
اپوزيسون :OPPOSITION اپوزيسون فرانسوى ژبى نه اخستل شوى چې معنى يې دى مخالفت او يا مخالفين . په ټوليز ډول اپوزيسون عبارت دى د ټولنو ، حزبونو، ډلو او خلكو څخه چې د سياسي، اقتصادى او اجتماعى موخو او قدرت په خاطر دپارلماني لارو چارو څخه په گټې اخستنې سره د دولت او يا حكومت په مخالفت كې دخپلو موخو لپاره كار او سرښندنې كوى . اپوزيسون د هر هېواد د اساسي قانون په رڼا كې فعاليت كوى ، غوره مثال يې د انگلستان او فرانسى پارلماني نظامونو كې ليدلى شو . د لومړى ځل لپاره اپوزيسون په اتلسمه پيړۍ كې په انگلستان كې منځ ته راغلى . ولې اوس مهالې يو شمير هېوادونه د سياسي اپوزيسون ترڅنګ وسله وال اپوزيسيونونه هم لرى ، چې د جګړه ايز سياست له مخې غواړى قدرت ترلاسه كړى ، خو په ځنو هېوادونو كې مونږ د سياسي اپوزيسون ترڅنګ وسله وال اپوزيسون ليدلى شو . افغانستان ، پاكستان ، سريلانكا ، لبنان ، او يو شمير نور هېوادونه دسياسي اپوزيسونونو ترڅنګ وسله وال اپوزيسونونه هم لرى . دولت: State دولت عبارت دهغه حقوقي اوسياسي اورګان څخه دي چه نفوس ،قلمرو ،حکومت اوعالي قدرت ولري . يا دولت عبارت دخلکودهغه جمعيت څخه دي چي په يو ټاکلي اومعينه جغرافيوي ساحه کي چه د قلمرو پنوم ياديږي په ثابت او دايمي توگه ژوند وکړي.اودوي دخپل ځان لپاره يو مستقل اوخپلواک حکومت ولري اوحکومت پوره حاکميت اوعالي قدرت ولري. نوهمدارنګه يو دولت په حقيقت کي دعمومي بين المللي حقوقو شخصيت تشکيلوي اودعمومي بين المللي حقوقو دنورواشخاصو سره دروابطو دټينگلو صلاحيت لري. دولت متشکله عناصر دولت دڅلوروعناصرو څخه تشکيل شوي چه عبارت دي له ۱ : نفوس populations ۲ : قلمرو Authority ۳ : حکومت Government ۴ : عالي قدرت زبر ځواك :SUPER POWER هغه هېواد چې له نورو څخه په اقتصادى ، ماليې او نظامى برخو كې وړاندې وى . دغه اصطلاح په عمومى توگه د امريكا او روسيې لپاره ډير كارول كيده ، ولې اوس مهالې په اقتصادى برخو كې چين هم د نړۍ يو سوداګريز ځواكمن هېواد دى . د نړۍ دويمه نړيواله جګړه په سيمه كې د جرمنى د زبرځواك ښودلو لپاره پيل شوى و، دغه جګړه وروسته د فاشيزم په نوم ونومول شوه . پخوانۍ روسيه د نړۍ سترو زبرځواك هېواد و چې د افغانستان د جګړى وروسته دهغې ځاى امريكا ونيوه ، ولې په اوسني وخت كې د نړۍ په يو شمير هېواونو كې د امريكا د جګړه ايز سياست له امله كيداى شي ځاى يې كوم بل هېواد ، چين او يا هم بيرته روسيه ونيسى. ګمركى تړون :CUSTOMS UNION هغه تړون ته وايې چې يو شمير هېوادونه دګمركى تعرفو، د سرحدى پولو څخه ليږد راليږد او نورې چارې په يو ځايې سره سرته رسوى . مثلا د بلژيك ، هالنډ، او لوكزامبورك هېوادونه د بنلوكس ګمركى تړون منځ ته راوړى . د غربى اروپا ټولنه :WESTERN EUROPEAN UNION په كال ۱۹۵۵ م كې منځ ته راغلى ، چې د بروكسل ټولنه يې جوړه كړى . ددغې ټولنې غړى هېوادونه عبارت دى له انگلستان ، بلژيك فرانسه ، لوكزامبورك او هالنډ څخه . د افريقا او مالاگاسى اتحاديه :AFRICAN AND MALAGACY UNION خپلواكه فرانسوى ژبى افريقايې هېوادونه دى چې ۱۹۶۱ كال كې منځ ته راغلى او په كال ۱۹۶۵ كې د افريقاى هېوادونو گډې ټولنې په نوم نومول شوى . دپان امريكن اتحاديه :PAN AMERICAN UNION د امريكايې هېوادونو اتحاديه ده چې د لومړى ځل لپاره ددغه هېوادونو غونډه په كال ۱۸۹۰ م په واشنگټن كې جوړه شوه . په دغه غونډه كې د امريكايې هېوادونو نړيواله اداره يې منځ ته راوړ، چې وروسته دپان امريكن په نوم ومونو شو. دغه اتحاديه د امريكايې جمهوريتونو د اقتصادى ، سياسي مرستو او همكاريو پربنسټ جوړ شوې و ترڅو د جنوبى او شمالى امريكا د يوالې لپاره په گډه كار وكړى . ددغه هېوادونو ترمنځ تر څلويښتو ډير تړونونه په سياسي ، كولتورى سوداگريزو ، ګمركى تعرفو او كډوالۍ په برخو كې لاسليك شوى . په هغه غونډه كې چې په كال ۱۹۳۹ م په پاناما كې وشو ۲۱ امريكايې هېوادونو د يوې اعلاميې په ترڅ كې ځانونه يې خپلواكه اعلان كړل ، چې كاناډا په دغه هېوادونو كې شامل نه و . ددغې اعلاميې له مخې ددغو هېوادونو په سيمه كې هر راز نظامى عملياتونه ممنوع اعلان شوى و ، خو برټانيا ددغې اعلاميې سره خپل مخالفت وښوده او ويل يې چې كيداې شي ددغې اعلاميې له مخې المانى كښتيو ته پناه ځاى وى او دا كار يې د نړيوالو اصولو خلاف وباله . د اروپا د اقتصادى مرستو ټولنه :EUROPEAN FREE TRADE ASSOCIATION په ۱۹۵۰ كال كې د اروپا يوشمير هېوادونه دخپلو پولى سيسټم د ستونزو د لرى كولو لپاره د اروپا اقصادى ټولنه جوړه كړه ، ددغې ټولنې د كړنلارې پر بنسټ د اروپايې هېوادونو پيسۍ په ازادنه توگه په اروپايې هېوادونو كې پيرودل او پلورل كيږى ، ولې دغه كړنه بيا د ډالرو په برخه كې نشي كيداى ، يعنى په ازادنه توگه په اروپايې هېوادونو كې پر ډالرو امكان نا پذير دى . ددغه ټولنې غړو هېوادونو هڅه كوله ترڅو د اروپايې هېوادونو پولى سيسټم او اقتصادى سيسټم څخه ملاتړ وكړى ، همدغه و چې د اروپايې پيسو تړونونو وشول . د اروپايې هېوادونو د سوداګريزو چارو خپلواكه ټولنه : ۷ اروپايې هېوادونه اتريش ، انگلستان ، پرتكال ، ډنمارك ، سويس ، سويډن او ناروى هېوادونو سره پريكړه وكړل ترڅو په سوداګريزو چارو كې گمركى تعرفى لرى كړى او په ازادنه توگه وكولاى شي ترڅو په سوداګريزو چارو كې ذكر شوې هېوادونه پرمختګ وكړى . انگلستان له هغو اروپايې هېوادونو څخه و چې ددغې طرحې ملاتړكوونكى شميرل كيده ، د انگلستان دوړانديز پر اساس له خواركي توكيو څخه د ګمركى تعرفو لرى كول و، هغه پريكړه ليك چې په كال ۱۹۵۹ په استكهلم كې لاس ليك شو په سوداګريزو چارو كې ټولې ستونزې لرى شوې ، فنلنډ او ايسلنډ په ۱۹۷۰ م كال كې ددغې ټولنې غړيتوب ومنل . په همدې توگه ورته تړون د لاتين امريكا د ېوشمير هېوادونو ترمنځ په ۱۹۶۷ كال كې لاسليك شو، ترڅو د لاتين امريكا هېوادونه ورته په سوداګريزو چارو كې ستونزې لرى كړى . د اسيا جنوب غرب ملتونو ټولنه :ASSOCIATION OF SOUTH EAST ASIATIC NATIONS په ۱۹۶۸ م كال كې د اندونيزيا ، تايلنډ، سنگاپور ، فلپين او ماليزيا هېوادونو په خپل منځ كې په سيمه ايزو چارو كې د پرمختګ په موخه ذكر شوى ټولنه رامنځ ته كړل . ددغې ټولنې موخې په سوداګريزو ، اقتصادى او د سيمې د ثبات لپاره په گډه كار كول و. اوربند :CEASE FIRE د جګړې پاى ته رسولو او يا بندولو ته اوربند وايې ، په ډيپلوماتيكو چارو كې دغه اصطلاح نن ورځ معمول دى او په هغو مواردو كې استعماليږى چې د هېوادونو ترمنځ د جګړې له امله ډپيلوماتيك چارې ځنډول شوى وى . ځنى وخت جګړه د دوو هېوادونو د ډيپلوماتيكو خبرو اترو د لارى او يا هم د دريم ګړى هېواد په مرسته پاى ته رسيږى ، ولى ځنى وخت د جګړى پاى ته رسيدل د يو هېواد د ماتي په معنى وى لكه په دويمه نړيواله جګړه كې د جګړى اور هغه وخت مړ شو كله چې امريكا د جاپان پر دوو ښارونو هيروشيما او ناگاساكى باندى خونړى اتومى بريدونه وكړل ، چې په پايله كې جاپان تسليمي ته غاړه كيښوده . ماخذونه : بين المللي حقوق پورى اړوند مسايل ، ۱۳۸۳ هـ ننگرهارپوهنتون سياسي علومو پوهنځى . سياسي اصطلاحات ، آشورى داريوش،۱۳۸۴ هـ تهران . د ليكوال ځانګړى يادښتونه .