په پښتو ملنډۍ مه وهئ

  ميرويس عمرخيل دا خو ټولو ته جوته خبره ده چې دانټرنټ په نړۍ كې نن سبا د پښتو ويب پاڼو پر بريالتوب ټول وياړو ، خو ځنې وخت چې پښتو ويب پاڼو ته ليكنې ،نثراو يا شعر وليږل شى دوی هم اخلاص كوي او خپروي يې . خو ځنې وخت بيا داسې هم كيږي چې ځنې ليكنې داسې وى چې سړى يى په لوستلو شرميږى ، معنا،مفهوم ، هدف او دريځ هيڅ معلوم نه وي ، مونږ او تاسې خو هره ورځ په خپل شخصى ژوند كې په سل گونه كيسې او افسانې لرو او داچې د سهار د چايو خوړلو د غرمې ډوډۍ خوړلو او تر كوره پورې د تگ او راتگ كيسې او يا داچې دبړستنې لاندې خوب وگورو او بيا يې په ټول افغان او بينوا كې په دې نوم چې والله زه خو هم ليكوال يم خپور كړو دا به زما په اند ددې پرځاى چې پښتو ته خدمت وي د پښتو سپكول دي. نن سبا خو له امريكايي عسكرو څخه زمونږ د انټرنټ ليكولان هم ډير شوي په هره اونۍ كې نوي نومونه او تخلصونه را پيدا شي ، همدا لامل دى چې ځنى وخت له استادانو پرته چې هغوى پيژندل شوي څيرې دي د نورو پيژندل گران كار وى . زه وايم نور په دې پښتو ملنډى ونه وهو ، هرڅه چې ليكو او يايي خپرو معنويت ته يې وگورو، خو بدبختانه چې زمونږ د يو شمير ملگرو په ليكنو كې هدف ، معنويت ، دريځ او هيڅ معلوم نه وي . ما په ټول افغان كې د( خوابدى ملگري) تر سرليك لاندى دستر جناب ميرويس په نوم د يو ليكوال لنډه ليكنه ولوسته ، زه له دې جناب ليكوال صيب سره كومه شخصي پيژندگلوي د الله فضل دى نه لرم او نه مې چيرته ليدلى، خو يو څو ك چې هر څه ليكي بايد معنويت او سپيڅلتوب ته پام وكړي ترڅو په يو نوم او بل نوم د بل چا شخصيت ته ضربه ونه رسيږي .  څو مياشتې مخكې هم همداسې په بينوا كې يو ناسم خبر د اسحاقزۍ په نوم خپور شو ، مونږ فكر وكړه چې دا خبر د خاطره اسحاقزۍ لخوا خپره شوې ده خو د ټيلفونى اړيكو وروسته معلومه شوه چى هغه خبر د كوم اسحاقزۍ وه ، ځكه خاطره اسحاقزۍ وويل چې ما دا خبر نه دى خپور كړى . تاسې قدرمن لوستونكى د جناب ليكوال ميرويس صيب دا ليكنه (خوابدى ملگرى ) ولولئ . زه د ټولو هغو وروڼو نه چې د پښتو ويب پاڼو په برخه كې كار كوي او په ځانگړې توگه د ملگرو څخه په كلكه دا غوښتنه لرم چې كه غواړى چې پښتو ونه شرميږي ليكنې وگورئ او بيا يى خپرې كړئ ، بى معنا، بى هدفه ليكنې هېله ده چې مه خپروى، خو كه څوك ډير ددې هېله لري چې صرف نوم يى په پښتو ويب پاڼه كې راشى نو خپل عكس ، نوم ، تخلص او مكمل شهرت دى ويب پاڼې ته وليږي ترڅو ټول وپوهيږي چې د جناب هېله صرف همدومره ده چې خلك يى په ويب پاڼو كې وپيژنى . په ډير خورا درنښت ميرويس عمرخيل ۰۷۰۰۶۱۶۷۶۱   ((خوابدی ملګری)) .........؟؟؟؟؟؟ ميرويس ٢ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-22 20:16:00 م د دې راز را ته ندی مالوم چې ولې ملګری تر خپل ورور هم خوږ، ګران او شرين وي د ملګرو تر منځ هره خبره برالا وي ، بې تکليفه وي، په زړه پورې وي، له خندا او خوښيو ډکه وي؛ تشريفات پکې نه وي مننې او کور ودانۍ پکې نه وي ... زما ملګری هم را ته له خپل ځان نه هم ګران دی که لږ وخت يې هم و نه وينم نو خدای شته سخت مې فکر خراب وي دا نو زما ځانګړی ملګری دی په خبرو او ګپ کې نو دواړه تر کوڅه ډبو هم ور اوښتي و خو دی داسې ملګری نه دی چې ګواکې د چا د ژوند د لارو تيا ره شی يانې ګپ شپ ته کار و وايي او نور له کاره و باسي، ده زما په تحصيل او زده کړه کې ډېره لويه ونډه لرلې ډېر وخت داسې پېښ ش وي چې زما له ګوتو يې قلم اخيستی، زما له لاسه يې کيبورډ ليرې کړی او په جادويی ګوتو يې زما کارونه تر سره کړي: (ځه ورک شه! سبک دې وويه بيه به دې زيړې سترګې نيولې وي او د استاد د پوښتنې ځواب به نشې ويلی). موږ په یو پر بل دومره ښه لګېږو چې یوه ورځ خو یې په دفتر کې ماته د یوې جوړې شوې لانجې پر سر استعفی هم ورکړه خو دفتر ځکه و نه منله چې ډېر او د ورځو ورځو کارونه په یو ټس کې په ډېر ښه ډول ترسره کولی شي ځکه خو لا تر اوسه یو ځای د یوه دفتر روزي خورو. زه نه پوهېږم چې ولې مو اخلاص تر خپلو منځو دومره ډېر دی او ولې پکې یوازې اخلاص ، مینه او ښه نیت شتون لري. څو ورځې مې همدغه ملګری یو هېواد ته سفر درولود مایې په دفتر کې نه شتون نه شو زغملای ځکه خو مې له دفتر څخه رخصت وکړ. دی عجیبه سړی دی زه کله نا کله ورور هم ورته وایم له مانه کشر دی خو زه ورته مشر ورور ځکه وایم چې له مانه څو څو وارې کلان کار دی بس چې یوا رې په خندا شي خندایې نه درېږي، چې يو ځل سر په کار شي نو له کاره یې مخ نه اوړي، يو ځل که په ګپ راشي نو بیا د ګپ بېخ او بنیاد باسي ، خو له دې ټولو سره سره که يو ځل په غوسه شو نو بیا له خوروړي سپي هم ور اوړي چې تر منځ مو څو څو ځله غصه او قهر هم تر منځ راغلی خو په یو رپ کې بیا په خندا بدل شوی ... دا ځل یې غوصه اوږده شوه هر څه مې وکړل خو نه یې تروه ټنډه سمه شوه او نه یې هم رویه اونه هم د زړه بدوالی سبب مالوم دی بس ګیله من، په قهر، تریو دی خو زه یې ښېګڼې هېڅ نشم هیرولی او نه پوهېږم څنګه یې پخلاکړم