
الکيس من دان نفسه و عمل لما بعد الموت، و العاجز من اتبع نفسه هواها و تمنى على الله الاماني رواه...
ژباړه: هوښيار او ځيرک هغه څوک دى چې خپل نفس يې کابو کړ او د له مرګ وروسته نړۍ لپاره يې کار وکړ. عاجز او ناپوه هغه څوک دى چې خپل نفس يې د خپلو خواهشاتو تابع کړ او بيا يې پر خداى پورې اميدونه وتړل.
دغه حديث موږ ته د هوښيار او بې عقل يوه نوې پېژندنه کوي. هغه څوک چې خپل خواهشات او طبيعي غوښتنې يې په خپل کابو کې وي، خپلې غريزې په روا لاره کې کاروي او له ناروا څخه يې راګرځوي، دا سړى هوښيار دى. خو، هغه څوک چې خپلو خواهشاتو پسې اخيستى وي او هر څه ته چې يې زړه کېږي او خپله ګټه پکې ويني، هماغه کوي دا سړى کم عقل دى.
په بل تعبير، هغه څوک چې پر خپل ځان او غوښتنو واکمن دى هوښيار دى، خو څوک چې خپل خواهشات نه شي کابو کولى او پر هر لورې چې يې طبيعي غريزې وغواړي يوسي پر هماغه ځي دا بې واکه سړى بې عقل، يا د حديث په تعبير، عاجز دى.
که ددغه حديث مفهوم ته چې هدف يې پر سمه لاره د مسلمان د ژوند برابرول دي د اوسنۍ نړۍ د منيجمينټ management او پلان جوړونې د علم له ليدلورې وګورو، دا د هوښيار او ناپوه مسلمان تر ټولو غوره تعريف وړاندې کوي.
په ننۍ معاصره دنيا کې هر څوک د خپل شخصي ژوند لپاره هم يوه ستراتيژي لري او موسسې هم د خپل کار و بار د ښه سمبالولو لپاره اوږدمهالى پلان او ستراتيژي لري. يو بريالى سړى له هماغه پيله چې عقل يې کار وکړي د خپل ټول ژوند لپاره يوه تګلاره جوړوي چې څه غواړي جوړ شي: يو تکړه ډاکتر، انجينر، ټولنيز کار کوونکى، وتلى سياستوال، ولسمشر، د پارلمان غړى... بيا چې په خپل ژوند کې هر کار کوي دا په پام کې نيسي چې څومره خپل د اوږدمهالې هدف په ترلاسه کولو کې ګټور دى. موسسې هم خپل هر کار چې پيلوي دا پکې ارزوي چې د دوى د اوږدمهالې ستراتېژۍ په برياليتوب کې څومره مرستندوى دى.
د مسلمان ژوند هم طبعاً خپلسرى او بې هدفه نه دى.
مابعد الموت ستراتيژي
يو هېر شوى حقيقت دا دى چې د مسلمان ستراتيژۍ تر ټولو لوړه او اوږدمهالې وي.
دا موسسې يا اشخاص د خپل عمر په کچه پلانونه جوړوي، هغه هم ښايي پکې بريالى شي يا نه، سره له دې چې ټولې خوارۍ به پرې وکړي.
خو د مسلمان نصب العين بيا تر اوسنۍ لنډمهالې نړۍ ورهاخوا او خورا لوړ دى، او که په اخلاص يې وپالي برياليتوب پکې حتمي دى. مسلمان چې هر کار کوي اخرت يې په پام کې وي او دا ګوري چې د اخرت لپاره څومره ګټور تمامېږي. د مسلمان اوږدمهالې ستراتيژي له مرګه هاخوا نړۍ ته غځېدلې وي.
په همدې حساب که په مؤسسو يا کاري ادارو کې او يا په شخصي ژوند کې څوک په خپلسر کارونه کوي، چې نه يې د خپل اوږدمهالي پلان په ګټه وي او نه يې کوم هدف يا target چې ټاکلى د هغه د ترلاسه کولو په لار کې مرستندوى وي، هغه ته ساده، ناپوه او بې پلانه وايي.
مسلمان هم که خپلې غوښتنې کنترول نه شي کړى او د مابعد الموت نړۍ لپاره کار ونه کړي، ناپوه او عاجز بلل کېږي. او که يې د ژوند هره چاره د خپل وروستي هدف د لارې مرستندوى وي، هوښيار ګڼل کېږي.
ټګمار مسلمانان
حديث يو بل په زړه پورې حقيقت ته هم اشاره کوي. د ټګو مسلمانانو له هغه طبيعت او تمايل څخه پرده پورته کوي او غندي يې چې غواړي تش په هيلو ژوند وکړي. و تمنى على الله الاماني... او پر خداى پورې خپلې هيلې وتړي. له ډېرو چې پوښتنه وکړې پوښتنه وکړې ولې ګناوې کوې، ايا له مرګه وروسته په بل ژوند باور نه لرې؟ وايې به چې باور لرم، خو الله مهربانه دى. ټول عمر يې په غفلت او نارواوو کې تېر شي، خو بيا هم د خداى مهربانۍ ته په تمه وي او هيله يې وي چې بې له دې چې کار وکړي او زحمت وګالي بايد د څښتن د مهربانۍ له مخې جنت ته ولاړ شي. په نړۍ کې کوم بل داسې هدف هم شته چې بې کاره تر لاسه کېداى شي؟
حديث د همدې ډلې ټګو مسلمانانو ځانګړتيا ته اشاره کړې چې: عاجز او ناپوه هغه څوک دى چې خپل ځان د خپلو خواهشاتو تابع کړي او بيا د خداى په مهربانۍ پورې اميدونه وتړي.
د عاجز او ناپوه له دغه تعريفه داسې ښکاري، چې له موږ څخه ډېرى کسان يوازې پر اميد مسلمانان يا اميدوار مسلمانان يو، او ښايي سخت عاجزه واوسو، خو هسې مو ځان ته پام نه دى.