پام کوئ پرته له واليانو دی بل څوک نه لولي !

دپوهنتونونو دشموليت دپاره يوازې دکابل دلېسوفارغين او دوه- درې نورو ولا ياتو فارغين د ګڼ شمېر امکاناتو پربڼسټ دشموليت امکانات په لاس کې لري . په داسې حال چې په اکثرو ولاياتوکې هغه څه چې دپوهنتون د شمويت دپاره لازمي دي نشته.
لکه په لوړو زده کړو سمبال معلمين؛ کتابخانې؛ درسي خونې؛ لابراتوارونه؛د زده کړې لوازم اود کا نکور دپاره دامادګۍ کورسونه شتون نه لري؛ په داسی ناانډوله شرايطو کې به دوی څنګه د مرکز له فارغينو
سره سيالي وکړی شي. سربېره پردې چې په ا کثرو ولاياتو کې د جنګ اوناامنۍ حالات په ډېرې چټکۍ سره دوام لرې په داسی ناوړه چاپېريال کې ايا دولاياتو بېوزلي او بی اسرې توب دلېسو فارغان به په پوهنتون کی د شموليت چانس ولري؟ ايا د دوی حقوق به تر پښولاندی نشي ؟ په داسی حال کې چې زموږ د ولاياتو ځوانانو ته لوی او هسک خدای ډېر لوړ د زده کړی استعدادونه ورکړي دي. که د اټکل له مخی 30 کاله وړاندی د مرکزاو ولاياتو د لېسو شرايطو ته ځير شودومره زيات بی انډوله نه وو.په پوهنتون کی به دلوړو درجو او ممتاز محصلين به د ولاياتو له محصلينو څخه وو چه زموږ دپو هنتون استادان ددې وينا شاهدان دي . نو په دې اساس چې دغه بی انصافي په داسی نا انډ ولو اونا برابرو شرايطو کی يو څه له منځه لاړه شي نو په کار دی چې:
لومړی : والي صا حبان دې سره جرګه شي اودا فېصله دې وکړي چه هر ولايت ته دې د نفوسو دشمېر پر بڼسټ په پوهنتون کی دشموليت برخه ورکړی شي اود هرولايت د سهميې غوښتونکي دې شي چې همدا پروسه په اکثرو اوروپايي هېوادو کې او په ځانګړي ډول په جرمني کې همدا اوس له دغه سېستم نه کار اخېستل کېږي.
دويم: والي صا حبان دې د لوړو تحصېلاتو له وزارت نه وغواړي چه دولاياتو دکانکور سوالونه دې د مر کز دکانکورله سوالونو سره جوت توپير ولري اوبيا دې ځانګړې کانکور ازموينه واخېستل شي وروسته دې دونډې اوسهميې پراساس دهېواد پوهنتونونو ته معرفي کړی شي او دشموليت حق دې ورکړي .او په پوهنتون کې دې د خپل درسي نصاب تر څنګ دوی ته ديو کال دپاره داماد ګۍ کورسونه ورکړئ شي
ترڅود هغوناوړو شرايطو له کبله چې دولاياتو فارغين يې لري په زده کړه کې ورته له نورو محصلينوسره ځانونه برابر کړی شي.
دريم: والي صاحبان اودولاياتو ولسي جرګې با احساسه وکېلان دې د ولايا تو د دولسمو ټولګيوفارغانود حقه حقوقو د حاصلولودپاره په ګډه محترم ولس مشر کرزي ته ورشي ترڅوچې ديوه فرمان له مخې دلوړوتحصيلاتووزارت ته دپلي کولوپه هکله يې عملي ګامونه واخلي . دا يوڅرګند واقيعت دی هغه استعدادونه چې د مرکزد دولسم ټولګيوفارغين ېي لري هغه استعدادونه دټولوولاياتوزده کونکي يې دمثال په ډول: د تخار ، بدخشان، زابل ، اورزګان ، کنر، لغمان ، باميان اودلويې پکتيا زده کوونکي يې هم درلودونکي دي.
درنووالي صاحبانو اود ولسي جرګې محترمو وکېلانو خدای مه کړه که په رښتيا سره دلرو ولاياتو د دولسم ټولګيو فارغانو دستونزو غم ونه خورئ دتېرو کالو په څېربه دهېواد بې وزلي تنکي ځوانان ډېر ناهيلي پاتې شي اود دوی غوښتنې به دخاورو سره خاورې شي نوره يې ستاسو خوښه چې د دوی غم خورئ او که نه .
په درنښت
محمد اکبر ځاځی له جرمني څخه