دکابل پښتانه ښاريان د پوهنی وزارت کړوژمنو ته سترګې په لاره دي

داچې دپوهنی محترم وزارت په امرا وپېرزوينه په کندهار ولايت مرکز اود پکتيا ولايت مرکز ګردېز کې دوه وړکوټي ښوونځي سږکال 1385 لمريز کې پرانېستل شوي دي البته ددې زيري په اورېدوسره خوشاله شوي يوو؛ که څه هم دا يو څر ګند واقيعت دی چې دري ژبي په دغو پښتون مېشتو سيمو کندهار او پکتيا ولاياتو کې خورا لږ دي که چېرې ددغو دوو ولا يتونو دري ژبي سره يوځای کړی شي ددو کلو خلک به ور ځيني جوړ شي. بيا هم دخوښۍ خبره خو داده چې زموږ د هېواد دري ژبي بچيانو ته ددوی دمشرانو دغوښتنې پر بڼسټ هلته نوي ښوونځي پرانېستل کېږي ، سربېره پردې چې په دغه نېک عمل کوم اعتراض نشته بلکې موږ يې هرکلی کوو.
ولې داندېښنې خبره داده چې دکابل ښار نېمايي نه زيات شمېر وګړي پښتو ژبي دي؛ تراوسه پورې دوی ته چاپه مورنۍ ژبه دښوونځيو جوړولو کوم قدم نه دی اوچت کړی چې دکابل ښار نېمايي پښتو ژبي وګړي دا له ځان سره لوی تېری ا و ظا لمانه حرکت بولي چې ددوی قانوني حقوق تر پښو لاندې کېږي. په داسې حال کې چې دزروڅخه زياتې عرېضې د پوهنې وزارت مقا ماتو سره پرتې دي؛ چې زموږ بېوزلو اوبې اسرې بچيانو ته دې په مورنۍ پښتو ژبه ښوونځي جوړ کړی شي. اودا هم وايي چې موږ امتياز نه غواړو خپل قانوني حق غواړو. په داسې حال کې چې داساسي قانون 16مه او 43 مه ماده اوهم اسلامي عدالت اودما شوم دحقوقو نړيوال تړون او دپوهنې وزارت تعليمي نصاب داټول پردې اصل ټينګار کوي چې زدکړه بايد په خپله مورنۍ ژبه ترسره کړی شي. ولې بيا هم چا وربا ندی سر نه دی ګرولی اود عملي کېدو څرک يې نه تر سترګو کېږي.
ښاغلی د پوهنې محترم وزير اتمر صاحب !
که چېرې ددوی قانوني غوښتنو ته د ځواب له ويلو نه ډډه وشي او دا لړۍ لا هم ادامه ولري ددې خطر شته چې : لمړی به جلوسونو ته خلک راوغواړي او بيا به په کابل ښار کې په لار يونونو اومظاهرو لاس پورې کړي خدای مه کړه که چېرته دغه لاريو نونه اومظاهرې دقهر او غوسې بڼه غوره کړي؛ هېواد مو پرته له دې هم دښمنانو راته وران اووېجاړ کړی دی نوره به هم وران او وېجاړشي.
همدا اوس چه د هېواد په ختيځ او جنوب ختيځ کې جګړې روانی دي؛ دعلتونو له جملې څخه يې يو سبب دادی چې زموږ ماشوما نو ته د افغانستان په مرکزکابل کې په مورنۍ پښتو ژبه د زده کړې داسانتياوو حقوق نه ور کول کېږي اوپه خپل پلارني هېواد کې ځانونه پردي ورته ښکاري. سږ کال پوهنې وزارت دنوامبر په مياشت کې دنظر غوښتنی سيمينار ته ګڼ شمېر پوهان راغوښتي وو اود پوهنی وزارت مسؤلينو ژمنه وکړه چې ددو مياشتو په اوږدو کې به خپل پلان دژبودانډول په هکله دسيمينار غړو ته وړاندې اود 1386 لمريز تعلېمي کال په پيل کې به په دواړو رسمي پښتواو دري ژبوپه مساويانه ډول دشمېر له مخې دښوونځيوداداري پرسونل په مرسته ښوونځي او لېسی په نخښه کړو؛ او دنوي تعلېمي کال پيل سره سم به دزده کړی پروسه شروع کړی شي. څرنګه چې دنوي تعليمي کال پيل ته ډيرلږ وخت پاتې دی؛ هيله ده چې دپوهنې وزارت ژمنې دپخوا په څېر دتشو وعدو بڼه ونه لري اوکه نه دکابل ښار بی وزلي پښتانه ماشومان به د بی وسۍله حالت سره لاس اوګرېوان شي اود تېرو کالو په ډول به د دوی زيات شمېر په دري ژبه دنه پوهېدو له کبله په کورونو کې بې تعليمه پاتې شي .
په درنښت