د عطامحمدنور  ناپاك دريځ  دافغانستان د تجزې په موخه

دحامد كرزي په اداره كې د شمالي ټلوالې لوى ټوپكوال ، غل ، قاتل او د بي ګناه انسانانو وژونكى ، د بلخ والي عطامحمد نورد تير په څير يو ځل بيا د افغانستان د لر او بر پښتنو پرضد هغه څرګندونې چې د پښتنود جدا كولو، او ډيورينډ د كرښې په اړه يې خپله ناپاكه ، او د شمالي ټلوالې پراهدافو ولاړ ه خبره ، په ډيره بې شرمۍ يو ځل بيا را تازه كړه .
د كرزي په اداره او حكومت كې لوى ټوپكوال د بلخ والي څه موده وړاندې په بلخ ولايت كې خلكو ته خپله ملي ضد مفكوره په ډاگه كړه .
( د ډيورينډ معما دې بايد پاى ته ورسيږي ) دا هغه خبر و ه چې ما په مسكو كې د هېواد د حالاتو نه د خبريدو په هېله د بى بى سي په پښتو ويپ پاڼه كې ولوسته ،كله مې چې خبر تر پايه پورې ولوسته نو خداى شته ډير زيات خپه شوم ، او او سوړ اوسيلى مې ويست ، تر څنګ مې ناست يو بل تن بهرني ملګرى راته وويل : ولې هلكه بيا لكه چې په افغانستان كې څه شوي؟
ما ورته وويل : نور څه وشي ، جگړه خو پرمونږ هر وخت تپل كيږي خو دا ځلې د كرزي د ادارې يو والي د بلخ ټوپكوال عطامحمد نور د لر اوبر افغانانو د تجزې او جدا كيدو شرمناكه خبره كړي .
په همدې هېله ډيرزر د خپلې خونۍ په لورې راغلم او ومې غوښته چې د شمالي ټلوالۍ د ټوپكوالو د څرګندونو پرخلاف خپل نظر په ډاگه كړم .
ښكاره خبره ده چې هر چاته خپل هېواد كشمير دى ، او هر چاته خپل هېواد تر نورو زيات ارزښت لري له هېواد سره مينه لكه د مور سره مينه ده .
ستر احمدشاه بابا په دې اړه څومره ښه وايي .
د ډهلي تخت هيرومه چې راياد كړم زما د ښكلي پښتونخوا د غرو سرونه .
زما د خبرو هدف دا دى چې د شمالي ټلوالۍ ټوپكوالو تل د افغانستان د خاورې ، خلګواو د افغانستان د تجزې خوبونه ليدلي او په دې لاره كې يې ددوې ډيرو شرميدلو مشرانواو ددوۍ په خوله قهرمانانو خپل سرونه خوړلي . او خپلو ناپاكو هېلو ته د رسيدو په موخه يې خپلې هېلې د تل لپاره تورو خاوره ته وړلي چې د افغانستان د لر او بر پښتنو د تجزې خبره ددوۍ د لوړو اهدافو څخه وو .
رښتيا هم چې دوۍ د افغانستان د سپيڅلۍ خاورې بچيان نه دي ، نو ځكه يې هر وخت خپلې مفكورې د افغانيت پرضدپه ډاګه كړي ، ددوۍ لوى بادار، د افغانستان د تجزې خوب تورو خاورو ته يوړ او داخوب يې هيڅكله هم پوره نشو چې لر او بر پښـتانه سره را جلا او په افغانستان كې پر افغانانو واكمني وكړي .
دادى د شمالي ټلوالې يو بل غل او ټوپكوال د بلخ والي عطامحمد نور هم په خپل نوبت د خپلو پرديو بادارانو د خوشحالي لپاره خپله شرمناكه نظر په ډاگه كړه ، او ويې ويل چې پښتانه بايد را جلاشي .
زه وايم چې عطا محمد نور د خپلو نورو بادرانو په څير په رښتيا هم افغان نه دى ، نوځكه يې داخبره وكړه ، هر هغه څوك چې ځان افغان بولي هيڅكله به هم دغسې شرمناكه خبره ونكړي چې ، ددې پر اساس د افغانستان او افغانانو ترمنځ د بيلتون پر موخه وي .
زما د پورتنۍ ( د افغانستان او افغانانو ترمنځ ) خبره معنې داچې اوس مهالې زمونږ نه راجلا افغانان د پرديو تر استعمار لاندې ژوند كوي ، هغوۍ هيڅكله هم ځان په اصطلاح پاكستانيان او پنجابيان نه بولي او تل په دې افتخار كوي چې مونږ افغانان و، افغانان يو او افغانان به اوسو ، او د لر او بر افغانانو د يو ځاى كيدو لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتو .
او س نو تاسې دا قضاوت وكړى چې د بلخ دوالي خبره په رښتيا هم د افغانانو د تجزې معنا نه وركوي ؟
د شمالې ټلوالې ټوپكسالاران خو هر وخت ځانونه پردي بولي او د افغان پاك نوم نه ځانونه جدا گڼي او دا خبره ځانته شرم گڼي چې دوۍ ته څوك افغان ووايي .
زه د شمالي ټلوالۍ ستر ټوپكوال عطامحمد نور ته وايم چې ستا دغه هېله به ستا د قهرمان د ارمانونو پر څير به تورو خاورو ته لاړشي، او په ژوندون كې به دې دغه ملي ضد مفكوره هيڅكله هم پوره نشي ،او په دې باورهم لرم چې تر مرګ وروسته به دې مړى پرهغو سيندونو لاهو شي چې ستا باداران ترې د خپل ژوند لپاره رڼا اخلي .
زه په اخر كې لومړى د حكومت له مشر حامد كرزي نه دا هېله لرم چې دغسې افغان ضد اشخاصو غلو او ټوپكوالو ملګرتوب ته د پاى ټكى كيږدي .
د ولس مشر كرزي د ادارې د لوى څارنوال هغه څرګندونې چې څه موده وړاندې ، د همدغه قاتل ، ظالم شخص پر وړاندې يې كړي ، دا په ډاگه كوي چې نوموړى شخص بايد محكمې ته د غلا، وژنو او داړه مارۍ په جرم را كش شي .
او كه كرزى ددغسې غلو ، ټوپكوالو او دافغانانو د ملي دښمانانو پر وړاندې چپه خوله پاتې كيږي نو بيا دې خداى (ج ) مونږ په هغه گناه نه نيسي چې كرزى ته مو خپله شرعي حقه رايه وركړي او خداى دې مونږ ته ددې گناه بښنه وكړي او د راتلونكي لپاره دې مونږ له دغسې يوې تيروتنۍ نه وساتي .
او كه مونږ واقعاٌ ښاغلي كرزي ته د هېواد د مشر په توگه رايه وركړي وي، نو بيا خو ددې حق لرو چې په ډاگه ووايو د افغانستان د تجزې او د پښتنو پرضد اشخاص دې له ادراې څخه وويستل شي ، او كه دا كار نا شونې دي، نو بيا خو د مرورو افغانانو هغه څرگندونۍ چې كله نا كله په مطبوعاتو كې ترسترگو كيږي ( د كرزى اداره دغلو او پښتون ضد اشخاصو نه ډكه ده ) سم او پرځايه ده .
زما د خبرې هدف دا دى چې نور بايد ددغسې اشخاصو د ناپاكو مفكورو پروړاندې زمونږ افغانان چپه خوله پاتې نشي او په ډاكه ددې خلګو پروړاندې خپل ملي دريځ په ډاگه كړى ، لكه چې د مغلو د واكمنۍ پرضدستر خوشحال بابا وايې :
د افغان په ننگ مې وتړله توره ننگيالې د زمانې خوشحال خټك يم .
او زه هم يو له هغو كسانو نه يم ،چې ددې ډول افغان ضداشخاصو پر وړاندې خپله وينه او سر په دغه لاره كې د خپل پاك هېواد د وياړ لپاره ور ډالۍ كړم ، او دا كار به هغه وخت شونې شي چې ددې ډول اشخاصو واكمنۍ ته د پاي ټكي كينښودل شي .
د خيبر لاره خو لار د تلو راتلو ده په كابل او پيښور كې افغان يو دي .