
ژباړه : پاڅون
په يوه نوې څيړنه كي روښانه سوې چي په دفترونو كي خلكو ته ښايي چي تر
ډيره د خپل ميز شاته كښې نه ني . په دې څېړنه كي ويل سوي په دفترو نو كي خلكو ته په كار دي د هغه كسانو سره چي مخامخ خبري كولاى سي بريښناليك دي نه ورليږي
په برتانوي دې تحقيق كي ويل سوي چي خلك د وخت ډيره برخه د خپلو ميزونو شاته په ناسته تيروي د څېړني له مخي خلګ په منځنۍ كچه په ورځ كي څلور ساعته او يو څلويښت دقيقې پر خپلو څوکيو په ناسته تيروي .
د ډاكټر ميانا ډنګن په خبره (( خلګ پر خپلو څوكيو په ناسته دومره وخت تيروى لكه چي په خوب يې تيروى )) هغه زياته كړه هغه كسان چي په دفتر كي ناست وي هغه عموماً په كورنو كي هم وخت په ناسته تيروى چي له امله يې وجود چاغيږي .
د دې څېړني په اړه تر يو زر له زياتو كسانو سره مركې او سروې ګاني تر سره سوي . هغوی ويلي دا مهمه نده چي د روحيانو ماهر دي خلګو ته ووايي چي تر لږ ناستي وروسته قدم وهل ضروري دى (( كولاى سي پر خپل ميز يا كمپوټر كي په دې اړه د ياداښت يو نوټ و ليكي ))
داكټر ډنكن وايي (( پورته سي او د خپلو ملګرو سره خبري وكړې دا تر بريښناليك غوره طريقه ده)))