د ملي کرښې ١٩ ګڼه
ليکنه : صلاح احمد
دلويديز داستخباراتو له وسه پورنه وه ،چې په تور بازار کې داتومي راکړې ورکړې په اړه دپاکستاني اتومپوه عبدالقدير خان له ښکېلتيا پرده پورته کړي ځکه ، خو په انګلستان کې مهمه ورځپاڼه ټايمز کاږي : نور نو دا وخت رارسيدلى دى ، چې لويديز له خپل نرم دريځ څخه لاس واخلي او خپله دفاعي تګلاره بدله کاندي .
دشلمې پيړۍ په پاى او ديويشتمې هغې په پيل کې يوازې بن لادن له ګواښه ډک شخصيت نه و ، بلکې يو بل پياوړى او ځواکمن سيال هم لري دا عبدالقدير خان دى ،چې له نوم وړاندې يې دپاکستان داتومي پروګرام پلار / پاکستاني اتومپوه لقب اخستل کيږي .
دټايمز ورځپاڼې دسرليکنې له مخې دعبدالقدير خان لپاره ددې دوو لقبونو په پرتله دا به ډيره وړ او پرځاى غوراوى وي ،چې د( غل ) نوم ورته وکارول شي پردې سربېره قدير خان ( جنايي ډله هم رامنځته کړې ده ،چې دهغو موادو او پرزو پلور ته يې هم مخه کړه ،چې داتومي وسلو په جوړونه کې ترې کار اخستل کيږي .
دعبدالقدير خان مهم کاروباريان ايران ، شمالي کوريا او پخوانى ډګرمن معمر القذافي وو دا کاروباريان او نور هغه ،چې تر اوسه له سوريې پرته پټ او ناڅرګند دي هڅه کوي ،چې هغه پرمختللې اتومي وسلې تر لاسه کړي ،چې وکولاى شي خپلې له کاره لويدلې ايډيالوژۍ پرې وژغوري او دنورو دځپنې او ګواښنې خبره خو بله ستونزه ده .
کله ، چې خان دشلمې پيړۍ په اتيايمو او نويمو کلونو کې دخپلې سوداګرۍ کړۍ پراخوله هغه مهال نړيوال اتومي اژانس ، نړيوالې موسسې ، لويديز حکومتونه او استخبارات پردې نه پوهيدل ،چې خان صيب کومه لوبه پيل کړې ده . هماغه و ، چې د 2004 ز په فبرورۍ کې يې خپله وويل : ما پر يو شمير هېوادو اتومي رازونه او ټيکنالوژي پلورلې ده . له دې څرګندونو وروسته دپاکستان داتومي پروګرام له رياسته ګوښه او په خپل کور کې نظر بند شو ، چې وروسته بيا په 2009 ز کې دا پړاو هم پاى ته ورسيد .
دخان لخوا رامنځته شوې شبکه هغه مهال رسوا شوه ،چې ډګرمن معمر القذافي له خپلو دې هيلو او موخو پرده پورته کړه ،چې زه داتومي بم دجوړولو په هڅه کې يم . د2003 ز په اکتوبر کې يوه المانۍ کښتۍ ونيول شوه له پلټنې وروسته څرګنده شوه ،چې په کې پاخه شوي يورانيم بار دي او ډګرمن معمر القذافي ته ليږدول کيدل کله ،چې القذافي دخپل اتومي پروګرام په اړه معلومات ورکړل لويديز استخباراتو ته يې وويل : تاسې کښتۍ پريږدى زه به درته ټوله کېسه وکړم له هماغې ورځې راوروسته ټولې لارې دخان او ملګرو پر لور ورماتې شوې .
هماغه مهال دا جوته شوه ،چې معمر القذافي داتومي وسلو جوړولو پر مهال دلويديز لخوا نه نه هڅيده او نه يې ورسره ملاتړ کاوه ،چې دخپل اتومي پروګرام په اړه يې خبر ورکړ ، بلکې لويديز څارګر دېته نږدې شوي وو ، چې دده پټ او خوندي اتومي پروګرام رسوا کړي . دبيلګې په توګه امريکايي استخبارات توانيدلي و ،چې په ( دار البيضاء ) کې دخان او ليبيايي چارواکو ترمنځ دپټې ناستې خبرې واوري . امريکايي چارواکو دا خبرې بيا معمر القذافي ته د لاسوند په توګه وړاندې کړې ،چې القذافي بيا ترې انکار نشو کولاى او له هر څه يې پرده پورته کړه دهغه داعتراف له برکته دخان لوبه او شبکه دواړه رسوا شول .
اوس ،چې دلويديز او پاکستان ترمنځ اړيکې ترينګلې دي دا ډول يو پيچلى وضعيت به دلويديز امنيت څومره ګواښي په اړه يې وړاندوينه ناشونې ده ، خو پاکستان ، چې څه موده وړاندې په کې بن لادن وموندل شو د اتومي وسلو د خپراوي دمخنيوي تړون هم اسلام اباد تر پښو لاندې کړ او خان ته اوس هم ډيرى پاکستانيان د ملي اتل په سترګه ګوري نوموړي هغه ټيکنالوژي ،چې داتوم بم په جوړونه کې کارول کيږي دغلا له لارې تر لاسه کړ ېده نه د علم له لارې اوس ټولو ته څرګنده شوه ،چې له خان سره د ټيکنالوژۍ په غلا کې دپاکستان څارګرې ادارې ښه پريمانه مرسته کړې ده .
بله داندېښنې خبره داده ،چې د اتومي ټيکنالوژۍ دصادرولو په اړه قانون او تګلاره دومره کره نه ده او نه نړيوال اتومي اژانس دومره پياوړى دى ،چې هر څه په سمه توګه وڅاري ښه بيلګه يې دايران اتومي پروګرام ، په نتز کې ديورانيومو دپخونې بټۍ ، په اراک کې د غليظو اوبو توليد ديى که چيرې ايراني اپوزيسيون دنړيوالو پام ورته نه و را اړولى نو نړيوال اتومي اژانس به ترې څنګه خبر شوى واى .
اوس لويديزته په کار ده ،چې په دې اړه خپله تګلار له سره وارزوي ځکه ډيپلوماسي هر وخت دومره اغيزناکه نه راخيژي .