امتحان

د نقيب او ملا همدرد دا دنده ده چې د ځانمرګو بريدونو د پاره به ژڼي راغونډوي. نن ډېر وګرځېدل خو د نورو ورځو په پرتله يې کار چندانې خوندور نه و، څوک یې پيدا نه کړل. دواړه په دې سلا شو چې د دمې دپاره به د ملا همدرد کور ته ځي، د غرمې ډوډۍ چې وخوري بيا به دندې ته دوام ورکړي. نقيب په حجره کې د ډوډۍ په تمه ؤ چې په دې کې د ملا همدرد زوی لوټه او چيلمچي په لاس راننوت. په داسې حال کې چې د ملا همدرد زوی د نقيب لاسونو ته اوبه اچولې، نقيب ملا همدرد ته مخ ورکوږ کړ او ورته موسکی شو:   _ ملا! نن خو مو څوک پيدا نه کړ خو ګوری دا ستا ژڼی هم ورته ښه برابر دی! ملا همدرد د دې خبرې په اورېدو هک پک شو. رنګ يې وواهه او په مات مات غږ وويل: د خدای دپاره نقيب جانه، په دې امتحان کې مې مه اچوه . دوبۍ – ۱۳ جولای- ۲۰۰۸
يادونه: دا کيسه په يوه رښتينې پېښه ولاړه ده.