دمديترانې دټولنې دناستې پريکړې :

  په هغه ناسته کې چې تیره ورځ په پاریس کې ترسره شوه دمدیترانې ټولنه لاندې پریکړو ته سره ورسیده .
ستراتیژیکې هیلې :
• دغه ټولنه  چې ۴۳ هیوادونه یې غړیتوب لري خپل ترمنځ ګډ مشرکات لري ، د دیموکراسۍ ،سولې، انساني، کلتوري ،ټولنیز  تفاهم  لپاره په ګډه کار ، اوهڅه وشي چې منځنی ختیځ دویجاوړونکو وسلو څخه پاک وي
• شپږ سیمه ییزې پروژې :
دغه پریکړه دغړیو  هیوادونو ترمنځ په یوالی او ددغه شپږو  پروژو په عملي کولو ټینګار کوي.
دغه پروژې په لاندې ډول دي :
0- په مدیترانه کې دککړتیا سره مبارزه ، له دې دمخه په ازار کې اروپایې مرکه چیانو هم هیله ښودلې وه چې د۲۰۲۰ز پورې به دکړکړتیا پر وړاندې  دعملي پروژو په کار اچولو سره دککړتیا به ۸۰٪  مخه ونیسي دوی اټکل کړی وه چې په دغه پروژو به نږدې ۲ ملیارده یورو ولګول شي
1-   دسپینې بحیرې ددواړوغاړو په وچه اولمده کې دتجارت دودې لپاره دلارو او سړکونو جوړول .
2-   په مدیترانه کې   راټوکیدونکو طبعي خطرونو دمخنوي په موخه دمدني دفاع ځواکمن کول .
3- په مدیترانه کې دلمریزې انرژۍ درامنځ ته کولو لپاره پلان ګذاري .
4-    د ټولنې د لاپراختیا په موخه دلارو چارو لټول
5- دپرختیا په موخه  دوړو شرکتونو تقویه کول .
تنظیم :
ددغه ناستې ګډون کونکو پریکړه وکړه چې دغه ناسته به ددوه کالو په موده کې یو ځل غونډه کوي یوځل داروپایې ټولنې په چوکاټ کې او بل ځل به دغړیو هیوادونو څخه په یو کې دایریږي څو دمدیترانې ټولنې ګډه مشري چې له جنوب څخه به یې غړي هیوادونه ددوه کالونولپاره ټاکي هو دشمال له اړخه دمشرۍ په اړه څه نشته
دیادولو وړده چې دنوموړې ټولنې مشري اوسمهال دمصر اوفرانسې په غاړه ده .
دټولنې پانګه :
دغه ټولنه دمختلفو سرچنیو څخه تمویلیږي داروپایې ټولنې لخوا ورته ځانګړې بودجه ځانګړې کیږي همدارنګه غړی هیوادونه هم په ګډه نوموړې ټولنه دمالي اړخه حمایه کوي همدارنګه اروپایې بانک هم دګټې په موخه ځینۍ مهال پانګونه کوي