
پر امريكا د سپټمبر له پيښې او بريدونو وروسته كله چې د امريكا او شمالي اتلانتيك تړون پوځيانو پر افغانستان بريد وكړ او په پايله كې طالب حكومت رانسكور شو او افغانستان د امريكايانو او د هغوې د متحدينو تر ولكې لاندى راغى . د طالب حكومت تر راپرځيدو وروسته بيا هم په سيمه كې جګړه پاى ته ونه رسيده ، او د تير په څير د بهرنيو پوځيانو پر خلاف جګړه نوره هم توده شوه ، د افغانستان تاريخى ، جغرافيايى او ستراتيژيك موقيعت ته په كتنې سره په دغه سيمه كې د بهرنيو سرتيرو شتون ته ښايى ډير افغانان د يرغلگرو په سترگو وگورى . د روسي واكمنۍ پر مهال هم ډيرو افغانانو له هغوې سره كركه درلود او لامل يى هم همدا و چې افغانان د تاريخ په اوږدو كې تل په خپل هېواد كې د بهرنيو سرتيرو شتون نه شى زغملاى . دا چې اوس مهال افغانستان د امريكانو د نفوذ تر واك لاندى دى ، ډير ځلى د تير په څير تيروتنې ترسره كيږى ، په جګړه كې د جګړه مارو او بى گناه خلكو تر منځ هيڅ توپير نه كيږى او تل د امريكايى پوځيانو د بريدونو له امله بى گناه افغانان شهيدان شوى . افغان حكومت تر اوسه په دې نه دى توانيدلى چې د امريكايى او بهرنيو خپل سرو ټوپكمارو په لاس د بى گناه افغانانو د مرگ ژوبلى مخنيوى وكړى ، افغان حكومت تر هرې پيښې وروسته صرف همدومره كوى چې د هغوې كورنيو ته له امريكايى پوځى بودجى څخه پيسى وركوى او او يا هم د سارى په ويلو سره د بى گناه افغانانو وينى همداسې بى ځايه لاړې شى او بس . يواځى ننگرهار نه دى چې تل پكى بى گناه خلك د امريكايى او بهرنيو سرتيرو په بريدونو كې وژل كيږى ، قندهار ، هلمند ، ارزگان ، غزنى ، زابل ، فراه ، كنړ او نورستان هم له دې ستر جنايتونو څخه وروسته پاتى نه دى . د افغان حكومت د مخالفينو او القاعدو په ځانمركو بريدونو كې هم تل بى گناه افغانان خپل ژوند د لاسه وركوى ، هيڅ يوه ډله د نورو عام وگړو ژوند ته ارزښت نه وركوى . د نړيوالو منابعو له قوله يواځى په همدغه كال كې د زرو تنو په شاووخوا كې ملكى او بى گناه خلكو ته مرگ ژوبله اوښتى ، او په نور په په زرگونه خلك د امريكايى وحشى بمباريو له امله دخپلو كورنو پريښودو ته اړ شوى . ډيرى افغانان داسې اټكل كوى چې ښايى ددغسې تيروتنو او وحشى بمباريو له امله د امريكايانو او بهرنيو سرتيرو په وړاندى كركه او نفرت ورځ په ورځ مخ په ډيريدودى او ښايى چې د ددوې د مخالفينو كړۍ غښتلى شي . د ډير افغان وگړو پروينا كه چيرته امريكايان او بهرنى سرتيرى د تير په څير دغسى كړنو او بمباريو ته دوام وركړى نو ممكن په راتلونكي كې له سترو ننگونو سره مخامخ شي . د فرانسى څخه خپريدونكى ورځپاڼى لوموند هم د امريكايى پوځيانو تيروتنو ته گوته نيسى او ليكى چې امريكايى سرتيرى د بريد پرمهال له دقت څخه كار نه اخلى . واشكنټن پوسټ ورځپاڼه بيا د امريكايى او بهرنيو سرتيرو په وړاندى د مخ په ډيريدونكو بريدونو په اړه انديښنه خودلى او ليكى چې د تيرو كلونو په پرتله يواځى په شرقى ولايتونو كې په سلو كې ۴۰ % د مخالفينو په بريدونو كې زياتوالى راغلى. واشنكټن پوسټ ليكى چې په غربى سيمو د مى او جون په مياشتو كې د بهرنيو سرتيرو مرگ ژوبله له عراق څخه څو ځلى لوړه ده . د ډيرو افغان شنونكو په وينا كه چيرته امريكايى او بهرنى سرتيرى همداسې د بى گناه خلكو وژنو ته دوام وركړى نو اټكل كيږى چې ددوې پر وړاندې د يوې نوى جګړې د پيل شيبى هم رالنډولى شو، چې دا به د طالب جنگياليو سره توپير ولرى او په دقيقه توگه د افغان وگړو پر مټ ولاړه جګړه به وي . د ننگرهار د ولايتى شورا د غړى مولوى عبدالعزيز پروينا امريكايان او بهرنى سرتيرى تل په قصدى توگه دغسې كړنې ترسره كوى ، او ښايى چې افغانان ملى پاڅون ته اړ شى .