
صدام حسين او اتومي وسله
پ : راځئ ،چې لږ تېر ته وروګرځو کله ،چې په 1982 ز کې د اوزيراک بټۍ تر بريد لاندې راغله د عراق اتومي پروګرام هغه مهال پرمختللی و؟
ځ : دعراق پروګرام له لابرتوارونو څخه جوړ و ، خودا ويره وه ،چې دا به نور هم پرمختللې شي او دبلوتونيوم به رامنځته کړي . عراق به يې پرمختللی کړي او بلوتونيوم به تر لاسه کړي دا هر څه په راتلونکي کې د ډار لامله و. زما له نظره د بټيو ويشتنې صدام حسين اړ کړ ، چې د ځمکې لاندې پيړې بټۍ جوړې کړي ، چې خپل اتومي پروګرام بېرته پیل کړي او دا هغه څه دي ، چې زه يې تل د ايران په اړه وايم . داوزيراک بټۍ ويشتل و ، چې صدام حسين اړ کړ کنه هغه پخوا داتومي وسلو د ترلاسه کولو هوډ نه درلود ،وروسته يې په بيليونو ډالر ځانګړې کړل ،چې د اتوم دغه پروګرام پرمختللې کړي موږ ته ايله په 1991 ز کې ددې کار پته ولګيده دعراق له لومړنۍ جګړې وروسته که دغه جګړه نه وای صدام حسين به خپل پروګرام پای ته نږدې کړې وای . همدا لامل دی ،چې دامنيت اندېښنه ، دانډول ساتنې او يا د پرمختيا په اړه سيمه ييزه سيالي ددې مخه دزور له لارې ناشونې ده . اوس ددې وخت رارسيدلې دی ،چې موږ تلپاتې سولې ته ورسيږو ، يوازې دخبرو لار او بس ، موږ بايد يو څرګندحل راوباسو ، چې دتکرار مخه ونيسو . داسې بايد ونه شي لکه په اروپا کې ،چې د ( فرساي ) نامتوازنه تړون دويمې نړيوالې جګړې ته مخه پرانېسته . له وخت څخه ګټه اخېستنه بل شی دی ، که موږ وغواړو ،چې په رښتيني مانا سوله رامنځته کړو موږ بايد دمساوات ، نياو او سيالۍ اصل په پام کې ونيسو .
پ : تاسې له معمر القذافي سره ليده کاته کړي ؟
ځ : هو .
پ : دغه ليده څرنګه و ، داتومي پروګرام په اړه يې څه ويل ؟
ځ : په زړپورې کتنه وه ، قذافي راته وويل ، چې په 1986 ز کې زموږ هېواد وويشتل شو له هماغه مهاله موږ پريکړه وکړه ،چې دځان ساتنې په موخه دغه پروګرام پیل کړو ما ورته وويل : دغه اتومي پروګرام خو به ليبيا ته نورې ستونزې راوپنځوي طرابلس ته په کار دي ،چې په نړيواله ټولنه کې شامل شي او ځان خوندي کړي . اتومي وسلې خوداچاره نه شی تر سره کولای . تاسې بايد دنړيوالې ټولنې له کورنۍ سره ورته چلند وکړﺉ يوه برخه يې شئ .
پ : په کوم ځای کې دې وليده ؟
ځ : په طرابلس کې يوه نظامي قول اردو وه .
پ : قذافي چا قانع کړ ، چې له اتومي پروګرام لاس واخلي ؟
ځ : زه نه يم خبر ، خو د ليبیا او فرانسې ، برتانیې تر منځ خبرې اترې کيدې ،چې نهه مياشتې اوږدې هم شوې او په دغه اعلان پای ته ورسیدې او ددغو هېوادونو څومختلفو ارګانونو په کې ونډه اخېستې وه پردې سربېره امريکايانو هم په کې ګډون کړې و ، خوزه په دې باور يم ،چې ليبيا به خپله پريکړه کړې وې ،چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای شي .
پ : ايا له صدام حسين سره دې ليده کاته شوې ؟
ځ : نه مې دې ورسره کتلي ، کېدای شي دابه هم يوه ستونزه وه زموږ چلند له طه یاسين رمضان سره وه صدام حسين له دغې پروسې بهر و . خو بيايې هم پريکړې کولې دغه دولت په پوره توګه هغه انحصار کړې و له ده پرته د پريکړې کول ناشونې بريښيدل . له ډېرو عراقي ملګرو مې وغوښتل ،چې موږ له صدام سره مخامخ کړي ، چې متبادل باور رامنځته کړو او دناارامۍ کچه راټيټه شي .
پ : دا کله ؟
ځ : د 2002 ز په پای او يا د 2003 ز په پيل کې د 2003 ز په اپريل کې پريکړه وشوه ،چې له صدام حسين سره وګورو ، خو له ټاکلې نېټې يوه اونۍ وړاندې جګړې هر څه په اوبو لاهو کړ ل .
پ : له طه ياسين رمضان سره خبرې اترې څنګه ترسره کېدلې ؟
ځ : فکر کوم ، چې په پای کې مو له هغه سره ډېرې ښې مسلکې اړيکې رامنځته کړې وې . په لومړي سر کې دهغه چلند ډېر زيږ و ، پر موږ يې تور لګاوه ، چې موږ عراق ته ددې لپاره راغلي يو ،چې پر اور نور تيل هم وشيندو ،تاسې ... تاسې ... په يوه ليدنه کې مې ورسره سپينه خبره وکړه ورته مې وويل : موږ دلته ددې لپاره راغلي يو ، چې تاسې له جګړې او ستونزې وژغورو ، ددې لپاره ، چې موږ دغه دنده تر سره کړو تاسې بايد له موږ سره مرسته وکړﺉ دا وکړﺉ دا وکړﺉ . له دغو سپينو خبرو وروسته مې له هغه سره اړيکې دوستانه شوې زما له عراقي مسوولينو سره اړيکې لومړی د څارونکي په دوهم ګام کې د نصيحت کونکي په بڼه وې ما به ورته ويل تاسې بايد دا وکړﺉ ، چې ځان له غميزې وژغورﺉ ، خو له بده مرغه متحده ايالاتو پر جګړې لاس پورې کړ وروسته ،چې کوم معلومات رابرسېره شول جوته شوه ،چې دا تېروتنه وه ، موږ په عراق کې داسې څه ونه موندل ، چې د دوی دې خپل اتومي پروګرام بيا له سره پيل کړې وي ما په امنيت شورا کې له جګړې 13 ورځې وړاندې داخبرې کړې وې .
شوني وه ، چې دااړيکې ډېرې رڼې وای ، خو ايا صدام حسين له هيڅ شی نه ډاريده ، چې له ده سره خو اتومي وسلې نشته ، اياغوښتل ،چې وضعيت همداسې پيچلې وښيي ، چې ځان وژغوري ؟ فکر کوم دا يوه خبره ده . خو پيچلتیا ورته کومه ګټه ونه رسوله اوجګړه پيل شوه . کوم شی ، چې په خپل ژوند کې ډېر وځورولم ما په خپلو سترګو يو ميلون عراقيان وليدل ، چې دداسې يو نظام د تېروتنو قرباني شول ، چې دوی يې په چلند کې دبدلون په اړه هيڅ نه شو کولای .
پ : په شمالي کوريا کې مو له کوم لوړ رتبه چارواکي سره ليدلې ؟
ځ : په شمالي کوريا کې مې له دويم سړی سره ليده کاته شوې ، دپارلمان رئيس کیم یونګ نام ، خو د بيونګیانګ وضعيت ډېر توپير لري . هغوی سيمه ييزې هیلې نه لري دا ډېربيوزله هېواد دی ، ډېرې ستونزې لري نږدې په سلو کې 50 يا 70 ماشومان له خوراک ځواکۍ سره مخ دي دوی يوازې د اتومي ورقې پر سر خبرې اترې کولای شي اوغواړي ، چې له دې ډېره ګټه پورته کړي . شمالي کوريا غواړي ، چې خپل نظام وساتي او هر ګواښ لرې کړي په دې مانا ، چې دوی د امنيتي ژمنې او اقتصادي مرستې غواړي. موږ ، چې له هرې ستونزې سره چلند کوو له بلې هغې سره په اقتصادي ، سياسي او ستراتيژيک اړخ کې توپير لري . دنړيوالې اتومي انرژۍ په اژانس کې زما دنده دوه اړخه لري مسلکې او ډيپلوماتيک خو دمسلکي اړخ اغیز زيات دی په دې مانا موږ ،چې په اژانس کې هره خبره کوو کیدای شي سولې یا جګړې ته لار پرانيزي ، ځکه خو سړی ډېره هڅه کوي ، چې د قاضي په توګه یې حکمونه په مجردو حقيقتونو ولاړ وي . د وړ او ناوړ دجلا کولو لپاره بايد له هرې وسيلې کار واخېستل شي نړۍ ته بايد پیچلې مسلکي معلومات په ساده او روانه ژبه وړاندې شي . که زه سبا ته بیړنۍ خطر وګورم زه باید دخطر زنګ وګړنکوم ، خو که کله زه وګورم ،چې د څارنې او ډيپلوماسۍ له لارې دستونزې حل شونی دی بيا نو همدا لار وړ او غوره لار ده . زه په خپله دنده له مختلفو مشرانو سره ګورم ، له پاپ نه نيولې د امريکا د ولسمشر جورج بوش ، دهسپانيې د لومړي وزير خوسيه لويس او نور ..... زما رول يوازې سپارښتنه وه او پريکړه بيا ددوی په لاس کې وه . له عربو سره هم دغه چلند کيده .
پ : ايا د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره مو کاته شوې ؟
ځ : تر اوسه نه ، زه په راتلونکي کې ايران ته د سفر نيت لرم ، کيدای شي هلته له مسوولينو سره وګورم ، دلته نو مسلکي او ډيپلوماتيکې برخې سره يو ځای کېږي زه نشم کولای ، چې دواړه سره بيلې کړم .
له شارون سره ليدنه
پ : د اسرائيلو له پخواني لومړي وزير ارييل شارون سره ستاسې ليدنه څنګه وه ؟
ځ : درې کاله پخوا زه اسرائيلو ته تللې وم ، د صدارت په دفتر کې مې ورسره کاته وشول ، هغه مهال ډېری عربان نه پوهيدل ، چې زه ولې هلته ورغلی وم ، زه نړيوالې انرژۍ دغړو هېوادو په سپارښتنه ورغلې وم ، چې اسرائيل دې ته رامات کړم ، چې خپل اتومي لابرتوارونه او بټۍ دڅارونکو پر مخ پرانيزي ، نړيوال مامور نړيوال صلاحيت لري او ده ته په کار ده ، چې په هره مسله کې بيطرفه وي او زه خپله دنده په ډېرې خوښې تر سره کوم زه په دې باور يم هغه څه ، چې د نړۍ په ګټه دي هغه دهر هېواد په ګټه هم دي . ليدنه زړه پورې وه ، سپينې خبرې مې ورسره وکړې ، هغه مهال مې شارون ته وويل : اسرائيل بايد خپلو تګلارو ته بدلون ورکړي که دوی همداسې دعربي هېوادو پر وړاندې داتومي وسلې منطق کاروي دوی بايد په دغه اړه له سره فکر وکړي ، د سپټمبر له يولسمې راوروسته اوس دا احتمال يو څه زيات شوې ،چې يو شمېر سخت دريځه ډلو به د اتومي وسلو موندنې ته لاس رسيدلې وي ، دامې ورته څرګنده کړه ،چې اتومي وسلو دګواښ وخت تېر شوې . اوس بايد تاسې له عربي هېوادونوسره سیده خبرې وکړﺉ ، او سيمه باید نوره دويجاړونې خوا ته ولاړه نه شي ، سخت دريځه ډلې نور څه غواړي ؟
پ : ايا هغوي له تاسې سره دايران داتومي پروګرام په اړه وغږيدل ؟
ځ : هغه دايران داتومي پروګرام په اړه له ماسره خپلې اندېښنې شريکې کړې ، ما ورته وويل دغه موضوع بايد د ديپلوماتيکو لارو څخه حل شي . زه پوهېږم ، چې دشارون په اړه عربي نړۍ څه فکر کوي ،خو هغه مهال يې زما له انده له خبرو داسې جوته شوه ، چې نوموړې په راتلونکي کې د حل لارې چارې لټوي . هغه اوس پوهېږي ،چې داسرائيلو امنيتي تګلار بیا کتنې ته اړتیا لري . د سپټمبر له يولسمې او د ايران داتومي پروګرام له رابرسېره کيدو وروسته هر څه بدل شوي . هغه د لومړي ځل لپاره زما له ورتګ وروسته دا ومنله ، چې زه چمتو يم ، چې له اتومي وسلو څخه د پاک منځني ختيځ په اړه خبرې وکړم . زه فکر کوم ، چې دا ښه ليدنه وه .
سوريه او شمالي کوريا
پ : اسرائيلو په سوريه ځينې ځايونه په دې پلمه وويشتل ، چې دا له شمالي کوريا سره تړاو لري ايا دسوري د اتومي پروګرام په اړه کوم معلومات شته ؟
ځ : له موږ سره دسوريې داتومي پروګرام په اړه کوم معلومات نشته ، زه د دغه ډول يو پرمختګ په ا ړه هېښ شوم ، که هلته داتومي وسلو په اړه څه ځانګړې نښې وې اسرائيلو او امريکايانو ته په کار وه ، چې لومړې يې موږ خبر کړای وای ، چې دپلټنې لپاره ورغلي وای . داسمه نه ده ، چې د مسلې دحل لپاره اول ګوزار وکړو بيا پوښتنې رامنځته کړو ،هر دولت ، چې دبل دولت په اړه څه اتومي معلومات تر لاسه کوي هغوی بايداژانس خبر کړي . تر اوسه موږ دسوريې د اتومي پروګرام په اړه هیڅ ډول معلومات په لاس نه دي راغلي کله مې ، چې د سوريې له ورورڼو سره خبرې وکړې هغوی راته وويل ، چې دوی نظامي قشله په نښه کړې وه ما ورڅخه وغوښتل ، چې اژانس ته اجازه ورکړي ، چې دغه قشله له نږدې وګوري او دا ثابته کړي ، چې دا قشله وه نه اتومي بټۍ .
پ : سوريان وايي : چې دا نظامي قشله وه ؟
ځ : هو ،هغوی وایي : دا نظامي قشله وه ، کوم ځای ،چې په نښه شوې دا که نظامي قشله وي زما له مسلک سره کوم تړاو نه لري ، خو د سوريې چارواکو موږ ته اجازه رانه کړه ،چې له دغه ځايه ليدل وکړو .
پ : دوی دا يې ټوله ړنګه کړې ده ؟
ځ : زموږ دمعلوماتو له مخې هغه ځای اوس سپين ميدان دی ، که همداسې وي هم موږ داسې تخنيکي وسيلې لرو ،چې دا څرګندولای شي ، چې په دغه ځای کې اتومي بټۍ يا لابرتوار نه و ، له سپوږمګيو څخه داخېستل شوو عکسونو له مخې د اژانس کارپوهان وايي ، چې په نښه شوې ودانۍ اتومي بټۍ نه شي کېدای له همدې ځايه زه داسرائيلو لخوا ترسره شوې بريد ښه پيل نه بولم .
پ : تاسې له اسرائيلو دمعلوماتو او اسنادو پوښتنه ونه کړه ؟
ځ : ولې ومو پوښتل ، خو هيڅ معلومات يې زموږ په واک کې رانه کړل او داکار نورو څارګرو ادارو هم ونه کړ ، زه له دغه موضوع سره له دې زوايې چلندکوم ،چې دا نظامي قشله وه نه اتومي لابرتوار يا بټۍ . زه اوس هم په دې هيله يم ، چې په سوريه کې ورورڼه به موږ ته اجازه راکړي ،چې له دغه ځايه ليدنه وکړو او دا ثابته کړو ،چې دانظامي قشله وه .
پر ځان باور
پ : کله به تقاعد شي ؟
ځ : دوه کاله راته پاتې دي ، ددغو دوو کلونو په ترڅ کې دا هيله لرم ، چې دايران اتومي پروګرام ته دسولې لار ومومم او په عربي نړۍ کې د عامه ذهنيت ته داخبره ورسوم ، چې دسولې د پروسې لپاره امنيت اړين ګام دی . موږ په عربي نړۍ کې يوازې دا خبرې کوو ، چې دځمکې په بدل کې سوله . موږ هيڅ په دې اړه نه غږيږو ،چې دسلو کلو دبې باورۍ ، ډار اوجګړې وروسته به په سيمه کې دامنيت حالت څنګه وي ؟ دلته بايد پردې ټينګار وشي ، چې سيمه دپراخوويجاړونکووسلو څخه پاکه شي او دنورو دوديزو وسلو کچه راټېټه شي موږ په ميلياردو ډالر د وسلو پر رانيولو مصرفوو . موږ بايد دمتبادل باور لپاره زمينه برابره کړو . په دې وروستیو کې مې ولوستل ،چې دمنځني ختيځ هېوادونه د ايران دګواښونود مخنیوې په موخه د 50 بليونو ډالرو وسله رانيولې ده . نن ورځ عربي نړۍ د حکومت سالم سيسټم ، پوهې ، علمي څيړنې او تخنيک ، د عربو وړتیا زياتونې او دا حق ورکول ،چې په سوله ، درناوې ، ازادۍ کې ژوند وکړي موږ بايد هر څه له انسان څخه پيل کړو او پر انسان يې پای ته ورسوو . که چېرې عربي انسان له ډاډ او سولې څخه برخمن شي ټوله سيمه به په سوله کې ژوند وکړي او يو له بل سره به روغه وکړي ، اوس دا وخت رارسېدلې ، چې له هغې مرحلې تېر شو له کومې غربي نړۍ تېره شوې ده . او دا د نهضت پړاو دی ، چې په سالم او عاقل فکر کې رالنډيدای شي .
پ : نورې څه هيلې لرﺉ ؟
ځ : کله مې ،چې دغه پاتې موده پای ته ورسېږي ما به په دغه دنده کې 12 کاله تېر کړي وي دا دنده له ناارامۍ او فشار څخه ډکه ده . کله ، چې زه وګورم ،چې اژانس مخ پر وده هېوادونو د سرطان ددرملنې په موخه د شعاعي درملنې سامان الات ورکولای شي او اتومي هېوادونه دکرنې لپاره د ژورو اوبو په تر لاسه کولو کې مرسته کوي دغه مهال دا احساس کوم ، چې زه ددغو خلکو لپاره تر خپلې وسې پورې د ازاد او عزتمند ژوند زمينه برابرولای شم .
له تقاعد وروسته غواړم ، چې په ليکچر ورکولو او عام سياست کې بوخت شم په ځانګړې توګه په خپله سیمه کې موږ دې ته ډېره اړتیا لرو ،چې نوې خوځښت پيل کړو ، موږ له نړيوالو سره اوږه په اوږه نه ځو زموږ لار بيخه چپه ده ، دا حالت به هغه سم شي کله ، چې زموږ نظامونه سم شي د سوچ او فکر بڼه موتغير ومومي ، پرخپلو لومړيتوبونو ډېر ټينګار وکړو ، هغه به بیا موږ د دوه مخو ارزښتونو په اړه خبرې نه کوو ځکه دوه مخې ارزښتونه به نه وي .
پ : چېرته غواړﺉ ، چې تقاعد شی ؟
ځ : 40 کاله وشول ، چې زه په نړۍ کې ګرځم راګرځم ، زه فکر کوم ، چې زه به دخپل تقاعد موده دمصر او المان تر منځ تېره کړم او د دوبي لپاره په فرانسه کې هم يو کور لرم .
پ : مانا دا ، چې تاسې د بل نړيوال ماموريت اراده نه لرﺉ ؟
ځ : نه ، زه غواړم ، چې نور ازاد ژوند وکړم او ازاد وغږيږم .
پ : د دوسيو پرعکس که دخپل ورځنی ژوند په اړه راته وغږيږﺉ ؟
ځ : دوخت درلودو په صورت کې کلاسيکه موسيقي او د کلف لوبه خوښوم ، دساعتونو او پخوانيو قالينو رانيول ، په کار ده ، چې انسان ځينې وخت له کار څخه لېري شي .
پ : د عربو سندرغاړو له منځه دې څوک خوښيږي ؟
ځ : ډېره موده کېږي ، چې مصر مې پريښي خو ام کلثوم ، فيروز او دويع الصافي اورم . د دوی سندرې مې په القاهرة کې د پنځوسمو اوشپيتموکلونو پېر ته ورګرځوي او ماشومتوب مې راپه زړه کوي ، هغه مهال زموږ ټولنه پرانېستې ټولنه وه . هغه مهال په مصر کې د هرډګر سرخيلان و ،چې له نورو هېوادو په هيڅ کې کم نه و ، دغه سندرې مې هغه مهال ته ورګرځوي ، موږ په زړه خوږې اونرمه ټولنه کې ژوندکاوه ، ډېره متدينه وه ، ددې هر څه تر شا زموږ دين د لارښوونې وې ، چې موږ ټولنيزې ژمنتیا ، له کمزوري سره مرستې ، کار ، رښتيا ، امانت ته ژمن کړي وو ، زه پر دغو ارزښتونو راستر شوې يم .
پ : ستاسې دخوښې شاعر څوک دی ؟
ځ : المتنبي ، ځکه دهغه په شعر کې رښتيني فلسفه پرته ده ، شعر يې له حکمته ډک دی ، مفاهيم يې ژور دي ، کله نا کله يې لولم ، هڅه کوم ، چې نور عربي کتابونه هم ولولم ، خو دوخت کمې دی . د فلسفې او تاريخ له مطالعې سره ډېره لېوالتيا لرم ، اوس هم د وه کتابونه لولم يو يې( The March of Folly د حماقت لاريون ) دا کتاب دا په ګوته کوي ، چې موږ له جګړو څخه هيڅ نه دې زده کړي بل کتاب سرليک يې دې 1919 دا کتاب دا بيانوي ، چې موږ په کومه نړۍ کې ژوند کوو دا د فرساي د تړون پايله ده ، چې په 1919 ز کې د اروپا مشرانو لاسليک کړې و.
پ : ایا داسې دا انګيرﺉ ، چې د اکثرو عربي او اسلامي هېوادونو وضعيت 50 کاله وړاندې له ده ښه و ؟
ځ : له شک پرته ، زه به لږترلږه د القاهرة په اړه وغږيږم دا په هيڅ صورت له مدريد ، ويانا ، اتن څخه کمه نه وه ، د ډاډ ، خونديتوب ، هيلو، عام ذوق ، د ښکلا شعور د هر څه لپاره بسنه کوله . پردې سربېره مينه او ورورګلوي اوس له بده مرغه په عربي نړۍ کې دا شيان نه شته . پخوا به انسان د هغه د عقل له مخې ارزول کيده نه د مال له مخې .
پ : دعرب مسلمان په توګه د سپټمبر له 11 راوروسته د څه احساس کوﺉ ؟
ځ : دخفګان احساس کوم ، موږ اوس د ويجاړې او ړنګونې دبيلګې په توګه ياديږو نه د ابادۍ او تمدن .
ګواښونه
پ : له تروره نه ډاريږﺉ ، چا ګواښلئ يې ؟
ځ : هر وخت ګواښونه راته کېږي .
پ : د چا لخوا ؟
ځ : کله ، چې په اسرائيلو کې وم ګواښونه راته وشول ، په عراق کې هم ، کله ، چې ايران ته ځم هم له ګواښ سره مخ کېږم ، خو سرچينه يې نه پيژنم ، چې څوک دا ګواښونه راته کوي ځکه دا د بريښنا ليک له لارې راته کېږي . زه له تروره نه ډاريږم ، زه پوهېږم ، چې زما نېټه په خپل وخت کې پوره کېږي . سړی ته په کار ده ، چې له احتياطه کار واخلي ، کيدای شي زما کورنۍ به پر ما ډاريږي زه په دغه اړه ډېر فکر نه کوم . هر کله ،چې انسان پوه شو ،چې دا بايد هغه څه تر سره کړي ، چې ورته په کار وي او بيا د ورځې په پای هيندارې ته ودريږي وبه ګوري ، چې ضمير څومره هوسا او ارام دی موږ ته په کار ده ،چې په دغه اړه ډېر فکر ونه کړو .
پ : د ( امنيت ، وسلو او ... ) په څير ستړې کونکو دوسيو سره له چلند وروسته له خپلې تجربې څخه خوښ ياست ؟
ځ : زه ورڅخه خوښ نه يم ، زه ګورم ، چې د سترو دولتونو لومړيتوبونه نړيوالې سولې ته لار نه پرانيزي ، دا که د بشريت لپاره د باعزته ژوند زمينې په مساوي توګه نه برابريږي او يا داسې نه نظام نشته ، چې د زور له لارې شخړې حل کاندي ، اوس انساني ژوند ته هيڅ درناوې نه دی پاتې ، اوس خو انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي په ورځپاڼو کې يوازې د دوی دمړينې شمېرې ثبتيږي . دغه هېوادونه بايد مخبيلګې وې خو له بده مرغه ،چې داسې نه دي ، کيدای شي مخبيلګې شي ، زه هيله من ، چې دا به ډېر زر رامنځته شي عربي نړۍ ځانته لګيا ده خپل لومړيتوبونه يې نه دي ټاکلي . نه غواړي ، چې دخپلو اساسي ستونزو په اړه اعتراف وکړي .
کله ، چې زه مصر ته ګورم دا د عربي نړۍ مخکښ هېواد دی ، دبشري ودې په لړ ليک 112 هېواد دی ډېر خواشينی کېږم . په کار ده ، چې موږ دپرمختللو هېوادو په سر کې وای . موږ ډېرې انساني ، بشري او تر بسه طبيعي وړتياوې لرو . عربي انسان لکه څرنګه ، چې یي ته ګورﺉ په هر ځای کې پياوړې ، زيرکه اوجدي دی . موږ ته په کار ده ، چې ده ته هڅونکي چاپيريال رامنځته کړو . ترهغې ، چې موږ خپل ځانونه ورسوو موږ بايد دا ومنو ،چې زموږ کچه ډېره ټېټه ده داسې بايد نه وای . دا نيمګړتيا نه ده ، موږ بايد له خپل ځان سره امين اوسو او پر خپلو تېروتنو اعتراف وکړو .
پ : ايا تاسې په دې باور ياست ، چې عربي او اسلامي نړۍ دزغم کلتور نه لري ؟
ځ : هو ، کله ، چې زه ګورم ، چې موږ دسني ، شيعه اوعربي او کردي ، ماروني او مسلمان ، قبطي او مسلمان په اړه خبرې کوو او همدغه وخت بيا دا هڅه کوو ، چې خپل سرونه په شګو کې ننباسو او دا دعوه کوو ، چې دلته هيڅ ستونزه نشته ، نه دلته ستونزه شته ، موږ يې بايد حل راوباسو ، دا د بيوزلۍ ، ناپوهۍ او وروسته پاتې والي ستونزه ده . د دين د اختلاف ستونزه نشته دليل یې دا دی ، چې 50 کاله وړاندې موږ دغه اختلافات نه ليدل . زه په مصر کې اوسيدلې يم ، زما تر ټولو نږدې ملګري قبطيان ، ارمنيان او مصري يهودیان وو . نن موږ دا منو ،چې عراق دې د مذهب پر اساس وويشل شي . په امريکا کې له ملګري څخه وپوښتل ، چې تاسې منئ دسترې محکمې رئيس دی کاتوليک وي او دعدليې وزير دی هسپانوي توکمه او د روغتيا وزير دتور پوستې وي ؟ دغه توپيرونه بايد اوسنې تمدن وزغمي او موږ راځو نوریې هم راڅرګندوو . زه نه پوهېږم کوم اسلام ، چې سخت دريځه ډلې يې دودوی دا پر دود ولاړ دی نه پر جوهر .
پ : له امريکايي ادارې سره دی ناپوهاوې پای ته رسيدلې ؟
ځ : له واشنګټن سره ناپوهاوې کله ناکله بيخی سر ته راوخيژي او کله بيا تل ته ورکوز شي ،خو زه يې لامل نه يم . زه هغه څه کوم ، چې د يونړيوال مامور په توګه يې زمادنده ايجابوي ، زه کومه پټه اجنډا نه لرم ، زه د ټولې نړۍ دمصلحت لپاره کار کوم ، که کله دوی وپوهېږي ، چې دا ورسره مناسبه ده زه به ډېر نيکمرغه يم ، او که کله دوی له ماسره دنظر اختلاف ولري زه ورته ډانګ پيلي وايم ، چې اختلاف خو له قضيې سره لېوالتيا له منځه نه وړي او که چېرې مخالفت شتون ولري راځئ ، چې دخبرو له لارې يې حل کړو . زه فکر نه کوم ،چې د وروستنۍ موخې په اړه دې اختلاف شتون ولري . او يا به زه دغسې انګيرم ، موږ ټول دا هيله لرو ،چې عادله او له امنه ډکه نړۍ وګورو ،خو اختلافات تکيکي وي ، زه هيڅکله دا نه غواړم ، چې له خپلو ارزښتونو تېر شم ، چې دا نظام او ياهغه نظام له ما خوښ شي . هغه څه ، چې تر اوسه ډېر پرې نه پوهېږي هغه دا دي ، چې زه دټولو دولتونو پر وړاندې مسوول يم نه دهر دولت پر وړاندې .
پ : داکټر البرادعي د اولادونو نومونه دې که راته واخلئ ؟
ځ : مصطفی او ليلی
پ : ايا لمسيان لرﺉ ؟
ځ : ليلی په تېر اپریل کې ماشوم وزيږوه او په لندن کې وکيله ده .