پیداکیږی که په کاڼو کی غمئ
داسی خلګو کی پیداشی ګلالئ
ټو له ګرځي په جا مه کی دسړیو
خو سړئ پیدا کول غواړی سړئ
څلوریځه
هر شاعر دخپل ملیت دهسک هلال
وتیارو ته یی سپیڅلئ روڼ مشال
انګریزان که په شکسپیر باندی نازیږي
پښتا نه هم نازیدلي په خوشحال
څلوریځه
په کار نه دئ دهيڅ کار په وړاندی ځنډ
ختموه یی څو جوړیږی ځني خنډ
ډیر اوږده کارونه ګوري هر انسان ته
خو بلا وهلئ عمر څومره لنډ
څلوریځه
په نڅا او حرکت کاندی ضمیر
خیال اوچت کړی سردرو ته دپا میر
تل دفکر جزیره وی پری سمسوره
دا دزړه له کومی ږغ د اولمیر
څلوریځه
بر بادی که دی پکار وی دیو قام
کړه یی لری دلیک لوسته خاص عام
پدی ډول به یی فلج شی خپله ژبه
ورته کښینه بیا یه وګوره انجام
څلوریځه
دی دنیا ته ځي را ځي اوړي کلونه
قدرت هر چا ته ورکړي فرصتونه
راشه څو دا فرصتونه محوه کیږي
سر پر سر به له ساقی اخلو جا مونه
په پښتنه مینه
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ
وروستي