څوک ريښتيني دي دسولې مخالفين که پلويان .؟

\"\"
دملي کرښې ١٨ مه ګڼه
احسان الله امرخېل
په افغانستان کې د دولت له وسله والو مخالفينو سره دسولې مخالفت هغه وخت زور واخسيته، چې دښاغلي کرزي له لوري د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ اود يوشمېر نورو جهادي رهبرانو په غړيتوب دسولې عالي شورا جوړه شوه، که څه دسولې دعالي شورا په رول او اغېزمنتوب باندې نيوکې دسولې دپلويانو له خواهم کېدې او نوموړې شورا دپام وړ لاس ته راوړنه هم نه درلوده خو په ټوليز ډول په افغانستان غوندې هېواد کې، چې خلک يې اوږدې او ترټولو پېچلې جګړې ستړي کړي، لږترلږه دسولې داعيې ته درناوى او په ملي کچه پراخ ملاتړ موجود و.
دښاغلي کرزي له حکومت څخه عزل شوې څېرې له سولې سره دمخالفت له وجې په ولس کې ورټل شول اوهيڅ چايې ننګه نه کوله په ځانګړې توګه دسولې هغه مخالفين چې داسلامي جمعيت په بېلابېلو فرکسيونونو پورې يې اړه درلوده د سولې دعالي شورا د رئيس په توګه داستاد رباني له ټاکل کېدو وروسته له اخلاقي اوسياسي پلوه ماتې خوړلي ښکارېدل او ان ځينې معلومات داهم ښيي، چې داسلامي جمعيت هغه څېرې، چې پخوا دکرزي په حکومت کې ستر برخوال وو او اوس ځانونو ته اپوزيسيون وايي، له ښاغلي رباني غوښتنه کړې وه ، چې دسولې دعالي شورا غړيتوب اومشري ونه مني خو استاد رباني يې خبره نه وه منلې .
که داخبره ريښتيا وي نو په ريښتيا سره ، چې استاد رباني دسولې په لاره کې د خپل سر دقرباني کېدو ترڅنګ ان دخپلې سياسي ډلې او تنظيم د مهمو غړو غوښتنو ته هم نه و تسليم شوى .
څه موده وړاندې، چې د ځان وژونکو بريدونو لپاره روزل شوي ځينې ماشومان د حامد کرزي له خوا له بښنې وروسته خوشې اوکورنيو ته يې وسپارل شول د سولې دمخالفينو غصه يې ېو ځل بيا راوپاروله او کرزى دسختو نيوکو لاندې راغى. له بلې خوا د عبدالحق څلورلارې ته څېرمه ودانۍ ته دځان مرګو بريدکوونکو ننوتلو او له هغه ځايه دامريکې دسفارت او ايساف دقوماندانۍ ترڅنګ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو راکټي بريدونو يو ځل بيا د سولې مخالفينو ته ددې پلمه په لاس ورکړه ، چې دسولې له پروسې سره که څه هم پايله يې معلومه نه ده ، خپل مخالفت وښيي .
کله چې ددولت وسله والو مخالفينو دسولې او خبرو اترو په لاره کې له شتو اسانتياوو په گټې اخسيتو او دسولې دقاصد په څېره کې دځان مرګي بريدګرپه راليږلو د سولې دعالي شورا رئيس استاد برهان رباني په نښه کړ، دا ځل نو دسولې مخالفينو ته ښه موقع په لاس ورغله، کله چې په جلال اباد کې دکابل بانک په نماينده ګۍ د وحشيانه بريد په پايله کې زموږپه لس ګونو هېوادوال په شهادت ورسيدل دملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح يوه ورځ وروسته ويلي وو، چې (( کرزى هغه کسان خپل ورونه بولي، چې پرون يې زموږ په لس ګونو هېوادوال ووژل )) دا ځل چې استاد برهان الدين رباني دځانمرګي بريد نښه وګرځېد يوه ورځ وروسته ښاغلي عبدالله عبدالله همداخبره وکړه (( هغه کسانو چې پرون يې زموږ استاد او رهبر په شهادت ورسوه کرزى ورته ورونه وايي هغه زياته کړه چې کرزى دې لاړشي له خپلو ورونو سره دې په يوه ګوښه کې کښيني او دافغانستان خلک دې پرېږدي، چې خپل برخليلک وټاکي . ))
د عبدالله دې خبرې ته که له عاطفي اړخه وکتل شي ښايي ډېر پلويان يې خپل کړي وي ، ټول پوهيږي چې د استادرباني پلويان د هغه له وژل کېدو وروسته په قهراوغمګين دي . ډېرداسې کسان چې ترپرونه يې د سولې په عالي شورا کې داستادرباني شتون ته په پام سره دسولې په اړه ترخه غبرګونونه ښودل ، خو اوس چې دسولې په نامه خبرو اترو د نوموړي د وژل کېدو زمينه مساعده کړه له سولې سره مخالفتونو زور اخيستى ، د استادرباني پلويان او دسولې مخالفين څه ان هغه کسان ، چې دسولې پلويان خو داستاد رباني سياسي مخالفين وو ښايي، چې له دې پېښې وروسته دسولې له پروسې دننګې اخلاقي جرئت ونه لري او له سولې سره به مخالفتونه زيات شي .
زما له نظره له سولې سره مخالفت به په دې معنا وي، چې موږ د جګړې دوام غواړو که څه هم طالبانو وښودله، چې نور نو دسولې په اړه ورسره خبرې اترې په کارنه دي . خو ديوه ملي ارمان په توګه دسولې ټينګښت او د جګړې پاى دهرافغان هيله ده موږ نه شو کولاى جګړې ته د حل ديوازنۍ لارې په توګه ترجيح ورکړو . په کار خو داده، چې دسولې پرځاى سولې ته درسېدو په لارو چارو او طريقو باندې نيوکه وشي . اويا دې ديوه ملي ستراتيژۍ په توګه هغه ډلې چې سوله ورسره کېدونکې ده ځانګړې شي او هغه ډلې ، چې په سوله باورنلري دخبرو اترو له کولو دې ورسره ډډه وشي او که نه نو موږ به د کمزوري امنيتي مديريت او استخباراتي څاردنه شتون له امله تردې ستر تاوانونه وګالو . دسولې دقاصد په څېره کې تروريست که نن استاد رباني وواژه سبا ورځ کرزى ، دهغه مرستيالان او نور رهبران هم په نښه کولاى شي ، ولس خو هسې هم د دواړو لوريو په وسله والو فعاليتونو ، بمباريو او ځانمرګو بريدونو کې قربانۍ ورکوي . ددې ډول پېښو دمخنيوي لپاره دسولې په مديريت کې بدلون حتمي دى .
که چېرې دسولې دپروسې منتقدين همدانيوکه کوي نو په کارده ، چې دافغانستان دولت يې اندېښنې اونيوکې په پام کې ونيسي خو که دسولې مخالفين اوس د استادبرهان الدين رباني د وژل کېدو له پېښې سياسي ګټه پورته کوي او غواړي په دې پلمه او تردې شعارلاندې دکرزي دحکومت پروړاندې خپلې عقدې وسپړي دانو بيا نه يوازې استاد رباني ته درناوى نه دى ، بلکې دافغانستان دلوړو ګټو سره مخالف عمل دى .
اټکل کيږي ، چې ډاکتر عبدالله عبدالله او امرالله صالح چې ترننه پورې يې په منظم ډول دسولې په اړه خبرې اترې او پروګرامونه چلنج کړي خو تراوسه يې دپام وړ اورېدونکي نه دي موندلي غواړي ، چې داستادرباني د ترور له پېښې په سياسي استفادې سره خلک دکرزي دحکومت پروړاندې وهڅوي . داستاد رباني د جنازې او خاورو ته دهغه خداى بښلي دسپارلو په مراسمو کې دې ښاغلو هڅه وکړه ، چې خلک د کرزي په ضد وهڅوي ، دوى په خلکو غږ وکړ ، چې موږ خپل استاد خاوروته وسپاره خو غلي به پاتې نه شو ، دوى له خلکو ژمنه غوښتله چې په راتلونکي کې به واټونو ته ر اوځو او دخپل شهيد دوينو پوښتنه به کوو . ترکومه ځايه چې خبره له عاطفي ليد نه څېړل کيږي ښايي دهغوى احساسات به په هغه وخت کې د درناوي وړوي خو که له سياسي پلوه دې ډول هڅونو ته کتنه وشي نو په کارده ، چې ددې ډول حرکتونو چې داستادبرهان الدين رباني له شهادته په کې سياسي استفاده کيږي . مخه ونيول شي . موږ بايد داسې يو بحث راپورته کړو ، چې که څوک استادرباني ته درناوى لري او دهغه په قدم پل ږدي نو سوله دې ، چې دهغه خداى بښلي وروستۍ لاره وه تعقيب کړي . که نن زموږ خلک د وير په ټغرناست دي نو مه هېروئ ، چې که داحالت دوام وکړي ډېرې داسې څېرې ، به نورې هم له لاسه ورکړو. څه موده مخکې چې افغان ولس د جنرال داود ، مولانا سيدخېلي او احمدولي کرزي دجنازو شاهدان وو همدې خلکو په هغه ورځ هم دسولې مخالفت کړى و خو ښايي په دې نه پوهېدل چې که جګړه دوام وکړي دابه وروستۍ پېښې نه وي اوس چې ترټولو سختې او پېچلې استخباراتي جګړې زموږ په سل ګونو علما او قومي مشران له موږ څخه واخيستل ، موږ ته په کار دي ، چې که څوک غواړي يا نه غواړي دسولې لاره ونيسو ، خو ددې ترڅنګ دسولې د پروسې مديريت هم بايد بدل شي په هرهرچا اعتماد کول نه دي په کار . د دولتي ادارو په منځ کې همغږي په کارده . په حکومت کې اصلاحات ، دفاسدو چارواکو لرې کول ، داعتماد دروحيې ژوندي کول او په حکومت کې د فعالې ديپلوماسۍ احيا کول بايد دسولې لپاره مقدماتي ګامونه وي که نه نو نه به سوله راشي اونه به بې هدفه جګړه دچا په ګټه پاى ته ورسيږي . او که چارې په همدې ډول روانې وي نو ددې وېره شته ، چې دسولې مخالفين به له اخلاقي لحاظه دسولې د پلويانو په نسبت په ښه موقف کې وي . دحکومت اپوزيسيون که ريښتياهم دکرزي له حکومت سره د ارزښتونو ا وملي ګټو پرسر مخالفت لري نو ډېرې موضوع ګانې شته ، چې په راسپړلو يې کرزى ننګولى شي ، اداري فساد، بې عدالتي ، قانون ماتونه او نورې داسې نيمګړتياوې ډېرې دي ، چې ښاغلى عبدالله او امرالله صالح يې له حکومت سره د مخالفت لپاره راپورته کړي . له سولې سره يومخ او غوڅ مخالفت به ددوى لپاره په زړه پورې موضوع نه وي په ځانګړې توګه که دوى د استاد رباني د وژل کېدو له پېښې سياسي استفاده کوي او يوازې له همدې زاويې پرحکومت نيوکې کوي دابه د استاد رباني ريښتيني پلويان خواشيني کړي . ځکه ويل کيږي ، چې داستاد رباني ريښتيني پلويانو ژمنه کړې ، چې سولې هڅو ته به د استاد رباني ديوه ارمان په توګه دوام ورکوي