عراق د صدام له واكمنۍ د بغداد تر سقوطه

عراقي ولسمشر صدام حسين پر ۱۹۷۹ كې هغه مهال واك ترلاسه كړ ، چې د عراق پخواني ولسمشر احمد حسن البكر استعفي ته اړه كړل شواو پرځاى يې د بعث ګوند غښتلي كس صدام له اوږدې مبارزى وروسته د عراق ولسمشر وټاكل شو.عراق دا وخت د تيلو د خرڅلاوپرسرخپل اقتصادى وضعه كنټرولوه او د عراقي وګړو د ژوند حالت له پخوا څخه په ښه كيدوو . صدام حسين تر واكمنۍ وروسته د عراق پوځي وړتيا مخ په ښه كيدو شو او صدام وكولاى شو چې د يو كال تر تيريدو وروسته د پوځ جمهوري ګارډ، خالص جمهوري ګارډ،هوايي پوځ ،دهوايي مدافع پوځ ، د سرحدي پوځ او كورنۍ امنيت پوځ تر جوړيدو وروسته عراق د پوځي وړتيا او غښتلي ځواك خاوند كړي . دصدام حسين تر واكمنۍ يو كال وروسته يانې پر ۱۹۸۰ م كال د سپټمبرپر ۲۲ مه نيټه عراق له يران سره په يوه اوږده جګړه كې ښكيل شو. سياسي څېړونكو له ايران سره د عراق د جګړې يو علت دا هم بولي چې كله په ايران كې د شاه حكومت ړنګ كړاى شو او پرځاى يې اسلامي انقلاب بريالتوب ته ورسيده . پخوا تردې امريكا د شاه په وخت كې له  ايران سره نږدې او كلكې اړيكې درلودې او امريكا او امريكا د ايران له تيلو نه زياته استفاده كوله او امريكا هم د ايران شاه ته درنې وسلې وركولې . كله چې  د شاه واكمني ړنګ كړاى شو او اسلامي انقلاب د بريالتوب په درشل كې شو نو د ايران اړيكې پر مذهبي بنياد له اميكې څخه وشلېدې.امريكا له يوه پلوه په ايران كې د اسلامي انقلاب له بريالتوب او د بلې خوا د عراق او سوسياليستي روسيې له دوستۍ څخه انديښنه درلوده . پرهمدې اساس كله چې عراق پر ايران بريد وكړ ايران ته يې تر جګړې پخوا او عراق سره يې د جګړې پروخت د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو په جوړولو او تيارولو كې مرسته وكړه چې وروسته د جګړې پروخت عراق نوموړي كيمياوي او بيولوژيكي وسلې پر ايران وكارول . دعراق او ايران اته كلنې جګړې دواړو هېوادونو ته درنه زيانونه واړول ، كله چې پر ۱۹۸۸ م كې له ايران سره د عراق دښمنۍ او جګړه پاى ته ورسيده ، عراق په دغه اوږده جګړه كې ۱۰۰ بيلونه ډالره تاوان وكړ، دتيلود صادرولو ځينې تاسيسات يې د ايران له خوا وران شوى وو نوځكه تر جګړې وورسته عراق زيات پوروړى شو. لږ وروسته بيا د عراق دتيلو صادرات ورو ورو زيات شول . له يوې خوا نوى پايپ لاينونه وغزول شول او له بلې خوا د تيلو وران شوى تاسيسات بيا جوړ شول . عراق له كويټ سره هم تاريخي ستونزه درلوده ،كويټ هغه مهال چې پر ۱۹۶۰ م كال خپل استقلال له انګريزانو څخه ترلاسه كړ،عراق له موقعې نه په گټې اخستني د كويټ د نيولو نقشې جوړې كړې ، د عراق دهغه وخت كمونسټ پلوى صدراعظم عبدالكريم قاسم له انګريزانو سره د ضديت پر بنسټ پر كويټ دخپلې خاورې ادعا وكړه او ويې ويل چې كويټ د عراق د خاوري يوه برخه ده او كويټ بايد له خپلې اصلي خاورې عراق سره يو ځاى شي . دې خبرې د كويټ امير په انديښنه كې واچوه او سم له لاسه يې د انګلستان سره د دوستۍ لاس وركړ او له انګلستان څخه يې د عراق پرضد د سياسي ملاتړ او مرستې غوښتنه وكړه . د انګلستان حكومت هم همدې خبرې ته په انتظار ناست و، نو ځكه يې د كويټ د امير غوښتنه ومنله او د كويټ پلوي يې وكړه ، او خپل زيات شمير پوځيان يې د كويټ پلو او سمندر ته واستول . كله چې د انګريزانو عسكر د كويټ پولو او سمندر ته ورسيدل د عراق په دريځ كې بدلون راغي او عراقي مشر عبدالكريم قاسم خپلو تيارسۍ پوځيانو ته د بيرته ګرځيدلو امر وركړاو عراقي پوځيان په خپلو ټانكونو كې سپاره بيرته دعراق پخواني مورچو ته ستانه شول . عراقي مشر عبدالكريم قاسم له كويټي شيخانو څخه د پيسو په بدل كې روغې جوړې ته اړ شو او هغه وخت يې د كويټ استقلال په رسميت وپيژنده . دعبدالكريم قاسم دا كار د عراقي وګړو د قهر او غوسې سبب وګرځيده او د قاسم پرضد عراقي خلكو مظاهرې وكړې او د قاسم دا كار يې ملي خيانت وباله همدا لامل و چې څو ځلې پرقاسم ځان مرګي بريدونه وشول . چې په دې بريدونو كې د صدام لاس هم و او د بعث ګوند يې تر شا كلك ولاړ و . همدا شورشونه و چې تر اوږدې سرښندنې وروسته  پر ۱۹۶۳ م كې عبدالكريم قاسم د بعث ګوند لخوا ووژل شو . د عراق او ايران د اته كلنې جګړې په دوران كې كويټ له عراق سره زياتې مالي او اقتصادي مرستې وكړې دجګړې پرمهال عراق له كويټ څخه ۳۵ مليارده ډالره پور ترلاسه كړې وه.خوكله چې عراق له ډيرو ناوړو اقتصادي ستونزو سره مخ و.په همدې وخت كې كويټ له عراق څخه دخپل پور غوښتنه وكړه چې په مقابل كې يې عراق دپور په پيسو ځان كوڼ او له كويټ نه يې د نورو مادي مرستو غوښتنه وكړه ، صدام وويل له ايران سره جګړه د عربو د منافعو پر سر و.نوځكه كويټ عربستان ، عربي متحده امارات او نور خليجي هېوادونه بايد دعراق په بيا ابادولو كې مرستې وكړي او د زيانونو جبران ټول په شريكه پر غاړه واخلي . صدام دا تمه درلوده چې ګوندې خليجي هېوادونه او كويټ به عراق ته پورونه وبښي . خو دخليج هېوادونو او كويټ تل دخپلو پورونو غوښتنه كوله . دعراق او كويټ ترمنځ پخواني اختلافات د دوو مهمو ستراتيژيكو جزيرو يانې وربه او بوبيان پر سر وو دا جزيرې دكويټ په ختيځ كې واقع دي . عراق د پارس په خليج كې د شپيتو كيلو مترو په اوږدوالي سمندري ساحل لري . چې د عراق د سط العرب د اوبو نيمايي برخې مالكيت لري . عراق غوښتل چې كويټ به د وربه او بوبيان دوه جزېرې عراق ته پريږدي او يا يې د ۹۹ كلونو لپاره په ا جاره وركړي . همدا راز عراق زيات شمير جنګي بيړۍ او دتيلو وړونكي بيړۍ له فرانسې او ايټاليا دولت څخه په بيه اخيستې وې او عراق غوښتل چې ددغو بيړيو دخوندي ساتلو لپاره مناسبې او وړ سمندري اډې ولري . نو ځكه د وربه او بوبيان جزېرې د عراق لپاره خورا ارزښت درلوده . دخليج دهېوادونو پورونه ، د كويټ له خوا د ۳۵ مليارده ډالرو غوښتل دا ټول هغه لاملونه دي چې صدام يې دې ته اړ كړ چې له كويټ سره دښمني وكړي . د وربه او بوبيان د جزيرو پر سر د روميله د متنازعې سيمو د تيلوويستل او ځينې نور سرحدي منازعات ددې سبب شول .چې عراق په ۱۹۹۰ م كال د اګسټ پر دويمه نيټه د سل زره عراقي پوځيانو پنځه سوه ټانكونو او دجيټ الوتكو په ملتيا مستقيماٌ پركويټ بريد وكړ، عراقي پوځيان پرته له جګړې پرمخ تلل . دكويټ لږو پوځيانو چې د جګړې كافي تجربه هم نه لرله  عراقي پوځيانو ته چې د اته كلنې جګړې پوره تجربه يې درلوده ژر ژر تسليميدل او عراقي پوځيانو په ډير لږ وخت كې د كويټ ستراتيژيكي سيمې ونيولې . دسيف قصر چې د كويټي امير د اوسيدو ځاى و د عراقي پوځيانو له خوا محاصره شو . د امير ګارډ قواوې د امير د كشر ورور فهدالاحمد الصباح په مشرۍ دعراقي پوځيانو مخې ته ووتلې چې تر لنډې جګړې وروسته د امير ورور ووژل شو او د كويټ د اميرګارډ زيات شمير پوځيان په ډيره اسانۍ له منځه ولاړل او كويټ په بشپړه توګه دعراق تر ولكې لاندې راغي . دكويټ امير ، وزيران او دولتي چارواكي او زيات شمير د پوځ لوړ پوړي چارواكي دعراق تر بريده دوه ساعته دمخه ځانونه يې له كويټ څخه ويستلي وو. د عراق لخوا د كويټ نيول د نړۍ په هنداره كې بيلا بيل غبرګونونه رامنځته كړل ځينو هېوادونو يې تائيد او ځينو يې بيا مخالفت وكړ.همدا وضعه وه چې امريكا يو ځل بيا دخپلو ګټو په نظر كې نيولو سره او دخپلو منافعو لپاره چې له يوې خوا په خليج كې ديوې قوي او ستراتيژيكو نظامي اډو درلودلو او له بلې خوا د تيلو پر ذخايرو او بازار واك موندل و همغه و چې امريكادخپلو متحدينو انگلستان او د ۲۸ هېوادونو په ملاتړ يې د جنورۍ دمياشتې په ۱۷ مه نيټه كال ۱۹۹۱ خپل صحرايې توپان په نوم عمليات پيل كړل ، دغه جګړه چې شاوخوا ۴۵ ورځې يې دوام وموند او په پايله كې عراق د خليج په جګړه كې زيات زيانونه وليده . زيات شمير عراقي پوځيان په دې جګړه كې له منځه لاړل . همدا راز امريكا او متحدينو يې هم تردې لږ ځانى او مالي زيانونه وليدل . دخليج ترجنګ وروسته عراق بيا هم له سختو اقتصادى مشكلاتو سره مخ شو، دملګرو ملتونو له خوا د اقتصادى بنديزونو لگول د عراقي وګړو مشكلات نور هم زيات كړل . د امريكا له خوا د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو د شتون پرسر د عراق او امريكا اړيكې كړكيچن شول . ملګرو ملتونو هم خپل ډراماتيك څيړنې پيل كړل . چې په پايله كې دملګرو ملتونو د وسلو پلټونكي مشر محمد البرادى تر دريو مياشتو پلټنو وروسته جوته كړه چې عراق كې تر دې مهاله موږ نه يو بريالي شوي چې كيمياوي او بيولوژيكي وسلې پيدا كړو . داسې ښكاري چې عراق د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو د جوړولو كارخانې نه لري . خو امريكا د خپلو منافعو او ګټو لپاره چې په خليج كې ورته تر ټولو خورا ارزښت لري ، د ملګرو ملتونو د وسلو پلټونكو فيصله يې تر پښو لاندې كړل او د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو د شتون پرسر يې دخليج تر جګړې ۱۲ كاله وروسته بيا هم دخپلو متحدينو په مرسته يې د صدام د بعث گوند نسكورولو ته يې ملا وتړله او پر عراق يې د مارچ په ۱۹ نيټه ۲۰۰۳ م كال يې خپل هوايې او ځمكنۍ يرغل پيل كړ، چې له يوې خوا عراق اشغال كړي اوله بلې خوا د صدام حسين او بعث گوند څخه ويرې ته د پاى ټكى كيږدې ، په همدې هيله امريكا او متحدينو يې ترسختو خونړيو او وژنكو ورانيو وروسته چې ترننه پورې امريكايې پوځيان په عراق كې د مرگ له گواښونوسره مخ دي په دې وتوانيدل چې عراق د ۲۲ ورځو په موده كې ترخپل ولكې لاندې راولي .په كابل كې خپريدونكې په خپرونه ( احسان ) دخپلې خپرونې په ۵ مه گڼه كې ديو ليكوال له خولې ليكي چې ايا عراق به امريكا ته دويم ويتنام نه شي ؟ همدا پوښتنه وروسته په مقاله كې ځوابوي او وايې چې په عراق كې اوسنى بحرانى حالت د امريكايانو په گټه نه ده ، امريكايان ته ورپيښ شوې مرگ ژوبله ، په عراق كې ځانمرګې بريدونه ، پر امريكايې پوځيانو پرلا پسې بريدونه د عراقى ملت پالو پټ او چريكې بريدونه ، ښايې چې امريكايې پوځيانو ته د ويتنام شپې او ورځې په يادې كړى .