
څرنګه چې کلتورديوې ټولنې دبنسټيزوشتواوارزښتونوڅخه ګڼل کيږي نوله دې امله دهمغې ټولنې وګړي پخپل کلتوروياړي ،ساتنه يې کوي اودنوروټولنوله کلتورونوڅخه ترجېح ورکوي ،ځکه هرانسان چې په کومه ټولنه کې پيداشوی اولوی شوی وي نودخپلې ټولنې له رسم ،رواج عادتونواودکلتورله څرنګوالي سره اشناشوی وي،دوړوکوالي تيرشوي ژوند خاطرې يې په يادوپاتې شوي وي ،له هغه څخه خونداخلي او دخپلو پلارونو اونيکونو کرکټرونويې په مغزوکې ځای نيولی وي،نوله دي امله وېلی شوچې هرانسان دخپل کلتورپه څرنګوالي وياړي اوستاينه يې کوي ،که چيرې څوک ورته دبل کلتورستاينه کوي نوهغه يې بدراځي اوپه زړه کې ورڅخه کرکه پيداکوي،په تيره خوپه پښتنوکې دومره بده ده چې ښايي ځينې پښتانه له هغه چاسره چې څوګ ورته دبل کلتورستاينه وکړي راشه درشه هم ونکړي، البته اوس مهال دداډول خلکوفيصدي په پښتنوکې هم کمه شوې ده چې دبل کلتورپه ستاينه اوعملي کولودومره سره نه ګروي ، ځکه چې موږوينوډيره کي ځوانان پردی کلتورکاروي په تيره خودلباس په موډ، دسر وېښتانوپه جوړه ولواوداسې نوروکې.
موږمخکې وويل چې کلتورديوې ټولنې شتمني ده اودتل پاتې ارزښتونوپه ليکه کې شمېرل کيږي نولدې امله بايد زموږ ځوانان دخپل کلتوراوادب ساتنې لپاره نه ستړي کيدونکي هلې ځلې وکړي ،دخپلې ژبې اوکلتوردپرمختګ په خاطرادبي اوکلتوري ټولنې جوړې کړي او کوښښ وکړي چې دځوانانوتوجه خپل کلتوراوادب ته راواړوي ،دادبي اوکلتوري ټولنو ځوانان بايد باادبه په پښتني غروربډای اوحياناک وګړي وي،ترڅووکولای شي دخپلو ښو کرکټرونوپه زورنوردېته وهڅوي چې دخپل کلتوراوادب لپاره له کچې زيات چوپړوکړي اودخپلوپلرونواونيکونوڅخه په ميراث ورپاتې شته کلتورته ترجيح ورکړياودخپلواجدادوپه پلۀ پل کيږدي .
دوی بايد دپردوتقليدونکړي اودپرديوکلتورپرځان عملي نکړي ،دوی بايدخپل غني کلتورته دومره ترجيح ورکړي چې په بهرنيانويې هم ومني اوددوی دکړو وړو دڅرنګوالي له هغه دېته مجبورشي چې زموږکلتورومني اوپه عمل کې يې پلی کړي.
زمونږداوسنيوځوانانودخپل کلتورپرېښودنې يولوی لامل داهم دی چې دوی هرمهال هندي فلمونه ګوري له هغه څخه متاثره کيږي،نوله څه مودې وروسته دوی هم دهندي فلمونو داکټرانوغوندې لباس اغوندې اوپه همغه موډسراوږيرې وېښتان جوړوي ،له دتيرې نام وېښتان ،يوډول ږيره چې مازې دزنې په منځ برخه کې دلاندينۍ شونډوترخوايوځونډی پريږدي اوبس چې ډېربدمالوميږي.
دوی دېته موډوايي ،حال داچې داپرځان اودخپل پلارنيکه پرکلتورملنډې وهل دي ،دوی پښتوپرېيښي ده غروريې ترپښولاندې کړی اوخپل غني فرهنګ يې هېرکړی دي.که څه هم دوی پښتني کلتورته کوم زيان نشي رسولی خوپه ټولنه کې ورته خلک په ښه سترګه نه ګوري ،نن سباخوبياخلک داسې هم کوي چې مخامخ ورسره ښه ستړې مشې وکړي خوکله چې ترې روان شې نوکنځاورپسې کوي اووايي چې دابې فرهنګه ګوره ددۀ سروګوره ددۀ ږيره وګوره لدې نه خوچې په ................سپورشي ورته ښه ده په همدې ډول دېته ورته بيلابيلې خبرې ورپسې کوي اوان پلايې هم په بدويادوي.
نوموږته پکارده چې دپردي کلتورپرځای خپل کلتورته وده ورکړو،ځانونه دبل چاپه نېزد بد ونکړو،په ټولنه کې دښه کرکټررول ولوبوو،اوهغه څه ته قائيل واوسوچې زموږ کلتور اجازه راکوي اوزموږپه ټولنه کې ورته دښوپه سترګه کتل کيږي اوغوره صفتونه لري.
داکارله هرچانه ډېرپه ټولنه کې دادبي اوکلتوري ټولنوغړي کولای شي ،دوی بايدپه خپلو غونډوکې په ډاګه ووايي چې ځوانان بايدخپل کلتورعملي کړي ،دپردي کلتورله عملي کولوڅخه ځانونه وژغوري،اوخپل کلتورته د ودې په ورکړه کې چوپړترسره کړي اوداکارپه پوره رېښتينوالۍ اوکوښښ سره وکړي ترڅوراتلونکي نسلونه مولدې بلاڅخه په امن کې پاتې شي اونوردپردي کلتورعملي کول سرايت ونکړي .
خوست مرکز دمياخيلوکلي