خپلې بې خوبۍ ميلمه کړم

 سرمې داسې په خپلوزنګانوکې راځوړندکړئ ؤتابه ويل چې څواونۍ يې خوب له سترګوالوتی دی  اوزړه مې دخيالونوپه سمندرکې په موجونوموجونوڅپې وهلې .خبرنه وم دخيال بيړۍ له ځانه سره په همدې سمندرکې دومره ليرې وړی وم چې دوتلولاره مې نه تر سترګوکيدله هڅه مې وکړه چې يوه ابادي مې تر سترګوشي خوبريالی نه شوم ، په همدې وخت کې يولوی توپان راغلواودسمندرله څپويې لوی لوی غرونه جوړکړل همدا بيړۍيې داسې ولړزوله لکه له شنه اسمانه چې پرې تندرونه راپريوزي  . دبيړۍ دلړزيدوسره سم په ځمکه راپريوتم ځان ته مې پام شوپه خړوخاوروکې ناست وم نه سمندرؤ،نه بيړۍ وه،نه توپان ؤ،يواځې يوه شيبه زمابې خوبۍ دخپلوخيالونوسره ميلمه کړی وم
دليکلوځاي خوست تلويزيون ١٣٨٧/٤/٢٥/ دسه شنبي ورځ