کيم جونګ ايل

حماد
نن د 2011 ز کال د ډسمبر مياشتې په 19 مه نېټه، د شمالي کوريا ولسمشر کيم جونګ ايل د مرګ  خبر خپور شو او ويل شوي، چې دوه ورځې مخکې د شنبې په ورځ د کار په وخت کې د زړه د سکتې له امله ومړ.
د خبر له خپريدو سره سم په ټول هېواد کې بيړنۍ حالت رامنځته شو او پوځ ته په ټول هېواد کې د تيارسئ امر شوی. اوس يوه کميټه په دې لګيا ده، چې د ده زوی کيم جونګ يون، د ده د ځايناستي په توګه وټاکي. د پاملرنې وړ ده، چې په خپله کيم جونګ ايل هم تر خپل پلار کيم ايل سونګ وروسته په دغه څوکۍ ناست دی.د ديکتاتورو جمهوري رژيمونو يوه ناوړه ځانګړتيا دا ده، چې د شاهي حکومتونو  په  څېر واک زامنو ته انتقاليږي.
د نړۍ د ځينو هېوادنو تاريخ دا موږ ته په ګوته کوي، چې په يوه هېواد کې د ديکتاتوري حکومت شتون تر هغه بهتره دی، چې په دغه هېواد کې هېڅ وجود ونلري او يا هلته انارشي حاکمه وي. په عراق کې به د صدام حسين موجوديت به دومره بد حالت نه وي رامنځته کړی، لکه د امريکايانو او انګريزانو تر يرغل وروسته، چې په دغه هېواد کې (په اصطلاح د دموکراسي په نوم حکومت کې) انارشي رامنځته شوه. که څه هم پرون د رسنيو لخوا هغه انځورونه ښودل کيدل، چې د امريکا وروستي پوځيان له عراق نه کويټ ته د وتلو په حال کې و، خو له نږدې نهه کاله وروسته د دغه جګړې په پايله کې تر اوسه  600زره عراقيان  وژل شوي او څلور ميليونه نوره مهاجرت ته اړ شوي. په ليبيا کې هم د قذافي تر نسکوريدو وروسته اوس دغه هېواد له ډېرو ننګونو سره مخ دی؛ لويې ستونزې په دغه هېواد کې اوس  د ځينو په وينا د وسلو خوريدل او د نرخونو لوړيدل دي او د دې ويره شته، چې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه پيل شي.
د يوه هېواد د واکمنو په هکله خبرې کول، د هېواد له نوم سره هم تړلي وي. د ځينو په اند د ليبا ترنوم زيات د قذافي نوم انګازې خورې کړې وې. د کوريا له نوم  سره هم  د دې چارواکو د نومونو پرته، ځينې نور تړاونه هم شته (شمالي او سويلي). دکوريا هم  د افغانستان په څېر يو ملت يې په دوه برخو ويشل شوی. که څه هم د اقتصاد او د پرمختګ له مخې دواړه هېوادنو هېڅ د پرتلې وړ نه دي؛ بيا هم  کوريا په دې نه ده توانيدلې، چې د نړيوالو زبرځواکونو د سياست  په مقابل کې مقاومت وکړي او دبيلتون کرښه ورانه کړي. يوازنی  ملت چې تر اوسه يې د تيرو نړيوالو جګړو سره سره  ځان د يووالي  پړاو ته ورسولو هغه جرمنان وو.
په دې وروستيو کې د شمالي کوريا او سويلي کوريا تر منځ  ډغرې هم زياتې شوي وې، امريکا به د سويلي کوريا له پوځ سره په سمندر کې ډېر ګډ مانورونه هم کول، چې د شمالي کوريا له غبرګون سره مخامخ کيدل. امريکا به تل پر شمالي کوريا باندې د اټومي وسلې د جوړولو تورنه لګول او ګوتڅنډنې به يې هم کولې. په سيمه کې يې لوی ستراتيژيک همکار هېواد سويلي کوريا وه. دا فشارونو  ورځ تر بلې زياتيدل خو شمالي کوريا هم په پټه خپلو وسلو ته  پراختيا ورکوله. امريکا په پای کې اعلان وکړ، چې پر شمالي کوريا به  بنديزونه ولګوي. شمالي کوريا په ځواب کې وويل، چې پر دوی باندې به  د بنديزونو لګول د جنګ اعلان وي. دا داسې وخت و، چې کوريا دا په ډاګه کړه، چې د دوی توغندي د دې جوګه دي، چې د امريکا سواحلي سيمې تر بريد ﻻندې راولي. تر دغه اعلان وروسته نوره امريکا په کراره شوه او د عوامو په خبره خوله يې جينګه کړه. له دې سره سره امريکا تل موکه له ﻻسه نه ورکوي او که  وکولی شي، چې په دغه هېواد کې حکومت  راوپورځوي صرفه  نه کوي.
په شمالي کوريا کې د نوي ځايناستي ټاکل او په دغه هېواد کې پېښو انکشاف به موږ ته مسايل نوره هم  روښانه کړي، خو د متوفی په هکله د مالوماتو وړاندې کول به هم ګټور وي.
 
کيم جونګ ايل
د کوريا دخلکو موکراتيک جمهوريت مشر کيم جونګ ايل ، د شوروي سرچينو د مالوماتو له مخې، د 1941 ز کال د فبروري په 16مه په پخواني شوروي اتحاد کې د روسيې په ختيځ کې د ((خباروفسک)) سيمې په ((وياتسکوې)) کلي کې زېږيدلی دی او دوی د Yuri Irsenovich Kim په نوم ياد کړی.
خو په خپله د کوريا هېواد د ده د زېږيدنې نېټه بيا د 1942 ز کال د فبروري 16مه په کوريا کې د چوشن Chōsen وﻻيت ښيي. د کوريايي سرچينو په وينا دی، د کوريا تر ټولو لوړو  غرونو ((پېکتسوان)) په سيمه کې، چېرته چې د پارټيزانو پټ پنډغالی و زېږيدلی.
کيم جونګ ايل داسې مهال نړۍ ته سترګې وغړولې، چې دوهمه نړيواله جګړه روانه وه. د روسي او چينياني سرچينو د مالوماتو له مخې، ده په ياد کلي کې د ماشومتوب دوره تيره کړې. د خبارفسک په دغه سيمه کې د سره پوځ د 88 مې توپچي فرقې مشرتوب د ده پلار کوله، چې بيا وروسته د شمالي کوريا جمهور رييس شو.
د دوهمې نړيوالې جګړې تر پای وروسته،په 1945ز کال کې دی کوريا ته بيول کيږي، پلار يې ﻻ څو مياشتې د مخه هېواد ته  ستون شوی و.

\"\"
د کوريا په خپل منځي جګړه کې ، چې په کال 1950ز کې پيل شوه او نږدې درې کاله يې دوام وکړ، کيم جونګ ايل  چين ته وليږل شو. د شمالي او سويلي کوريا دغه جګړه کې، په حقيقت کې د زبرځواکونو امريکا، پخواني شوروي او چين تر منځ د سړې جګړې يوه پايله وه، چې زور ازموينه په کې کيده. د ځينو رېپوټونو له مخې، په چين کې د خپلو پاتې کيدو په موده کې نوموړي ډېرې زده کړې تر ﻻسه کړه، که څه هم د شمالي کوريا سرچينې بيا دا بل ډول بيانوي او وايي، چې د شمالي کوريا په پلازمېنه کې يې په هغه ښوونځي کې زده کړې تر سره کړې، چې د ګوندي کارکوونکو د ماشومانو لپاره جوړ شوی و.
  کيم جونګ ايل په 1964ز کال کې، د سياسي اقتصاد په برخه کې د پلازمېنې ((پيونګ يانګ)) د کيم ايل سونګ  له پوهنتون نه فارغ شو.
 
کاريير يا د ژوند د پرمختګ پړاونه :

\"\"
په کال 1961ز کې ((د کوريا د کار ګوند)) غړيتوب يې تر ﻻسه کړ او درې کاله وروسته يې په مرکزي کميټه کې په کار پيل وکړ؛ په 1973ز کال کې د ګوند منشي ټاکل کيږي او يو کال وروسته د سياسي بيرو غړيتوب هم تر ﻻسه کوي.په کال 1991ز کې يې د پوځ  قوماندان وټاکل شو او د هېواد ټولو کورنۍ چارې د پلار لخوا ده ته سپارل کيږي.
د پلار ((دوهم کيم ايل سونګ)) تر مرګ وروسته،چې د شمالي کوريا بنسټ اېښودونکی و،  په 1994ز کې کيم جونګ ايل د جمهور رييس په توګه ټاکل کيږي.
 \"\"
شخصي ژوند:
کيم ايل جونګ يوه ميرمن او درې معشوقې درلودې. د ده دوهمه معشوقه ((کوينګ هی)) تر مرګه (2004ز) کال پورې د لومړۍ ميرمنې حيثيت په دغه هېواد کې درلود.
کيم ايل جونګ به د سفر لپاره له ريل ګاډو کار اخيست، ځکه له الوتنې يې ويره درلوده. همدا راز يې د فلمونو  له کتلو خوند اخيست او د شلو زرو فلمونو کلکسيون يې درلود. د ده د خوښې ډېر فلمونه د جيمز بانډ فلمونه وو.
د کوريا اقتصاد او پر هېواد يې اغيز:
د شمالي کوريا اقتصاد هغه مهال  مخ په ځوړ روانيږي، کله چې پخوانی شوروي اتحاد له منځه ځي، ځکه دا د دوی تر ټولو لوی تجارتي پارټنر و او له بلې خوا يې په دې وخت کې له چين سره يې هم اړيکې ترينګلي شوي وې.
وروسته په دغه هېواد کې سختو سيلابونو او بيا وچکاليو دغه هېواد نور هم وځپلو او طبيعي ده، چې اقتصادي کمزورتيا د هېواد په سياسي او امنيتي حالت هم خپل اغيز شيندي.
په 2002 ز کال کې کيم جونګ ايل دې ته اړ شو، چې د چين د مشر دينګ شياو پنګ په څېر په خپل هېواد کې هم اقتصادي بدلونونه رامنځته کړي خو د اقتصاد په پرتله هم په دغه هېواد کې پوځي پرمختيا ته ډېر پاملرنه وه.
دا و يو څه مالومات، چې له قدرمنو لوستونکو سره شريک شول. اوس  د دغه هېواد برخليک ډېر روښانه نه دی او ډېر پوښتنې ته ځواب ويل په کار دي:
که چېرې د کيم جون ايل  زوی واک ته ورسيږي، له ځانه به څه ډول وړتيا وښيي؟
امريکا، سويلي کوريا او ځينې نور هېوادنو به له رامنځته شوي حالته څه ډول ګټه پورته کوي؟
په خپله د کوريا خلک له دغه رژيم  نه څه غواړي او د نړۍ د نورو هېوادنو نه  کوم د پاڅون الهام ورته شوی کنه ؟
او ډېرې نورې پوښتنې ……؟؟؟
 
ماخذونه:
_ د انټرنېټ راز راز پاڼې.
_  ويکيپېديا په څو ژبو.