بی خونده خبری(۳۸): له ابوالفضل سره وصل شول!!!



ډیسمبر۲۰۱۱،۰۶
پرده اول:
زه له کورنی سره دا مهال چی لیکنه کوم، د محقق راه فردا ګورم. له سلمان فارسی مسجد څخه د عزاداری مراسم خپروي. ددوی په منځ کی قاتل او انسی شیطان حاجی محمد محقق ناست دی. د مسجد دننه لوی،لوی بنرونه لګیدلي دي. عزادارانو تور کمیسونه اغوستي دي. ددوی اکثریت ماشومان دي. یو ورته په فاړسو کی څه بابولالی وایي. راه فردا له مختلفو تکیه خانو خپل ویدیویی فلمونه ښیي.
ناستو عزادارانو کی فرانسوی ږیرو واله، تیری نام ویښتو واله او نور ډول،ډول فلمی څیرو واله کسان هم لیدل کیږي. د برچی دشتی په یوه جومات مسجد الزهرا کی خو محقق هم له سره پټۍ تړلی وه؛ تور لباس یی پرځان وو او سینه یی دربوله. دوی د داسی چا په اړه ویر کوي چی په دوی لعنت وایي!!!
...........................پرده دوم
سهار مهال له کوره وتلي وو چی د ژمي لپاره لرګي واخلو. د لرګیو خروار په له ۶۴۰۰ افغانیو څخه نیولی تر اووزرو څو سوو پوری وو. د تکنوکراتانو په ۱۰ کلنه منحوسه دوره کی کابل ته نه ګاز راغی، نه اوبه او او نه هم برق. بس د خرو حکومت دی!!!
خاوری دی د دوی مرمیو ضد ګاډي شي چی دوی په کی ګرځي. همدوی وو چی یو وخت به یی له غربه چیغی وهلی چی طالب چارواکو تراوسه خلکو ته هغه لومړنی اسانتیاوی نه دی برابری کړي خو تاسو څه وکړل؟
له لرګیو اخیستلو وروسته مونږ د کوم بل ضروری توکی داخیستلو لپاره میوند جادی ته لاړو. بس چی څنګه له سپاهی ګمنام راتاویدو نو درز. بس هڅه مو وکړه چی ځان وباسو خو ما بیا وروسته فکر کاوه چی لکه درز د کوم ټایر وو.
خو کله چی مازدیګر د خپلی عمه کور ته لاړم هغی راته وویل چی ښار کی چاودنه شوی، په ابوالفضل جومات کی چی د ارګ په خولی کی دی، له مالیی وزارت سره په څو ګامو کی دی، له دویمی حوزی سره څو زرو سانتی میترو کی پروت دی ځانمرګي برید ترسره شوی.
................................پرده سوم:
د محرم میاشت په اسلام کی ځانګړی اهمیت لري. په لسمه به یی قیامت برپا کیږي. ادریس(ع) او عیسی(ع) په دی ورځ اسمان ته ختلي. یوسف (ع) له خپل پلار یعقوب(ع) سره یو ځای شوی. د نوح(ع) کشتی له طوفانه وتلی او په پای کی د حسین(ع) پيښه هم ورسره تصادف شوی.
.................................پرده چهارم:
هزاره برادري نن سبا په افغانستان کی دغه ورځ په ښه کش سره لمانځي. ښار یی ټول تور کړی وي. د خوازو والا کار ښه جوړ دی. ښی ډیری خوازی په څلور لارو او نورو مهمو ځایونو کی اونی لا وړاندی ولاړی وي. توری،شنی او سپینی ټوټی ښی ډيری خرڅیږي. د چایو، لرګیو، ګازو او شیدو والا هم کار برابر دی.
 په دی ورځ په کابل ښار کی، د موټرو اوږده قطارونه چی یاحسین،ابوالفضل العباس او... بیرغونه هم پری لګیدلی وي له یوی سیمی و بلی ته په حرکت وي.
د موټرو په دغو قطارونو کی د امپریالیزم اثرات ښه په درز کی بریښي. نن چی زه ښار کی وم څلور ډوله قطارونه می ولیدل:
اول: د ټونسو او وړو مازدو
دویم: د لنډکروزرو، ټوډیانو او...
دریم: د کامازو او غټو لاریو
څلورم: د پیاده وو چی یو خیرن ذوالجناح هم ورسره وو.
افغانستان کی هزاره برادري په عقل خامو خلکو څخه شمیرل کیږي. ددوی ټول ذهنیت د چونډخی هغه دی. چی ویی څرخوی نو ایله په ایله به جاغوري،بامیان او دایکندي پيژني خو نن سبا مکمل پنجشیریان شوي!!! دوی کی سیدان ځان بیا لږ یی په شاخ کی وړي. ځان په هزاره وو نه ورګډه وي. ټوکه دی چی له یوه یی پوښتلي وو چی ته سید یی نو د رشتی تسلسل دی چاته رسیږي؟ سید په ځواب کی ورته ویلي وو چی ذوالجناح ته!!! ذوالجناح ددوی هغه سپین اس دی چی دوی یی په مذهبی پریډ کی سینګاره وي.
نن می چی ددوی مذهبی پریډونه په ژوندی بڼه لیدل نو خیرن مخونه، بی وزلي، او نوره دربدری می ددوی په څیرو کی ښکاره لیدله. څومره قطارونه می لیدلي دي ټول ماشومان او کارګره طبقه وه. اشراف پکی ډیر کم وو. هسی یی دوی په خرافاتو اړولي وو. حتی له دوی سره ملایان هم نه وو.
سیاسیون او ملایان ددغو خرافاتو شاته دي. او ددوی دواړو شاته بیا ددوی پیر ایران دی. په دی خرافاتو سره دوی غواړي چی خپل شتون ثابت کړي. او ښه په نره یی ثابت کړ. دوی چی یو وخت له خپلی تکیه خانی بیرون رفت اجازه نه درلوده اوس نو بلا کوي. او کیدای شي دوی هم یوه ورځ په دی احتجاج وکړي چی مونږ ته مذهبی اجازه نشته. دیموکراتان خو نن سبا دغه غویمنډ مذهبی ازادي بولي خو د سبا ورځی غوبل ته یی فکر نشته!
.................................پرده پنجم:
هزاره برادري اوس دومره په کش کی ده چی فکر به کوی اکثریت دوی دي. دوی پنځه فیصده نه بلکی ۶۵٪ دي. د لته یی هغه اکثریت مکمل ورک کړی چی ځان مخالف سُنی بولي. هزاره برادري چی څه کوي اسلام یی ناروا بولي. هزاره برادري کوټ،کوټ دلته خو هګی ایران کی ورکوي. په جاغوري کی یی اختر لمونځ له ایران سره ادا کړ. ایرانیان،افغان-هزاره مردار بولي او په سپک نظر ورته ګوري خو ددوی غیرت بیا هم دوی دی ته نه واداره وي چی مرييتوب یی پریږدي. هزاره برادري چی څه ډول عمل کوي او څنګه خپل کمپاین ته ادامه ورکوي. افغان سیاست مداریانو دی ته کار ویلی او په دی کریډیټ اخلي چی له طالبانو سره یی تفاوت دادی چی مذهبی اجازه یی ورکړی خو وخت به راورسیږي چی بیا به یی مهارول اسانه نه وي. که مالګه کمه وي، زیاتیدای شي خو که زیاته وه، کمیدل یی سخت کار دی.
دوی کلونه وړاندی په خپلو تکیه خانو پوری اړوندو ساحو کی مصروف وو خو نن بیا چوکونو او بازارانو ته راووتل. سبا به لاری او ګودری بنده وي او څوک به یی مخه هم نشي نیولی.
ځکه دوی هرکال لاس خوري او بیا لاس، شی نیغه وي!!! یو ښه والی چی په دی وطن کی دی هغه دادی چی سُنی او شیعه دومره له یو بل سره وران نه دي او نه یی ملایان په یو بل د کفر فتواوی ورکوي خو دښمن به له دی فرصته ګټه پورته کوي او د سبا درز او چَغ لپاره به خپله سرمایه ګذاري کوي. ننی چاودنه ددغی سرمایه ګذاری پیل دی. که شیعه ملایان او مردار سیاستوال ددی میلو او ټيلو مخه ونه نیسي نو دی ته ورته سلګونو او زرګونو کسان به له ابوالفضل سره یوځای کړي. ددوی عزاداري به بیا څو چنده شي.
سیی دی چی باندني خلک دی ته چک ملنګ ناست دي چی په ناوړو پيښو لاس پوری کړي خو ددی امکان شته چی کوم سُنی له عقله کم دی ډول حرکاتو او سکناتو ته په شک او ... وګوري او درز تری جیګ کړي. ددوی حرکات او سکنات قصداً دی ته یو سړی هڅوي چی په مقابل کی یی په ورته اقدام لاس پوری شي.
 د نن ورځی مړی که له ابوالفضل او حضرت حسین سره مخامخ شي نو د مړو ځواب به ورته څه وي؟ په قبر کی به د نن ورځی مړو ځواب څه وي؟ دوی په کومه غزا کی ووژل شول؟ ملایان هم د حسین(رض) او یزید(رح) معامله په ښه ‌ډول نه تعریفوي. او هیله ده چی دوی خپل رسالت ادا کړي او دغه موضوع په مراتبو واضح کړي. که دا ډول مراسم په کابل ښار کی ادامه پیدا کړي نه دا چی دا به د بدبختی لپاره یو بل ګام وي بلکی د اینده نسلونو چی له مذهب سره به یی اړیکی له جهادی نسله تتی او کمزوری وي نور هم و تیاری ته ډیکه کړي!!!
..................پرده ششم:
زمونږ تسلیت له ټولو ویرکونکو سره دی؛ الله(ج) دی جاهلانو ته هدایت وکړي. د نن ورځی مړي دی الله(ج) نور مه زیاتوي او دلعنتي سپاه صحابه او لشکر جنګوي ورځ دی خدای(ج) تیاره کړي.
کاش چی محقق او خلیلی په دی پيښه کی قرباني شوی وای خو باز هم غریب مرده باد!!! زه مطمین یم چی محسنی به دنن ورځي مړي د کربلا د کاروان هم لاري ګڼي خو ایا یتیمان به په دی ځواب قانع شي؟!!!
leekwal@yahoo.com