طارق الهاشمي

روان کال امریکايي سرتیري له خپلې ژمنې سره سم له عراقه ووتل خو یو شمېر ستونزې راوپنځولې او نورې یې همداسې  ګډوډې پرېښودې اوسمهال عراق دسني او شیعه ترمنځ په کشمکش کې دی هره ډله ځان لپاره امتیاز غواړي، خو دامریکا له برکته  دعراقي شیعه ګانو او ایران اور په اوبو کې بل شو او سنیان په لوی لاس څنډې ته ټیل وهل شول او لامل یې دا و، چې وضعیت نور هم کاواکه شي او اوبه خړې شي او دوی خپل کبان په  کې ونیول شي خپله د نوري المالکي ټاکنه ،چې په ټاکنو کې یې له ایاد علاوي یوه رایه کمه وه  ددې لوبې پیلامه وه .
دامریکايي سرتیرو وروستۍ جوپه لا کویټ ته نه وه رسیدلې ،چې لومړي وزیر نوري المالکي پر مرستیال ولسمشر تور ولګاوه ،چې نوموړی دشیعه ګانو پر ضد بریدونه تنظیموي  خپله طارق الهاشمي دا خبرې رد کړې دي نورالمالکي وايي دا یوه جنايي موضوع ده او محکمه به پریکړه کوي ، خو الهاشمي بیا وايي دا سیاسي لوبه ده او المالکي غواړي  ، چې خپل سیالان له ډګره وباسي او کټ مټ دصدام حسین رول تر سره کړي . خبره دومره له ګواښه ډکه ده ،چې دامریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن  لومړی له نوري المالکي ، جلال طالباني ، مسعود البارزاني سره تیلفوني خبرې وکړې ،چې په ټیلفون ونشوه نن یې پریکړه وکړه ،چې دستونزې دحل په موخه عراق ته سفر وکړي .
نیواک ( استعمار ) ، چې کله په کوم هېواد کې ماته وخوري بیا هلته داسې ستونزې راپنځوي ،چې له هغو خلکو خپل کسات واخلي ، چې ددوی پر وړاندې یې مبارزه کړې وه انګریزان له افغانستان ووتل خو دهمدې هېواد نیم بدن يې نورو ته ورحواله کړ تر ننه پورې پښتانه ناارامه دي ، روسان ووتل خو خپل تالي څټي یې پرېښودل ، چې دا ملت نن هم په ټس کې سوځي د امریکایانو په اړه وړاندوینه  وخت ته اړتیا لري وګورو ،چې دوی څه ګلان کري .
راځې په لاندې کرښو کې دمرستیال ولسمشر طارق الهاشمي ژوند لیک وګورو ،چې دېوې نااعلان شوې جګړې قرباني شوې دی همدا اوس په عراق کې شیعه او سني په دوو برخو وویشل شوې دي خو دې ستونزې نور هم سره ګرم کړل .
طارق الهاشمي
طارق الهاشمي  عراقی  سیاستوال دی اوسمهال  دعراق دولسمشر مرستیال دی ، مخکې له دې ، چې د ایاد علاوي سره یو ځای شي په عراق کې دالحزب الاسلامي  مشر دا د اخوان المسلمین یوه څانګه ګڼلې شي کله ،چې دا حزب او نورو  مذهبي تاوتریخوالي ته لاس  واچوه  نوموړي حزب پرېښود او القایمه  العراقیة الوطنیة ته ولاړ  .
طارق  احمد بکر الهاشمي په په 1942 ز کې دپلازمینې بغداد په دار السلام سیمه کې زیږیدلی دی ، نیکه یې په  عثماني خلافت کې پوځي منصبدار و  طارق خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې  په خپل کلي بشپړې کړې دي  په 1959 ز کې حربي پوهنځي ته ولاړ  له فراغت  وروسته  1962 ز کې دعراق په ملي اردو کې پر دنده وګومارل شو ، په 1971 ز کې یې په نظامي او اداري چارو کې ماستري تر لاسه  کړه طارق الهاشمي  په نظامي اکاډمۍ کې د استاد په توګه دنده پیل کړه نوموړي دخپل عمر په 33 کلنۍ کې پوځ پرېښود او کویټ ته ولاړ او هلته یې  شخصي کاروبار پیل کړ کله ، چې دصدام حسین پر کویټ یرغل وکړ نوموړې دنورو ډیرو عراقیانو په څیر اړ شو ، چې کویت پریږدي . دیادونې ده ،چې طارق الهاشمي په 1988 ز کې په انګلستان کې د بلیموت پوهنتون کې د دوکتوراه لپاره  ثبت نام کړې و ، خو پر 1991 ز کې پر عراق دبرید په پایله کې دنوموړي  تحصیلي بورس لغوه شو او ددوکتوراه لړۍ یې همداسې نیمګړې پاتې شوه . الهاشمي په 1991 ز کې بیرته عراق ته راوګرځیداو همدلته  له خپلې کورنۍ سره  پاتې شو نوموړي  دعراق ستونزمن کلونه  همدلته له  خپلو خلکو سره تېر کړل  همدا لامل دی ،چې دخپلو خلکو په زړونو کې  ځای لري . دصدام حسین  له حکومت له ړنګیدو وروسته  طارق الهاشمي سیاسي ډګر ته  ورغی  او ډير ژر د واک لوړو پوړیو ته ورسید ،
سیاسیت او طارق الهاشمي :
طارق الهاشمي په 1975 ز کې  الحزب الاسلامي العراقي ته  لار ومونده او په 2004 ز کې  دحزب دګنګرې په عمومي غونډه کې دګوند دمشر په توګه  وټاکل شو  د 2005 ز په  پارلماني ټاکنو کې دبغداد له حوزې  څخه  بریالی شواو دپرلمان غړی شو په 2006ز کې دایاد علاوي جبهې ،چې قایمة العراقیة مشهوره ده د مرستیال ولسمشر څوکۍ ته کاندیدکړ . نوموړي  او نور سیاستوال پردې وتوانیدل ،چې پراخه سیاسي ایتلاف جوړ کړي  او د 2010 ز کې یې د کتلة العراقیة  په نوم ایتلاف  رامنځته کړ  له کومې ورځ ، چې طارق الهاشمي د مرستیال ولسمشر په توګه دنده تر لاسه کړې ده  نامعلومه وسلوالود 2006 ز داپریل پر 13  یې  ورور محمودالهاشمي ترور کړ  له دی  پېښې لا دوه اونۍ تیرې نه وې ،چې  خور یې  میسون الهاشمي د اپریل پر 27 مه ترور شوه  . دهمدې کال په جولای کې نامعلومه وسلوالو دده بل ورور عامر الهاشمي په خپل کور کې نامعلومه وسلوال  له منځه یوړ  نوموړی وايي دا کټ مټ هغه  تګلار ده ،چې دعراقي پیلوټانو ، استاداتو ، اتومپوهانو او  نورو کدرونو دله منځه وړلو لپاره کارول کیږي  په دې برخه کې شنونکي ډیره پړه پر ایران او اسراییلو ور اچوي .
اوسمهال  مرستیال ولسمشر طارق الهاشمي  په کردستان کې د ولسمشر جلال طالباني په میلمستون کې دېره دی او بغداد ته ځکه نشي راتللې ، چې لومړي وزیر نوري المالکي یې دنیولو امر کړې دی  دالهاشمي دفتر او کور دواړه محاصره دي . کردان به تر خپلې وس هڅه وکړي ،چې دا ستونزه دمنځګړتوب له لارې حل کاندي داسې راپورونه هم شته  ،چې طارق الهاشمي به  په ترکیه کې سیاسي پناه واخلي .