امريکايي ګواښونه او ځواکمن بريدونه


دملي کرښې ١٨ مه ګڼه
شېرعلم امله وال  _  ننګرهار
د تېرې يوې لسيزې راهيسې امريکايي پوځي –استخباراتي ادارې د افغان امنيتي –پوځي ادارو سره په ګډه په افغانستان کې له نړيوال ترورېزم سره په جګړه کې ښکېل دي.
هيله وه چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغان دولت او نړيوالو ملاتړو مخالفينو او غليمانو بريدونه به لږېږي، کابو کېږي او بالاخره به دا ويره او خطر له منځه ځي، خو حالات د هېلې پر عکس دي څومره چې د امريکايانو ګواښونه زياتېږي هومره د مخالفينو بريدونه ځواکمنېږي.
ويل کېږي چې يو ځل افغاني، امريکايي او پاکستاني مشرانو په ناسته کې پاکستاني مشرانو امريکايي او افغاني مشرانو ته په زغرده ويلي وو، د جګړې واک او کيلي له موږ سره ده موږ درسره جنګېږو، موږ سره معامله وکړئ چې دا هر څه پای ته ورسوو.
د افغان جګړې او په سيمه کې نورو سياسي او اقتصادي مسايلو واک او صلاحيت موږ ته وسپارئ، نور امتيازات او امکانات هم زموږ په واک کې راکړئ، په سيمه کې زموږ ګټې خوندې کړئ بس پرهماغه ورځ به ستونزه حل وي.
د تېرو څو کلونو راهيسې چې کله هم امريکايي بې پېلوټه الوتکو پر پاکستاني سيمو بريدونه زيات کړي او يا هم پر پاکستان سياسي –ديپلوماتيک فشارونه زيات شوي ورسره سم په افغانستان کې افغاني مهم مشران او چارواکي په نښه شوي او همدارنګه امريکايي اهداف دګواښونو، تهديدونو او بريدونو سره مخ شوي دي.
د پاکستان په خاوره کې د بن لادن تر وژل کېدو وروسته دا موضوع ډېره روښانه وه چې امريکا او د هغه نړيوال ملاتړي د پاکستان سره په خپلو اړيکو کې بدلون راولي او د افغانستان په څېر به پاکستان د پوځي بريد او جګړې سره مخ کېږي ځکه هر څه روښانه  او جوت شوي وو چې د امريکا او دهغه د ملګرو غليمان چېرته دي؟ په کومو ځايونو کې څه ډول روزنه ترلاسه کوي، د بريدونو او عملياتونو د سوق ادارې مرکزونه چېرته دي، خو پرهغه وخت امريکايي مشرانو توند ژبني اخطارونه ورکړل، عملي برخه يې تر ژبني هغه ډېره کمزورې وه ګواښونو سره فکر کېده چې تر دې وروسته به په افغانستان کې بريدونه لږ او د پاکستان همکاري به نړيوالې ټولنې سره زياته شي ولې بيا هم حالاتو د پخوا په څېر دوام وکړ پاکستان خپل دوه مخي سياست ته ادامه ورکړه د لويديځ څخه يې نور امتيازات او باج ترلاسه جګړې او بريدونو زياتوالی وموند نه يوازې زياتوالی بلکې بريدونه لاپسې ځواکمن، منظم او اغېزناک شول. مهم افغاني، قومي –سياسي مشران يو پر بل پسې په ځنځيري شکل ووژل شول د وژلو لړۍ تېره اونۍ په کابل کې د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني وژنې ته ورسېده. تر دې پېښې يوه اونۍ وړاندې وسله والو مخالفينو په کابل کې پوره شل ساعته د کابل په زړه کې د کلکو امنيتي تدابيرو لاندې سيمو کې امريکايي او افغاني اهداف په نښه او څو پرله پسې ځانمرګي بريدونه ترسره کړل تر دې پېښې وروسته په پاکستان کې د امريکا سفير، په کابل کې د امريکايي ځواکونو قوماندان، د امريکا د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو د دې بريد پړه په پاکستان کې مېشت د حقاني پر ډلې واچوله او د پاکستان حکومت يې د حقاني ډلې ملګری او ملاتړی وباله او ګواښ يې وکړ که د پاکستان حکومت د حقاني ډلې پر وړاندې پوځي عمليات نه ترسره کوي امريکا به په خپله د جګړې ته چمتو او پروړاندې به يې وجنګېږي.
د افغانستان د اوسني نظام مخالفينو او پاکستاني حکومت ته چې د ترهګريزو بريدونو د ملاتړ تور پرې لګېدلی دا يو ستر ګواښ و، خو تر دې ګواښ وروسته د دې پرځای چې د بريدونو لمنه راټوله او کمزوري شي خو برعکس بريدونه نور هم ځواکمن شول تر دې ګواښ او اخطار دوه ورځې وروسته د کابل ښار په ډيپلوماتيک مېشته سيمه وزير اکبرخان مېنه کې د سولې شورا عالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني په کور کې ځانمرګی بريد ترسره او برهان الدين رباني   ووژل شو او څو نور مهم چارواکي ټپيان شول.
د انسان ذهن کې ځينې پوښتنې پيداکېږي، چې ولې وضعيت د هرې ورځې په تېرېدو سره بدترۍ خواته روان دی د دا ډول بريدونو تنظيم او سرته رسول زياتو سياسي، اداري، اقتصادي امکاناتو وسايلو، تجهيزاتو او ځواکمن استخباراتي سيستم ته اړتيا لري.
د دې بريدونو څخه مالومېږي، چې بريدګر خپل پروګرامونه او پلانونه په ډېره ارامه فضا او سړو مغزو له ډېرو امنيتي، سياسي او اقتصادي امکاناتو پر مټ چمتو کوي او په منظم او سازماني ډول تنظيموي، هر څه روښانه دي د دا ډول بريددونو ترتيب او تنظيم د کوچنيو چريکو ډلو د وس او توان خبره نده، بلکې تر شا يې ځواکمن سياسي، امنيتي، اداري او اقتصادي قوت دی.
اوس اساسي خبره داده چې ولې زموږ امنيتي ادارې له حالاتو او روان وضعيت څخه ناخبره دي؟
ايا زموږ د امنيتي ادارو په واک کې په رښتيا هم کافي امکانات او وسايل نشته؟
وړتيا، ظرفيت او مديريت يې کمزوری دی؟
ولې د وړتيا لوړولو لپاره عملي کړنې نه دي ترسره شوې؟
د سياسي دولتي مشرانو د ساتنې مسووليت او دنده ولې په درست ډول نه ترسره کېږي؟
ولې يو نالومامه شخص د امنيتي فلتر څخه په اسانۍ تېرېږي او ځان د برهان الدين رباني څنګ ته رسوي؟
ايا د مشرانو لېدنې کتنې د امنيتي ادارو له خوا تنظمېږي که نه ولې زموږ د امنيتي ادارو د اطلاعاتو او اپراتيفي مالومات کمزوري دي؟
ايا پر امنيتي ادارو ويسا او باور نشته؟
ستونزه زموږ د امنيتي سکتور په سيستم کې ده او که مشرتابه کې؟
موږ شل کاله وړاندې تر اوسني امنيتي دستګاه ښې او ځواکمنې امنيتي دستګاه خاوندان وو او ځانګړی امنيتي سيستم موجود و له بده مرغه دا چې نور ملتونه او هېوادونه پرمختګ کوي وړاندې ځي موږ پر شا روان يو هغه هم تر پخوا بدتر حالات ته.
موږ شل کاله وړاندې د سيمې هېوادونو په پرتله خورا ځواکمنه استخباراتي اداره لرله ولې اوس تر ټولو کمزوري حالات کې قرار لرو د دا ډول پوښتنو ته ځواب ويل او د حل لاره موندل او راتلونکې تدابيري امنيتي پلانونو او سيستمونو رغول او جوړول د امنيتي او سياسي مشرانو مسووليت او دنده ده هيله ده خپل ملي رسالت او هېوادنۍ دنده پر ځای او جګړه ځپلي افغان ملت ته د هوسا او سوکاله ژوند زمېنه برابره کړي.