د انترفكس خبري اژانس څخه
ژباړه: اباسين ويالزى
د امريكا جمهور ريس جورج بوش كانگريېس ته د 2008 ع كال لپاره د فيدرالي بوديجې طرحه او پلان ولېږه. په دغه پلان كې نظامي مصارف د نورو كالونو په پرتله څو چنده ډېر دي.
د امريكا د متحده ايلاتو د دفاع وزير ښاغلى روبېرت گېتس كوم چې د تېر كال د دسمبر د مياشتې نه راپه دې خوا د نوموړي وزارت وزير دى په خپله يو وينا كې داسې وويل: امريكا بايد د نورو هېوادونو ( د روسيې او چين په گډون ) سره د مناقشې او لانجې لپاره چمتو او ځان تيارى ونيسي . نوموړي دا هم زياته كړه چې دى د روسيې په ثابت پرمختگ په ډاډه توگه اطمينان نه لرلي، له دې كبله امريكا بايد خپلې نظامي قواوې ډېرې او زورورې كړي.
دا خبره ښاغلي روبېرت گېتس په كنگرېس كې د نظامي قواوو كميټې ته وكړه، پاتې دې نه وي چې ښاغلي گېتس دا خبره چې ټولې سياسي ستونځې بايد د نظامي او حربي قوت له لارې حل شي لا شل كاله پخوا كړې وه.
ښاغلي په دغه كنگرېس كې خپلې خبرې داسې پيل كړې : موږ بايد جگړې ته ټول مواد سره دې اردو چمتو كړو ، ځكه موږ نه پوهېږو چې په داسې هېوادونو لكه روسيه، چين، شمالي كوريا ايران او داسې نورو هېوادونو كې به څه پېښيږي.
ښاغلي گېتس دا هم وويل چې : په دې كې هېڅ شك نشته چې موږ بايد خپلې ځمكنۍ او بحري قواوې قوي او ډېرې كړو تر چگړې ته چمتو وو.
له بلې خوا په همدې كنگرېس كې د كميټې ريس ستر درستيز جنرال پيتر پيس د چين كړو وړو ته د پاملنرنې غوښتنه وكړه.
پاتې دې نه وي چې بوش په تېره اونۍ كې كنگرېس ته د 2008 ع كال لپاره د فيدرالي بوديجې طرحه او پلان ولېږه په كوم كې چې نظامي مصارف د نورو كالونو په پرتله څو چنده ډېر دي. دغه ډېروالى د عسكرو په ډېروالي كې دى. د بلگې په توگه.
د بوش پلان په نظر كې لري چې د خپلو عسكرو شمېر د تير كال 482 زرو تنو نه 547 زرو تنو پورې ډېر كړي، د بحري قواوو شمېر د تېر كال د 175 زرو تنو نه 202 زرو تنو پورې زيات كړي، همدا ډول غواړي د گارد خاص سرتېرو شمېر 13 زره تنو ته ورسوي.
د امريكا د دفاع وزير روبېرت گېتس كنگرېس ته د بوش د پلان ( كوم چې د كنگرېس له خوا بايد منظور، تصويب او يا رد شي ) څخه په بشپړه توگه ملاتړ او طرفداري وكړه. ښاغلي هيله څرگنده كړه چې كنگرېس به هم دا پلان تصويب كړي.
ډېر خلك روبېرت گېتس د نوموړي وزارت پخواني وزير ډونلد رمسفيلد نه هېڅ كم نه بولي .
گېتس دا خبره چې ټولې سياسي ستونځې بايد د قوت او اردو له لارې حل شي لا شل كاله پخوا كله چې دى د خاد ريس مرستيال وكړې وه. د بېلگې په توگه څه موده وړاندې په واشنگټن كې د 1984 ع كال د دسمبر د مياشتې د 14 مې نېټې اساناد نشر او خپره شوي ، په كوم كې چې گېتس داسې سپارښتنه كوي : د دې لپاره چې موږ د نيكاراگواى هېواد مشر تابه دانيليه ارتيگي سوسياليستي حكومت له منځه يوسو ، نو موږ بايد دا هېواد په بشپړه توگه بمباري كړو.
پاتې دې نه وي چې ښاغلى گېتس يو له هغو طرفدارانو څخه دى چې شوري اتحاد بايد خپله اردو له افغانستان څخه اوباسي.
وروستي