روهي صاحب له شاعره څه غواړي؟

هوكې! ګران او محترم ادب پوه ارواښاد روهي صاحب هم له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې، خو دده كړنې، ادبي هڅې، د علمي رڼا خپرول، د ګڼ شمېر علمي، څېړنيز، ژبني او تيوريكي اّثار به يې تل نوم ژوندى وساتي او د ادب د مينه والو په څېړنو او ادبي هڅو كې به تل د يوه ژوندي لارښود په توګه موجود وي او دده له ګټورو اثارو به برخمن كېږي او د روهي صاحب لارښوونې به په كار اچوي او هغه به ورته روغه ادبي لاره ښيي. ښه مې ياد دي، زه د ماسټرۍ د تېزس په ليكلو بوخت وم، يو سوال راته پيدا شو او هغه دا و، چې: موْخذونه د تېزس په ورقو كې لاندې څنګه وليكم؟ كوم شكل يې روغ دى كه هغه راته وښيي... ګران او مهربان ادب پوه په ډېره يوه مهربانه لهجه راته ويل: _ بچيه! ته د چا لپاره ليكنه كوې؟ ما ورته وويل: _ د نورو لوستونكيو او د ادب د مينه والو لپاره. محترم روهي صاحب راته وويل: _ داسې يې وليكه، چې لوستونكي پرې سم پوه شي او په اسانۍ سره بيا په موْخذو كې هم هغه ځاى پيدا كړاى شي او لوستونكي په عذاب نه شي، سرګردانه او ستړې ليكنه، ليكنه نه ده...! د ګران هېواد جګړو نور موږ سره تيت او پرك كړو، يو ورك او نااشنا ژوند مو په برخه شو، څوك يوې او څوك بلې خوا ته خواره واره شول او روهي صاحب هم مهاجر شو ان د مهاجرت په حال كې يې د اجل داعې ته لبيك ووايه، خو يو وخت خبر شوم، چې روهي صاحب هم په حق رسېدلى او ښايي په دې ورځو كې د روهي صاحب جسد وطن ته راوړي. دا هڅه كه د هر چا له خوا وي الله پاكج دې دنيا او اخرت برابر كړي. زموږ د ادب پوهانو ارمان زموږ ارمان دى، په دې جلاوالي كې مې له ډېرو ملګرو څخه دا اورېدلي دي، چې كاشكې داسې مشران خو وطن ته د دولت له خواپه ډېر ښه رسمي شكل او ډېر درنښت راوړل كېداى. د محترم ارواښاد روهي صاحب او نورو مشرانو ادب پوهانو په هكله كه هر څومره ليكنې وكړو، ځاى يې شته او پاى ته به ونه رسېږي. زه په خپل وار سره شكر باسم، چې د ګران استاذ جسد ګران وطن ته راوړل شو. الله پاك دې فردوس جنت نصيب كړي. (امين يا رب العلمين). دلته زما د خبرو پرځاى لازم بولم خپله د روهي صاحب خبرې د بېلګې په توګه تاسو ټولو لوستونكيو او د ادب مېنانو ته وړاندې كړم، كومې چې ارواښاد روهي صاحب شاعرانو ته د لارښوونې په توګه كړي او كوم د اړتيا وړ څيزونه يې له شاعر څخه غوښتي دي. ارواښاد روهي وايي: شاعر ته! شاعره! ماته يو داسې شعر جوړ كړه، چې د غمونو او دردونو په وخت كې يې له خپل ځان سره زمزمه كړم او خپلې اوښكې پټې ورسره وبهوم. شاعره! زه د خپلو زخمونو لپاره علاج او پټۍ نه غواړم، زما پرهارونه نور هم وچېړه، پرېږده چې له ډېر درده چيغې پورته كړم. شاعره! ته پوهېږې، چې يكنواخت او بې ذوقه ژوند له مرګ څخه هم بدتر دى، ماته داسې سندره ووايه، چې د غفلت او بې ذوقۍ له خوبه مې ويښ كړي. شاعره! ته له خپل قلم څخه د اسرافيل شپېلۍ جوړه كړه، چې مړه ذوقونه په نڅا راولي او د ژوند كاروان د بدبختۍ له هديرې نه سرراپورته كړي. شاعره! وايي چې ستا د قلم رنګ د شهيد له وينو څخه هم زيات مقدس دى، ته دې خپل قلم ته رنګ واچوه او ماته د ژوند شعار وليكه. شاعره! ماته د خپل شعر په نسخه كې ترياك مه ليكه، چې زما ذهن مسموم كړي، زه داسې شعر نه غواړم، چې زما د اعصابو د تخدير لپاره ليكل شوى وي. شاعره! نن سبا چې شرافت او شهامت، عشق او محبت صلابت ته تسليم شوى دى، ماته جراْت راكړه، چې د بتانو له بنده ګۍ څخه ځان وژغورم او د زبردستۍ پرځاى بشرپرستي خپل شعار وګرځوم. شاعره! ما مه پرېږده، چې د ژوند په كږو لارو روان شم او د بت پرستۍ او فرعونيت تر ارابو لاندې مې هډوكي ټوكر ټوكر شي. شاعره! ته د خپل شعر مرغلرې بېوزلو او غم ځپلو كسانو ته وړاندې كړه، پرېږده چې ژوند ځپلي خلك ستا د مرغلرو امېل غاړې ته واچوي او د خوشحالۍ او اطمينان څپې يې پر شونډو خپرې شي. شاعره! ته مه پرېږده، چې ستا د شعر نغمې د خيال په وزر سپرې شي او اّسمانونو ته والوزي. ته خپلې نغمې د ځمكې پرمخ د خلكو لپاره مهار كړه. شاعره! ته د ځمكې انسان يې، د اّسمان له پرښتو سره ځان مه مشغولوه. ددې پرځاى چې د اّسمان په لمن كې د خيال ګلان وكرې، ښه به دا وي چې له خپلې ځمكې څخه رښتينى ګلستان جوړ كړې! شاعره! زه پوهېږم، چې ته خپل درد په بې دردۍ نه بدلوې. ستا لپاره بې دردي لوى درد دى. راشه د خپل شعر په څپو كې د هر چا زړونو ته درد ورولېږه او همدردي پكې پيدا كړه. شاعره! هغه دى د اّسمان لمنې سرې شوې، بلبلانو په باغونو كې د نوي سهار ترانې وغږولې، غوټۍ له ډېرې خوشحالۍ نه د ګل په شان وغوړېدې، مګر ستا هوكې! لكه څنګه چې  غم ځپلى روح هماغسې ويده دى او خپلې نغمې نه شروع كوي. انسانان بېلابېل ډولونه لري، خو ارمان يې بيا بېل بېل او يو ډول نه دى. څوك د ځان لپاره ارمان كوي او څوك بيا د نورو لپاره. څوك د ځان د جوړېدو او مړېدو ارمان كوي او څوك بيا د نورو د مړېدو او جوړېدو ارمان په زړه كې لري. همداسې ارواښاد روهي هم بې ارمانه، نه دى. ...استاذ محمد صديق روهي د پښتو ادب او د پښتون ځوان كول د ذهني تورتمونو يو ژمن او خوږمن ډيوه وال و، چې يواځينى ارمان يې علمي رڼا خپرونه او د خپلو ځوانانو ځلونه وه... وايي چې: ... لس كاله وړاندې (1375_2_28) پر همدې نېټه په جرمني كې د پردېسۍ او جلاوطنۍ په ديار كې د خپلې ويرمنې كورنۍ او د پښتو، پښتونولۍ او علم و ادب د يو څو مينه والو د اوښلنو سترګو په بدرګه په امانت ډول له خپل پلرني ټاټوبي په زرو فرسنګونو لرې په دې وصيت او ارمان سپارل شوى و، چې كه حالات سم شول، نو د پلرنۍ خاورې غېږې ته مې ورسوئ... استاذ روهي صاحب يو وطن دوست او په خپله مورنۍ خاوره مېن انسان و. په وطن كې يې د علم ډيوه بله غوښته او په خپل مورني هېواد كې يې د تل لپاره د خواږه خوب خيال لاره. همدا لامل و، چې د وفات په وخت كې هم دده خپله خاوره هېره نه شوه او له پاك خداىج څخه يې غوښتل، چې: ... خدايه د خپلې خوږې خاورې غېږ مې نصيب كړې. چې همداسې وشول. پاك څښتن هم د خپل دغه ارمانژلي بنده د اروا د خوښنې ژمنه ورسره ومنله او كه تر لس كاله ځنډ وروسته هم وه، خو دده د اروا ماشوم يې دده د ټاټوبي په توده غېږه كې ويده كړ. د ارواښاد روهي صاحب جسد د 1385ل كال د ثور په 28 نېټه له جرمني څخه وطن ته راوړل شو او په پلرني كلي اسماعېل خېلو كې د هغوى د وړې باغچې په منځ كې خاورو ته وسپارل شو. حېرانونكې خو يې لا دا چې وايي: ... د ويناوالو لنډې شان وينا په ترڅ كې چې كوم هېښنده او ايمان بخښونكي حقيقت د غونډې ټول اورېدونكي او ګډونوال ګوته پر غاښ كړل، هغه دا و چې دوو تنو ډاكټرانو (ډاكټر محمد عثمان او ډاكټر ګل محمد دين) د خداى پر حاضر و ناظر ګڼلو ګواهي وركړه، چې د استاد روهي خاورين جسد د كيمياوي او بيولوژيكي تعاملاتو له منلو سره سره كاملاً روغ رمټ او سالم دى. دوى وويل: كه د وخت د تنګسې وېره نه واى، ټولو زايرينو ته مو په پوره ډاډ تابوت پرانستلاى شو... په پاى كې موږ د ادب مينه وال ټول د ارواښاد روهي صاحب لپاره له پاك خداىج څخه د فردوس جنت غوښتنه كوو، روح دې ښاد وي او د كورنۍ ټولو غړيو او د ادب مينه والو لپاره د زړه صبر كولو غوښتونكي يو او زه پخپله دغه لنډه ليكنه د نورو ليكنو په پيل كې د ګران استاذ روهي صاحب پاك روح ته ډالۍ كوم.