اسلام په روسيه كې

ژباړن : ميرويس عمرخيل لومړى برخه . اسلام په روسيه له ۱۴۰۰ كلونو پخوا لرغونتوب لرى ، د پاولژيه په سيمه كې ( د ولگا د سيند په څنډو كې ) اسلام شاووخوا  سل كاله پخوا د مسيحى ارتدوكس ترڅنګ د يو رسمى مذهب په توگه شتون درلود، اوس مهالى اسلام له ارتدوكس څخه وروسته په روسيه كې د دويم رسمى مذهب په توگه شمارل كيږى . اوس مهالې د كارپوهانو له ارزونې وروسته په روسيه كې د ۱۵ او ۲۴ ميليونو په منځ كې مسلمانان ژوند كوى . په ۲۰۰۲ كال كې د عمومى سرشميرنى نه وروسته د اسلام مبارك دين پيروان ۵،۱۴ ميليونو تنو ته رسيږى ، چې په دې كې ( ۵،۵۵۸ ) زره تنه  تاتاريان ، (۸،۱،۶۷۳ ) باشقريان . ( ۱،۳۶۱،۰ ) چيچنيان (۱،۷۵۷ ) آوريان . (۱،۶۵۵ ) قزاقان .( ۵،۶۲۱ ) ازربايجانيان . ( ۵۲۰،۱ ) كاباردينيان .( ۲،۵۱۰ ) دارگينيان. (۵،۴۲۲ ) كوميكيان . ( ۸،۴۱۱ ) اينگوشيتيان لزگين او نورې قبيلى دى ، چې په ټوليز ډول ۱،۴۹۱،۱۲  زره تنه پرته له هغو قبيلو څخه چې پورته ذكر شوى نه دى . دا په داسې حال كې ده چې د روسي د مفتيانو د شورى پر وينا په هېواد كې له۳۸ قومونو څخه  ۲۳ ميليونه مسلمانان شتون لرى . هغه سيمې چې اسلام په دوديز  ډول پكى مروج دى د پريولژيى مركزى او جنوب سيمې ، شمالى قفقاز او سيبر شامل دى ، له دې پرته مسلمانان په مسكو ،           سن پطرزبورك او په نورو لويوښارونو كې شتون لرى . د  اروپايى روسي په  برخه كې د مسلمانانو د دينى ادارى د رپوټ له مخې د مسكو په ولايت كې له ۳ ميليونو څخه زيات مسلمانان او يواځى په مسكو ښار كې له  يونيم ميليونوڅخه تر دو ميليونو  زيات مسلمانان ژوند كوى . دروسي ډيرى مسلمانان سنى مذهبه ( حنفى او شافعى ) دى ، د پريولژيه قفقاز او  سيبر په سيمو كې اكثريت مسلمانان د حنفى مذهب پيروان دى ،له ازربايجان پرته چې شافعى دى ، د حنبلى او مالكى برخى پيروان هم شتون لرى . د جعفرى شيعه گانو ډيره برخه ازربايجانيان جوړوى چې شمير يى تر دووميليونو تنو ته رسيږى، له دې پرته په قفقاز كې هم د صوفيه طريقى يو شمير پيروان هم شتون لرى . د روسي د مسلمانانو دينى اداره چې په روسيه كې د مسلمه امت د رهبرى او دنده په غاړه لرى د لومړى ځل لپاره په ۱۸ مه پيړى كې د دويم كاترين د امپراطورۍ پر مهال جوړه شوه . په ۱۷۸۸ م كال د سپټمبر په ۲۲ نيټه د كاترين عالى حكم د  اوفا ښار محمدى قوانينو په نوم حكم صادر كړى و، د ډسمبر په ۴ مه نيټه ۱۷۸۹ م كال كې د دينى ټولنى د پرانستلو چارى ترسره شوه . د تيرو لسو كلونو پر مهال په روسيه كې د اسلامى مقدساتو د جوړونې چارى په ښه توگه پرمخ وړل شوى وى ، چې په ۲۰۰۱ كال كې ۴ زره جوماتونه جوړ شوى دى  چې اوس مهالې په فعاله توگه شتون لرى ، يواځى په مسكو كې ۶ جوماتونه دى چې په نږدى راتلونكى كې ټاكل شوى ده چې ۱۱ نور جوماتونه هم جوړ شي . له روسي څخه بيت الله شريف زيارت ته د تلونكي مسلمانانو شميره ورځ په ورځ زياتيږى ، درى كاله مخكى شپږ زره تنه ، دوه كال مخكى ۱۰ زره تنه او يو كال مخكى د ۱۳ زروتنو په شاووخوا بيت الله شريف ته د زيارت لپاره ورغلى دى . د مسلمانانو لپاره د ځانګړو پلورنځايوننو ، هوټلونو ، د ښځو لپاره د ځانگړو مراسمو د ځايونو ، د ځانگړو دينى مراسمو د ترسره كولو ځايونو ، د ښوونيزو موسساتو او مدرسو ، خپرونې او چاپځايونو شتون ، او د مسلمانانو لپاره د حقوقى ځايونو شتون په چټكى سره د پرمختك په حال كې دى . د هر يو جومات د مالى چارو لپاره درى تنه  ټاكل كيږى او د جوماتونو خطيبان د مفتيانو د دينى ادارى لخوا ترسره كيږى ، چې په دينى چارو كې د ټولو خبرو ځوابويونكى دي . په همدې توگه د روسي د مفتيانو شورى هم شتون لرى چې په ۱۹۹۶ م كال د جون په مياشت كې جوړه شوى ده ، چې په روسيه كې د دينى چارو د څارلو دنده ترسره كوى . د روسي په خاوره كې د ۴۰ په شاوو خوا د مسلمانانو دينى ادارى شتون لرى چې د اروپاى روسي په برخه كې ترټولو با نفوذه څانگه شميرل كيږى . د اروپايى روسى د مسلمانانو دينى اداره د فبرورى په ۲۳ مه كال ۱۹۹۴ م كې د روسى په عدليى وزارت كې د (( د روسي د مركزى اروپا د مسلمانانو د ادارى)) په نوم ثبت او راجستر شوى دى .نور بيا