
محمد يونس برهان الله جل جلاله د ځمكې پر مخ د انسانانو د پيدا كولو موخه د هغه پېژندنه او عبادت ګڼلي. په دې توګه د انسان ماموريت (mission) د همدغې موخې ترسره كول دي. انساني عقل كه خپلې مخې ته پرېښودل شي چې د خپل دغه ماموريت د سرته رسولو لاره ځان ته څرګنده كړي، ښايي هر څوك پر بېلې لارې ولاړ شي او د ضد او نقيض كارونو له لارې انسانان د خپل عقل د برداشت له مخې د عبادت او د خداى د پېژندنې اټكل وكړي. خو د څښتن يو رحمت دا وو چې انسان يې تش د خپل عقل قضاوت ته پرېنښود او هغه يې په مناسبه توګه د خپلې دندې په سرته رسولو كې سرګردانه نه كړ. د انسان او څښتن تر منځ د پيغام د وړلو راوړلو لپاره تر ټولو معتبره سرچينه وحى رامنځته شوه چې خداى د خپلو هغو استازو په وسيله چې خپله د انسانانو له منځه او نوعې څخه غوره شوي خلكو ته ورسوله. د خداى د استازي په راتګ سره، موږ د خپل ماموريت د سرته رسولو لارې چارې په دوه ډوله زده كولى شو: لومړى د پيغمبر (ص) ژوند د هغسې اوسېدلو يوه بېلګه ده چې انسان پرې ګمارل شوى او بل هغه شفاهي وحى چې هغه يې موږ ته د خداى له لورې وايي. يانې د اسلام د پېژندنې او په مطلوبه توګه د ژوند كولو لپاره، يا په بل عبارت، د اسلام د احكامو د اخيستنې لپاره دوه سرچينې لرو: پيغمبر (ص) او د هغه خبرې يا وحى. حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له خبرو ورهاخوا، د خداى د استازي په توګه ټول ژوند او كړه وړه يې د مسلمانانو لپاره بېلګه وو. هغه معصوم (له تېروتنې او خطايي څخه ژغورلى) وو. نو د پيغمبر (ص) كړنې د هغه له خبرو او قرآني وحى وروسته د اسلام د اصولو د پېژندنې او د احكامو د اخيستنې لپاره دويمه تر ټولو لوړه سرچينه ده. هر مسلمان ته پكار ده چې د خپل دين د لومړۍ سرچينې، قرآن، نه سربېره د دويمې لوړې سرچينې په اړه هم هومره معلومات ولري چې د خپل دين لږترلږه بنسټيزه پېژندنه خو پرې وكړي. د پيغمبر (ص) د ژوند پېژندنه يوازې د يو تاريخي شخصيت په توګه نه چې يو تكړه قومندان، ځيرك بلونكى، هوښيار سياستوال او واكمن وو، بلكې د داسې يوې مرجع په توګه چې د ژوند هره برخه يې ټول امت ته تګلارې جوړوونكي او قانون جوړوونكي وي. د پيغمبر (ص) د ژوند مطالعه د مسلمانانو لخوا بايد له هغې مطالعې سره فرق ولري چې نور يې كوي. موږ مستشرقين پېژنو چې په ټوليزه توګه اسلام او په ځانګړې توګه اسلامي تاريخ او د پيغمبر (ص) د ژوند ژورې او تحقيقي مطالعې كوي، خو هغوى يې له دې ليدلورې ګوري چې اسلامي ټولنه ښه وپېژني او د بې لاري كولو لپاره يې مناسب پلانونه جوړ كړي، او يا يې انتقادي څېړنه كوي چې كه كوم د نيمګړتيا ټكي پكې راوباسي. سياستپوهان بيا د پيغمبر (ص) د ژوند د سياسي اړخ ارزونه كوي او غواړي هغه تكتيكونه زده كړي په كوم ډول چې پيغمبر (ص) وكولاى شول په ۲۳ كلونو كې د يوې نا اشنا بلنې لپاره هومره ډېر او ټينګ پلويان پيدا كړل چې سارى يې نه وو، او څوارلس پېړۍ وروسته لا يې هم لارويان په ډېرېدو دي. د نظامي چارو كارپوهان بيا په خپلو تاريخي څېړنو كې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ژوند كې پر هغو تكتيكونو تم كېږي چې څه ډول يې د خپلې ډلې څو چنده لويو پوځونو ته بدې ماتې وركړې دي. ټولنپوهان او ارواپوهان بيا د پيغمبر (ص) هغه چلند څېړي چې څه ډول يې له خلكو سره د ښه چلند له لارې د ټولنې په منځ كې ځاى مونده او يو ځل به چې څوك ورسره ملګري شول د سرښندنې تر كچې ورسره ولاړ وو. هغوى د پيغمبر (ص) ټولنيز چلند او اخلاقو ته هېښ دي. د قانون او پلان جوړونې په برخه كې چې كله په تاريخ كې لوى شخصيتونه مطالعه كېږي، د دغۀ ډګر د پوهانو او مينه والو لپاره هم د پيغمبر (ص) په ژوند كې حيرانوونكي حقايق شته دي. همداسې د طب، د اقتصاد او د انسان د ژوند د بل هر مهم اړخ په څېړنه كې چې كله د هغې برخې پوهان تاريخي شاليد ګوري، د پيغمبر (ص) ژوند ته په رارسېدو سره هك پك پاتې شي. دا په هره برخه كې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم اعجاز ګڼلى شو. خو د اسلام د يو لاروي په توګه زموږ مطالعه د پيغمبر (ص) د ژوند نه سوچه تاريخپوهنه ده، نه كومه مسلكي ارزونه او نه بله يو اړخيزه كتنه. سمه ده چې د دغو ټولو برخو مطالعه بايد وشي، خو پيغمبر (ص) بايد لومړى هر اړخيز شخصيت وګڼو چې په هره برخه كې يې د نړۍ لپاره تر ټولو غوره بېلګه راوړي چې بايد ورسره سم تګ وكړو. د مسلمان لپاره د پيغمبر (ص) د سيرت مطالعه تر ټولو مخكې د خپلې عقيدې او دين د زده كړي لپاره او په دې موخه ده چې د ژوند كولو قانون او تګلاره ورڅخه زده كړو. په نړۍ كې د هر انسان په ويناوو، سپارښتنو او كړنو كې هم ځينې ناوړه او نه منلو شيان شته او هم د منلو، خو يوازېنى شخص حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دى چې هېڅ خبره او كړنه يې د ردولو نه ده او د ژوند ټولې برخې يې د مسلمانانو لپاره لازمي لارښوونې، تر ټولو غوره بېلګې او د لارې مشالونه دي. نو، د هر مسلمان لپاره ددې پوښتنې ځواب چې ''څرنګه ژوند وكړو؟'' د پيغمبر (ص) په سيرت كې دى. خو كه موږ د هغه د ژوند په اړه معلومات ونه لرو، څه ډول به اسلامي ژوند وكړو؟