دسرپه سترګوهر افغان تاريخ تکرار وليدي
نه پوهـــــــــيږم زماني بيــــــا مو اغــــيار وليدي
وطن مومور چيغي وهي لاسونه ورکړي بچو
وګوري ليري راښــکاره بيا مــــو ښامار وليدي
افغاني چارواکودخپلو پنځوکالو په حاکميت کي داسي يو سياسي اقتصادي قدم وانه خيستي چه هغه دي زموږ دزوريدلي ملت ستونزي ورلږ اوزموږ خلګ دې د(٣٧ )پر مخ تللو سرمايداري مملکتونوپه موجوديت کي ددولسوميلياردوډالرو مصرف سره (معلومه نه ده چه څونه به دا مصرف واقعيت لري ) دې حتي تنها راغلي کډوال د وچي ډوډي او څښلو اوبو خاوندان ، زړي خيمي دې په نووتبديلي او دامنيت په فضا کي دي خپل ژوند مخ ته بوزي دا ولي ؟ ايا دا (٣٧ ) مملکتونه اوددونوډيروعصري سلاحو استعمال او ازمايشونه ولي زموږ دخلګو يوه ئي هم ور دوې نه کړي حتي دزرهاووکورنيو کوچنيان ، ښځي ، زاړه ا و ځوانان دبيګانوو دشومواهدافو قربانيان او دغريبي کورونه ئي په کنډوالو تبديل سول ولي په هم دي مدت کي بيا ډير حاکمه واکداران او جنګ سالاران دلا س تړلي ملت په شته منيو دلس هاوو او سل هاوو ميلنونو ډالرو خاوندان او په خپلو محلا تو کي ئي شخصي زندانو نه ددوهم ځل دپا ره افتطاح کړل او دبيګانوپه مرسته دملت هرڅه په لاس کي نيسي اود ځان کوي ئي او دا لاس تړلي ملت ئي صرف دتماشا توان لري اوبس ٠ مثلا ٠ يو تعداد دامريکا يي اوغربي نړي څخه راغلي واکدارانو اودافغان ملت دملي منافعوضد جنګ سالارانوددې غيور لاس تړلي ملت هغه تاريخي وياړ چه اضافه تر يوې نيمي پيړي ئي دنوروتاريخي سترووياړونوپرڅنګ دافغان غيورملت شمله جګه ساتلي وه هغه هم دشير پور هغه تاريخي دملي غروره ډکه سيمه وه چه دوطن پر استقلال مينو افغا ني ريښتينومجاهدينو په دغه تاريخي محل کي دزا ړه استعمار انګريزي واکدارانوته داسي دعبرت درس ورکړ چه دافغان غيور ملت تاريخ ئي نورهم ور ځلانده کړ ولي دانګليس په تاريخ کي يي دعبرت يوه نوي پاڼه واړول،ولي په دي تاريخي سيمه کي ، په ورستنيو وختونوکي بيا دملي دفاع دوزارت له خواه څخه خپلو افغاني بچيانوته دوطن پرستي ، ملي غرور اوشهامت روزنه ورکو ل کيده ،ولي دادوياړه او غروره ډکه سيمه په ډيره بي رحمانه او غير مسؤلانه ډول يو تعداد افغاني واکدارانواوجنګ سالارانوخپل تر منځ دملت او تاريخ په مقابل کي دنه احساس له مخي ديوه لوي جنګي غنيمت په څير تقسيم کړل او دې واکدارانو په خپل دي عمل سره افغان لا س تړلي ملت او جهانيانوته په ډاګه کړل چه موږ يو تعدادواکداران دخارجي قوا وپه شتون کي ددې توان اوطاقت لرو چه دملت هرڅه په لاس کي ونيسواوکه وغواړوددې ملت تاريخي وياړونه هم دشير پور دسيمي په څير دمنځه وړلاي سوو٠
چه ددوي دادملي منافعوضد عمل به نه ملت وبخښي او نه تاريخ او که هروخت دا لاس تړلي ملت خپل توان اوطاقت پيدا کړي داوياړ به دنورو تاريخي وياړونووڅنګ ته بيرته تر لا سه اوعا ملين به ئي دعدل او نصاف دمحکمي وميز ته راکش کړي ولي په اوسني وخت کي دې لاس تړلي ملت دخپل توان په اندازه ددې مصنوعي زورواکو ددې ستري جفا په مقابل کي صرف وکړاي سواي چه دونه عکس العمل ښکاره کړي چه د دې سيمي نوم چه شيرپورووددوي دچوراوچپاول وروسته دچورپورپه نامه ياده کړله ولي ددې چارواکودجملي څخه يوتعداددخجالت دکښلوپرځاي دراتلونکي دوري دجمهوري رياست خوبونه هم ويني .
که هر څونه زورور ياست دحساب ورځ موپه مخکي
داجبر دتاريخ دي دا مــــــلت به راپا څيږي
ايا ددغسي اکثريت واکدارانو تر رهبري لاندي چه دملت وشتمنيوته خوله وا زه نيولي چور اوچپاول ئي جوړ کړي اودبله طرفه دانا سالمه اقتصادي پاليسي چه دخلګو اقتصادي ستونځي نهايت ډيري کړي اوپه سل هاوزرو خلګو خپلي پخواني رسمي او غير رسمي وظيفي دلا سه ورکړي اودبله طرفه په مملکت کي د پټواو ښکاره ترورستي ګروپونوفعاليتونه چه ددباندي څخه سازمان دهي کيږي په وطن کي خپله لمن پراخوي ايا په نتيجه کي به ددې بيري امکانات رانه وړي چه دا سياسي بده امنيتي وضع دې کرا رکرار ځان دعراق وحالاتوته نيږدي کړي چه بيا به ئي دحالاتو کنترول دامريکا تر رهبري لاندي دجها ني ټولني دتوانه هم وتلي او بي ګناه افغانان به دبدي امنيتي وضع قرباني کيږي ځکه نو داسي يو سوال پيدا کيږي ٠ چه ايا دافغان ملت ددي لوي ستونځي دسياسي حل يوه لاره موجوده ده اوکه به ديوه اوږده تراجدي سريال په څير به دا ملت هره ورځ دخپلو تراجديودنوو صحنو سيل اوتماشا کوي اوبس ؟ دا هغه زموږ په ملت پوري تړلي اساسي سوال دې
چه بايد افغان سياسي ګوندونه ، سياسي مسلکي کار پوهان ، وطن پرسته روشنفکران او په مجموع کي افغان ملت ئي بايد دجواب په لټه کي سي چه دکومي ريښتيني سياسي لاري څخه کيدلايسي چه داسي يو سياسي حل رامنځ ته سي چه ټولي په جنګ کي داخلي ډلي ، سياسي ګوندونه ، بي طرفه سياسي شخصيتونه اوپه مجموع کي ټول روشنفکران دافغان ملت په پراخه غيږ کي سره يو ځاي اود خپل وطن دسمسور تيا اودفاع په لاره کي لاسونه سره يوکړي اوخپل تر منځ جنګونوته دپاي ټکي کيږدي چه دا به نه تنها دافغاني بچيانو دشهادت مخ نيوي سوي وي بلکه دخارجي عسکرووتلفاتو ته به هم دپاي ټکي ايښوول سوي وي اوهم به په منطقه کي نه تنها دتروريزم اومخدره موادومخه نيول سوي وي بلکه دبي امنيو ګواښونه به ئي هم دمنطقي څخه ليري کړي اود جهاني صلح دپاره به ئي هم يو ستر قدم اخستي وي چه بيابه نو دافغان ريښتيني ملي حاکميت دهر خارجي مملکت سره دملي منافعو په نظر کي نيولو سره دمتقابل احترام اړيکي او دوستي ساتي چه دا به نه تنها دافغانستان دخلګو دپاره ستر بري او کاميابي وي بلکه دامريکاګټي به هم ساتل سوي وي ٠
وروستي