پاکستان د هند او افغانستان نږدې اړيکې نه شي زغملای

  د کلونو مخکې خبره ده. د پېښور څخه په خپرېدونکې ورځپاڼهوحدت کې مې د یو پاکستاني لیکوال مولانا یوسف قریشي یوه ژباړل شوې لیکنه لوستله. پهلیکنه کې د هندوستان او افغانستان د اړیکو په هکله د پاکستاني چارواکو د غبرګون اونظر په هکله ډېر مهم مطلب پروت ؤ. ټوله کیسه به درته وکړممولانا یوسفقریشي دا لیکنه د برهان الدین رباني د پاچاهۍ په مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د وجې په اړه کړې وهنوموړي لیکلي ؤ چې کابل ته تللی ؤاو د وخت واکمن برهان الدین سره د خبرو په مهال ورته رباني وویل چې دی پخپله او دهغه د دفاع وزیر احمد شاه مسعود دې ته تیار دي چې د پاکستان سره ښې اړیکې ولري. اوپه دې اړه چې پاکستان څه غواړي نو دوی یې ورسره مني. مولانا قریشي وایي رباني ورڅخههیله وکړه چې د پاکستان لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو ته د ده دا پیغامورسويمولانا قریشي وایي چې کله له کابله پاکستان ته راستون شوم نو پهاسلام اباد کې مې د لومړۍ وزېرې بې نظیر بوټو د ملاقات دپاره وخت وغوښته او ومې ویلچې د رباني مهم پیغام ورته لرم. خو راته وویل شول چې بې نظیر بوټو درسره نشي کتلیاو که څه پیغام وي نو د وخت د کورنیو چارو وزیر نصیرالله بابر ته یېووایهمولانا قریشي زیاتوي چې نصیرالله بابر سره یې وکتل او د رباني اومسعود هیلې ورته وړاندې کړې چې غواړي د پاکستان سره ښې اړیکې ولري. مولانا وایي چېد دې خبرې په اورېدو نصیرالله بابر رباني ته ډېرې بدې کنځاوې وکړې او ویې ویل چېرباني لا اوس هم د هندوستان سره سفارتي اړیکې لريدا خبره به مې هر وخت پهمغزو کې ګرځېدله چې هغه پاکستان چې د افغانستان او هندوستان تر منځ سفارتي اړیکې نهشي زغملای، کله دا زغملای شي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ دې د سفارتي اړیکوبرڅېره پوځي، صحي، تعلیمي، اقتصادي، ...، او بالاخره ستراتیژیکې اړیکې شتون ولري