د سيکورېټي سټېټ په يرغمال معيشت کي، د ملټري اکانومي او
دفاعي بجټ په سياق و سباق کي او د کيميايي وسلو د عدمِ تحفظ په اندېښنو کي، دا
کرېډټ د پاکستان موجوده جمهوري حکومت په برخه شو، چي د روان کال په 2 نومبر يې هند ته په تجارتي لحاظ د پسنديده ترين
رياست (Most Favored Nation) حېثيت ورکړ، په پسِ منظر کي يې کوم عوامل کارفرما دي
او عملي نقشه يې څه جوړېدی شي؟ ددې سوال د اهميت باوجود د جمهوري دور په تاريخ کي
دا کارنامه شامله شوه، چي د ازلي دښمنۍ په خودساخته نفسياتي يرغل کي يې د يو مثبت
پرمختګ لپاره لار راويستله، خو د پرمختګ پر سر ناست دېب او د خارجه پاليسي مالک که
کنټرول کړل شي، نو سيمه به يو نوي دور ته داخله شي، ددې کار توقع له جمهوريت څخه
کېدی شي ليکن غميزه دا ده، چي جمهوريت ته د خپل فطري تسلسل او دوام چانس نه ورکول
کېږي.
د تجارت په نړېواله اداره (WTO) کي ايم ايف اين په بېن المللي معاشي او سياسي اړيکو
کي هغه حېثيت دی، چي يو رياست يې بل رياست ته ورکوي، په دې حېثيت کي غوره معاشي او
تجارتي ترجيحات رول تر سره کوي، هند دا حېثيت په 1996ء کي پاکستان ته ورکړی و، ، هند چي څنګه د ژوند په مهذبو مېدانونو کي
وړاندي دی، له خپل ګاونډي ملک پاکستان سره د تجارتي تعلق په برخه کي يې د تر ټولو
خوښ رياست د ګڼلو ګام هم پنځلس کاله وړاندي اوچت کړی و، خو پاکستان دا پنځله کاله
د وسلو د انډوخر په اچولو کي تېر کړل، هند مسلسل ددې موقف اعاده کړې، چي کشمير او
تجارت دي يو له بله بېل وګڼل شي خو
پاکستان کشمير د خپلو مفاداتو ګوادر ګڼلی دی، هند وړاندي ووتو، په دنيا کي يو مهم
معاشي پوزيشن ورپه برخه شو او پاکستان د غربت، ترهګرۍ، جمود او جهالت په يو بدترين
بلېک هول کي يرغمال شو، اوس په بلېک هول
دننه عوام د زوال دوزخي وختونه تېروي، يا خو د لوږي په برکت خودکشۍ کوي او يا د کوم مقدس هدف په وعده د خودکش حملو نذر کېږي، د
شکست وريخت او زوال په بدترين صورتحال کي د ارفع انساني قدرونو بېخ کني کېږي، په
ټولنه کي د برداشت او روادارۍ لپاره کوم ځای پاتې نه دی او پر ټول ملک د انتهاء
پسندو يوه داسي عملداري قايمه شوې ده، چي په وړاندي يې څوک د رايې د اختلاف، دليل
او تنقيد د حق د استعمال جرات نه شي کولی.
په تجارتي لحاظ هند ته د پسنديده ترين رياست په وئيلو په
پاکستان کي کوم انقلاب نه شي راتلی خو له
دې سره که ځينې نور کارونه وشي، نو نتايج به يې ګټور وي، خصوصاً پر هغو لوازماتو
غور پکار دی، د کومو په افاده کولو چي هند په دنيا کي يو لوی حېثيت او سرلوړي تر
لاسه کړې ده. د سازشي نظرياتو له کندې څخه به بهر راوتل وي او په پراخه سينه به د
مسايلو بنيادي اندروني وجوهات لټول وي.
سټرېټجک
ژوروالی نه بلکې باهمي سټرېټجک تعلق |
نن افغانستان په سيمه کي يو پياوړی سټرېټيجک پوزيشن لري او هند دې پوزيشن ته په درناوي سره خپل مثبت کمټمنټ وړاندي کړی دی، هند په افغانستان کي د ورانيو سابقه نه لري، نن هم د افغانستان په بيا رغونه او په ځانګړې توګه په تعليم او معارف کي د هند يوه ډېره لويه ونډه ده، د هند او افغانستان د اوسني سټرېټجک پارټنر شپ معاهدې د پرمختګ يوه دروازه پرانيستې ده، پاکستان ته په هم دې تناظر کي پر خپلو معاشي ترجيحاتو د غور کولو مجبوري ورتر غاړې شوه او دا د غور و فکر د زاويې د بدلېدلو يو ښه چانس دی، چي په نتيجه کي ترې د پسنديده ترين رياست ډکلېرېشن مخې ته راغلی دی، خو په دې ډکلېرېشن کي دوې نکتې د عوامو لپاره وضاحت طلب دي، يو دا چي په دې تجارتي تعلق کي به د پاکستان نمايندګي د فارن پاليسي ايليټ په غاړه وي که نه بل څوک به يې کوي او دوم آيا د پاکستان په فارن پاليسي کي د هندي مرکزيت د بدلون امکان موجود دی؟ ددې دو بنيادي سوالونو له ځواب نه بغېر کوم خاطرخوا نتايج نه شي تر لاسه کېدی.
تر څو چي اکانومي آزاده نه شي، د عوامو آزادي به تش يوه دروغجنه دعوه وي او د تجارتي تعلقاتو به هم هغسې نتيجه وي، څه ډول نتيجه چي د تجارتي تعلقاتو د نشتوالي وي. په هند کي فوځ د پارليمنټ انتهايي ماتحت اداره ده، په پاکستان کي صورتحال سرچپه دی، چي تر څو دا صورتحال وي، هر تجارتي تعلق او ماهده به سرچپه وي.
له دې علاوه په دې موضوع کي بنيادي کردار د افغان تناظر دی او د سيمې په چارو کي د يو بنيادي محرک او موثر متغير په توګه افغانستان له پامه نه شي غورځېدی.
جمهوريت د غوړېدلي معيشت ضامن دی |
هند ته ددې حثيت ورکولو په ردِ عمل کي چي د ځينو حلقو له خوا کوم غبرګون مخې ته راغلو، له دې د يو بدترين سياسي جمود اندازه په اسانه لګول کېدی شي، \"د کشمير د مجاهدينو له وينو سره بې وفايي، له تحريکِ پاکستان او نظريه پاکستان سره غداري، د دو قومي نظريې له روح سره خيانت\"...... د حماقت ددې بدبودارې لارې په نيولو کي له تباهۍ سېوا هيڅ هم نشته.
په دې حقيقت پوهېدل پکار دي، تر څو چي سياسي ګوندونه د کشمير د مسئلې پر حل تر حد زيات زور راوړي، تر هغو پوري د پاکستاني معيشت پر سر ناست دېب ته د نور قوت اخيستلو چانس په لاس ورځي او دا دېب د جمهوريت د مخنيوي جواز هم ځانته په دې لاره مومي، د کروړونو خلکو حقوق له شپېتو کلونو د يو داسي مبهم سوال تر سر ځارېږي، د کوم سوال ځواب چي له هره اړخه وکتل شي، د دومره اخراجاتو قابل نه دی. په پاکستان کي د جمهوريت لپاره تګلارې پر داسي بنياد تيارېږي، چي پر معيشت قابض دېب ته پکي هيڅ نه وئيل کېږي بلکې داسي ايشوز پکي تر بحث لاندي راځي، چي په اصل کي د جمهوريت د مخنيوي بنيادونه جوړوي.
مذهبي انتهاء پسندي او شدت پسندي پر معيشت ډېرې ناوړې اغېزې اچوي، د هند د غوړېدلي معيشت راز په دې کي دی، چي هلته سيکولرازم د جمهوريت روح ګڼلی شوی دی او په دې اصول پر انتهاء پسندي او شدت پسندي مکمل کنټرول ساتل شوی دی، په پاکستان کي له سيکولرازم څخه په خاص منصوبه بندي نفرت شوی دی، هم دا وجه ده، چي ټولنه په دننه کي ماته او ناآرامه ده، دا حالت د معيشت د ترقۍ لپاره موزون نه شي کېدی.
په نصاب کي د بدلون ضرورت |
د امريکې د حکومتي کمېشن په يو اوسني رپورټ کي راغلي، چي په پاکستان کي تعليمي نصاب د هندوانو په هکله تعصب او نفرت خوروي، په دې کي غېر مسلمانان د اسلام د دښمنانو په توګه وړاندي کېږي او ددې پر بنياد شدت پسندۍ ته وده ورکول کېږي. رپورټ دا هم څرګندوي، چي په پاکستان کي غېرمسلمانان د دويمې درجې ښاريان ګڼل کېږي او بالخصوص هندوانو ته خو د اسلام ازلي دښمنان وئيل کېږي.
په تجارتي او معاشي اړيکو کي چونکې لوی کردارد د عوامو وي، ځکه نو پاکستان ته پکار ده، چي له هند سره د يو بهترين معاشي او تجارتي تعلق لپاره په خپل تعليمي نصاب کي په زغرده يو لوی بدلون راولي او هغه مواد ترې لرې کړي، کوم چي پر مذهبي او عقيدوي تعصب ولاړ دي، د تعصب او نفرت مخنيوی او د تاريخ سيکولر صورت وړاندي کول ضروري دي، له دې بغېر بله لار نشته.
مزائيل او بارود نه بلکې خوراک، تعليم او
علاج |
پاکستان بايد د هند په شان د خپلو خلکو د ژوند معيار ته پاملرنه راواړوي، د خلکو تحفظ په مزائيلونو کي نه بلکې د خپلو وسايلو په استعمال کي دی، خلکو ته دي پر خپلو وسايلو اختيار ورکړل شي او معاشي سرګرميو ته دي پرېښوول شي. د دفاع په نوم چي په بيلنونو روپۍ کوم \"ځای\" ته راونې دي، دغه ځای دي نور په کنټرول کي واخيستل شي، ددې لپاره که نن وي که سبا وي، چېري د يو سنجيده \"مېمورينډم\" د لېږلو ضرورت به پېښېږي.
خلک خپل تحفظ په بمونو مزائيلونو او بارودو کي نه ګڼي بلکې خوراک، تعليم او علاج د تحفظ بنيادي صورت ګڼي.
نتيجه |
khanzamankakar.kakar@gmail.com