو د دغې پروژې د محرميت او ملي ځانګړنې ته متوجې ول بهرنيو متخصصينو تخنيكي مشورې وركولې او ټول هيواد په ۱۰۰۰ ساحو وېشل شوى و، د وګړشمېرنې لپاره دوه ډوله چمتو والى نيول كيږي: ۱_ عملي چمتو والى: په دې كې مالي مسايل، نقشې، فورمې او نور شامل دي. ۲_ نظري چمتو والى: په دې كې د يو هيواد د اتباعو د ملي كدرونو او پروفيشنل كاركوونكو په توګه روزنه وركول كيږي تر څو دوى خپله وګړشمېرنه په خپله په خپل واك او خپلو ځانګړتياوو سرته ورسوي. وګړشمېرنه يوه ملي ښكارنده ده چې ځينو هېوادو هغه په خپل اساسي قانون كې هم درج كړې مثلاً د متحده ايالاتو قانون كې ليكل شوى چې بايد هر لس كاله وروسته وګړشمېرنه وشي يو شمېر هېوادونه هر پنځه كاله وروسته وګړشمېرنه كوي  ټولو هيوادو منلې چې خپله ملي وګړشمرنه په هغو كلو كې ترسره كړي چې په صفر پاى ته رسيږي لكه ۱۹۸۰، ۱۹۹۰، ۲۰۰۰، ۲۰۱۰، ۲۰۲۰ او داسې نور.  په دې توګه موږ اړ يو ې د بهرنيو پر ځاى هرومرو خپل پروفيشنل وګړ شمېرونكي ولرو ځكه چې دا د يوې ورځې خبره نه ده بلكې تل ورته ضرورت دى. د دا ډول وګړشمېرونكو روزنه ډېره اسانه ده خو ګټه يې دا ده چې د وګړشمېرنې محرميت به محفوظ وي. يووخت زموږ  هيواد يو بل ډول غلطي ممكن د لاندنيو عواملو له مخې وشي: a)      د پوښښ يا coverage د نه بشپړوالي له امله، چې دلته وګړشمېرونكي يو شمېر ساحې بلكل نه شميري او يو شمېر سيمې دوه ځله شميري يا د نفوسو يوه يوه كلتوري، يو قوم بلكل په فورمو كې نه درج كوي. b)      د بشپړ والي complement: دلته غلطي نژدې پورتني غلطي سره مشابه ده خو فرق دا دى چې ممكن يو شمېر پوښتنليكونه، فورمې او لستونه ممكن د وروستي پروسس پړاو ته و نه رسول شي. c)       د محتوياتو contents غلطي: دلته ممكن په پوښتنليكونو او جدولونو كې ځاى پر ځاى شوي مالومات ممكن نه دي. په افغانستان كې د وګړشمېرنې واحد كورنۍ يا خانوار house hold ټاكل شوى. دلته وګړشمېرونكي د هر كور مخې ته په بېلا بېله توګه ورځي او د كورنۍ له مشر سره  سيده مركه كوي اويو پوښتنليك ډكوي. بايد وګړشمېرونكي د هغوى په ژبه پوه وي. له سايكلوژيكي پلوه د هغوى خواص ورته څرګند وي، پرته له هغه ممكن خلك كلك غبرګون ښكاره كړي ځكه د وګړ شمېرنې په ترڅ كې د يوې كورنۍ ټولې ځانګړنې په پوښتنو كې شاملې وي لكه د نارينه او ښځينه نفوس شمېر، عمر، مصروفيت عايد او نور... خو زموږ افغانان هيڅكله خپل كورنى راز بهرنيانو ته نه وايي كه ووايي هم يې غلط وايي بهتره ده چې دغه پروسه زموږ خپل كدرونه  خپل مهم اسناد كه څومره هم پېچلي وي په خپله د صكوكو مطبعه كې جوړول، نظامي لباس ټول عسكري خياطي كې چې په ششدرك كې وه جوړېدل او په همدې توګه ټول مخصوص ضروريات خپلو ځايونو كې جوړېدل نو ځكه د جعل، خيانت او سو استفادې لپاره هيڅ زمينه نه وه. زموږ تذكرې به د كتابچې بڼه لرله، پرله پسې نومرې يې لرلې صرف د  صكوكو مطبعې هغه چاپول خو نن ورځ وزارت داخله داسې تذكرې ويشي چې صرف د كاغذ پر مخ د يو ساده جدول شكل لري چې په لسو افغانيو په بازار كې هم جوړېداى شي! خداى مه كړه چې زموږ وګړ شمېرنې څخه داسې ټوكه جوړه نه شي، دا ځكه يو وخت په روسيه، انګلستان او فرانسه كې په وګړشمېرنه كې لاسوهنې وشوې، هغوى اړ وتل چې خپله وګړشمېرنه بې اعتباره اعلان كړي نو بيا يې له سره وګړشمېرنه وكړه.  د بيلګې په ډول د فرانسې وګړشمېرونكو په يوه ښار كې غوښتل د كليوالي نفوس پر ځاى ښاري نفوس زيات وښيي د تحليل په مرحله كې دغه غلطي جوته شوه. په وګړ شمېرنه كې غلطي او لاسوهنه په څو شكلونو رامنځ ته كېداى شي: ۱_ قصدي زيات شمېرنه Over enumeration ۲_ قصدي كم شمېرنه Under enumeration دا ډول غلطي د سياسي، اقتصادي ، اتنيكي او نورو ملحوظاتو له مخې رامنځ ته كيږي. هره چاره په بهرنيو كيږي خو وګړشمېرنه او د استخباراتو اداره په بهرنيو خلكو چلول غلط كار دى. په وګړشمېرنه كې ډېره لږ لاسوهنه د ټول هيواد د ملي هويت او تذكره مغشوشه او بې اعتباره كوي بيا به نور دغه ټول لګښت په ملت باندې تاوان شي. موږ د يوې كُلي بشپړې وګړشمېرنې د ارقامو له راټولولو وروسته هغه ارزيابي كوو، د نفوسو هرم population pyramid سن او جنسي ګروپونه،dependency ratio ، sex ratio، C.W ratio، د كار او بې كار، نفوس تفكيك، Age. Sex compost ion، كليوال او ښاري نفوس، كوچيانى نفوس Masculinity or females proportion  يا M.P او نورو ته اړتيا لرو چې دغه مالومات د يو علمي سيسټم په بڼه په دوامداره توګه بايد ترسره كړو، خو بهرنيان په دې برخه كې زموږ سره تل تر تله كار نه كوي. كله چې په ۱۳۵۸ كال كې سرشمېرنه وشوه درې ځله بيا په كابل ښار كې او څو ځله ولاياتو كې نمونوي او ښاري سرشمېرنې وشې او د دې امكان ځكه ميسر شو ې عمومي وګړ شمېرنه زموږ خپلو ادارو كړې وه.  د نفوسو حركات (مړينې، مهاجرتونه او توليدات) هغه ډول مالومات دي چې ډېرو ملي ادارو او چينلو ته ور وېشل كيږي او ارتباط مومي لكه عامه روغتيا، د مهاجرينو وزارت، د بهرنيو چارو ادارې، د كورنيو چارو وزارت او نور . كه دا مالومات بهرنيان ثبت كړي په هغو كې كېداى شي له غرض څخه ډك ارقام ذكر كړي دا نو بيا زموږ يو بېل سرخوږى جوړوي. يو ځل اسرائيلو د فلسطينيانو په تېره د هغو فلسطينيانو په هكله چې په اسرائيلو كې مېشت دي او د هغو اسرائيلو په هكله چې له ۲۰۰۵ څخه مخكې په غزه كې وو همداسې يوه غلطه احصائيه نشر كړه چې د فلسطينيانو څېره يې له واقعيت څخه بدله په بله بڼه ښودلې وه په ډېر آرامو پرمختللو هيوادو لكه شمالي آيرلند، د روسيې په سايبريا، د تركيې د كردانو او داسې نورو په هكله ناوړه ارقام نشر شوي په دې كې هم اكثريت او هم لږكيانو دواړو زيان وليد د دې علت د وګړشمېرنې پر مهال قصدي غلطي او غرض آلوده لاسوهنې وې له همدې امله هر هيواد غواړي چې خپله سر شمېرنه په خپله وكړي او ښه اعتباري يې وكړي. په افغانستان كې ډېر اشتباهات وشول او هره ورځ كيږي ممكن زيات يې جبران او اصلاح شي خو كه د وګړشمېرنې ارقامو كې اشتباه (قصدي او غير قصدي دواړه) وشي جبران يې هم ممكن نه دى بلكې د راتلونكي لپاره ټول تدابير او اقدامات زيانمن كوي. په وګړشمېرنه كې قوي تركيب هم يو هدف وي، خو تر څو چې ريښتينې وګړ شمېرنه چې د هغې عنوانونه په لاندې ډول نه وي جوړ شوي ترسره نه شي نه مالوميږي.   ۱_ د نفوسو د جغرافياوي خصوصياتو په اړه عنوانونه. ۲_ د نفوسو د شخصي او خانوار تركيب عنوانونه. ۳_ د نفوسو اقتصادي خصوصياتو عنوانونه په دې كې د كورنيو تركيب كې لاندې مالومات درج وي: جنس، سن، مدني حالت، واده، ماشومان، ملت، سواد، د كورنۍ جوړښت، ژبه او دين.  په دغو عنوانونو كې زياتې شميرې د ESCAP په لارښوونو كې هم راغلي دي يعني قومي تركيب او كورنى جوړښت، دين، مذهب او ژبه هغه پوښتنې او مالومات دي چې د ملګرو ملتونو په نزد هم رسميت لري. په خپله د هيواد مسلكي كدرونو په واسطه وګړشمېرنه ملي غرور اوچتوي، خو د نورو په واسطه وګړشمېرنه ملي غرور ته زيان اړوي. همدا اوس هم موږ په دې برخه كې زيات غلط كار كړى د ساري په توګه زموږ ملي سرود بهر كې ثبت شوى، زموږ ملي محاسبات په افغانيو دالرو او كالدارو ارائيه كيږي او داسې نور ملي ازرښتونو ته سپكاوى شوى او كيږي.  له نن څخه دېرش كاله وړاندې د هيواد ملي ارزښتونه په خپله د هيواد د ننه محفوظ و د افغانستان په كالنيو كې او په سالنامه احصائيوي كې ټول ارقام په افغانيو و خو اوس په سالنامه احصائيوي كې ډالر راغلي چې دا ډېره د سپكاوي خبره ده. زموږ په بازارونو كې پردۍ پيسې چليږي. هيله ده چې دغه نواقص رفع شي او ملي نواميس د پرديو له تيري وساتل شي په دې كې يو هم ملي وګړ شمېرنه راځي.