
يوه خړه شانې لړه وه چې هر څه يې تور او تياره کړي وو. ماښام خپل ځای د شپو تيارو ته پريښودلی و خو د ستورو پر ځای تورې او خړې وريځې د اسمان پر مخ خورې وې . عجيبه غوندې چوپتيا وه . ونې وﻻړې وې خو پاڼو يې ګډا نه کوله ، په سيند کې اوبه روانې وې خو څپې يې نه وهلې . دمرغيو ځالې وې خو چغار يې نه و ، د غرونو څوکې تر اسمانه رسيدې خو د هسک سره يې سيالي نه کوله . په دې لړه کې د درد او زغم داسې زګيروي نغښتي وو چې پرته له اوريدو يې زړونه څيرل . ما له ورايه د سترګو په نظر د هر څه ننداره کوله او نا څاپه مې ستړي نظرونه د ګڼو ونو په مينځ کې په هغه ټپي غرڅنۍ ولګيدل ، چې په خپلو وينو کې لته پته پرته وه او په نهيلۍ يې د اسمان په لور سترګې غړولې .ددې انځور په ليدو مې يوه ژوره ساه وباسله . دا هغه شيبه وه چې د غرڅنۍ د وينو سره د انځورګر اوښکې يو ځای په بهيدو وې او ده دا هڅه کوله چې د خپلو اوښکو په رنګ ورته زګيروي انځور کړي او خپل نيمګړی تصوير پرې پوره کړي . 13/07/08