
دملي کرښې ١٨ مه ګڼه
محمدالله ارين احمدزى
له نن څخه يوه لسيزه وړاندې په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د مياشتې په يوولسمه نېټه د امريکې له ځينو ودانيو سره الوتکې وجنګول شوې. امريکې القاعده تورنه کړه او په همدې پلمه يې پرافغانستان بريد وکړ . دطالبانو واکمني ړنګه شوه اوپرځاى يې پخواني جنګ سالارن واک ته ورسېدل . افغانستان ته د امريکې له راتګ سره سم نړيوالو ژمنې وکړې ، چې دافغانستان له بيارغونې سره به مرسته کوي ،افغانان په دې هيله وو ،چې سړکونه، ښونځي، روغتونونه، د بريښنا بندونه اونوراقتصادي تاسيسات به يې جوړېږي . په لومړي سر کې دا کارونه ډير چټک روان و او نږدې په يو کال کې د هيواد ډير سړکونه پاخه شول خو دا کار داسې نه و چې کرار کرار سوړ شو بلکې يو ځل په ټپه ودريد او ټولو نړيوالو دا نارې سورې پيل کړې چې اداري فساد دى ، د دوى ډيرې مرستې تالاترغې شوې خو هيڅ چاپوښتنه ونکړه ، چې دا پيسې چا تالاترغې کړې او څوک په اداري فساد کې لاس لري. په زرګونو عام افغانان بې ګناه و وژل شول، کورونه يې تلاشي شول، بګرام، ګوانتانامو، د څرخي پله او ولايتونو زندانونه ترې ډک شول. ډير له خپلو سيمو څخه چې په تيرو درې وو لسيزو کې نه و کډوال شوي دې ته اړ شول چې کډه شي، د کندهار د پنجوايي په ګډون ډيرې شنې ولسوالۍ او بڼونه له خاورو سره خاورې شول او خلک د خداى هيلې ته کيناستل. خو ځينې بيا پکې دومره شتمن شول، چې هيڅ اټکل يې نه کيږي که کابل ته راشې او لوړې ودانۍ وګورې او پوښتنه يې وکړې د چارواکو او پخوانيو مشرانو ځامن، کړوسي او ميرمنې به هم پکې څو کورونه او مارکيټونه ولري. هغه طالب مشران، او عادي خلک، چې له نظام څخه خفه شوي و او په کورونوکې ناست و د حکومت ناسمو کړنو او غچ اخيستنو دې ته اړ ويستل چې يو ځل بيا هرې خواته لاسونه اوږده کړي او وسله واخلي او جګړه پيل کړي، دې جګړې د هيواد په ختيځ کې زورواخيست او داده تر يوې لسيزې وروسته د هيواد هر ګوټ ته ورسيده. چا ته هرڅه ورکړل شول خو څوک بيخي بې برخې پاتې شول . امريکې تر ډيره خپلې موخې لاس ته راوړې، افغانستان يې په نړيوال حشر ونيو، اډې يې جوړې کړې، او د سيمې هيوادونو ته يې هم د دې جګړې مزي څه ناڅه وغځول، خو د سيمې هيوادونه پکې د ډيرو شتو خاوندان شول هغه مرستې چې له افغانستان سره شوې دي تر دې دوه برابره پاکستان ته ورکړل شوې، د افغانستان ملي اردو لا هم زرهي موټر نه لري خو د پاکستان په پښو ولاړ پوځ ته الوتکې، په ميليونونو ډالره مرسته ورکړل شوه. پاکستان د دې لپاره چې له دې مرستو بې برخې پاتې نه شي د دې هيواد په سرحدي او پښتون ميشتو سيمو کې د ملايانو يوه پروژه په لاره واچوله او دلته يې يو ځل بيا ځينې ډلې او ټپلې و روزلې او په دې نوم يې څو ځلې چې عمليات کوي په ميليونونو ډالره مرسته لاس ته راوړه. زموږ نظام له يوې ورځې بلې ته پسې کمزورى شو او دې حالت ته ورسيد چې اوس نه مري او نه يې هم د پاتې کيدو څه امکان شته دى. اداري فساد، درغلۍ، زوراکۍ، چور چپاول، د ځمکو غصب، د نشه يې توکو کرکيله، نا امني دې حد ته ورسيده چې اوس نو په نړۍ کې افغانستان څو ځلې مډالونه ګټلي دي. په لومړي ځل کله چې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او مشرانو جرګې ټاکنې کيدې او دا د افغانانو لپاره يوه نوې تجربه وه خو مينه ورسره دومره زياته وه چې خلک به د رايې ورکړې ته په ليکو کې ولاړ وو او ښه مې ياد شي چې په لوګر کې په يوه لرې پراته کلي کې ان ميرمنو دومره رايه ورکړه چې مازديګر وخت ختم شو خو بيا هم ميرمنې په ليکو کې ولاړې وې او ما د يوناما له استازي غوښتنه وکړه چې په ښځينه مرکز کې د رايو وخت يو ساعت نور هم اوږد شي. خو په دويم ځل کله چې د ولسمشرۍ ټاکنې کيدې، هغه وخت زما وظيفه په کندهار کې وه پوليسو به په زوره په خلکو د رايې د ورکړې کارټ اخيست خو خلکو به تر اخيستنې وروسته د ځان له ډاره، له حکومت څخه د سرټکونې له امله شلاوو. همداسې د ولسي جرګې ټاکنې هم پسې درواخله چې تر اوسه بريالي او نه بريالي يو بل ته سوکان، لغتې، او ان ځينې وخت وسلې هم پورته پورته کوي، ائتلافونه، جوړ شوي، سياسي ګوندونه بې شمېره شوي دي خو په هيواد کې سمون نه شته . ښونځي شته، روغتونونه شته، سړکونه شته، خو د ښونځي لپاره په نا امنه سيمو کې نه ښونکي شته نه هم زده کونکي، په امن سيمو کې زده کونکي شته خومعياري ښونکي نشته دي، روغتونونه شته دي خو پکې درملنه او سم ډاکټر نشته او په ځينو سيمو کې دا خدمات لا هم د اوه لسمې او اتلسمې پيړۍ تر کچې هم ټيټ دي، سړکونه شته دي ډير کريړ شوي او ځينې يې هم د کريړ کيدو په حال کې دي خو کندو او ژورو ته يې چې ځينې پکې ماينونو، او ځينې هم پکې درنو بارونو را منځ ته کړي دي د پاملرنې او بيا جوړونې څوک نشته دي. په جوماتو کې ناست ملايان سياسي مفکوره لري، په ښونځيو کې ناست ښونکي هم د معاش او بډو په غم کې دي، دولتي کارکونکي خو له پيسو پرته هيڅ شى نه پيژني، د قانون په نوم يو شى شته دي خو د کاغذونو پر مخ، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره شته خو تش په نوم، د اطلاعاتو او فرهنک وزارت چې د افغاني دود او کلچر ساتنه به کوي شته دي خو تش په نوم، همداسې د ماليې وزارت، د سوداګرۍ وزارت، ولسي جرګه، لويه څارنوالي او قضايي سيستم هم در واخله. بهرنيان يې ملامتي پر افغان چارواکو ور اچوي او افغان چارواکي بيا وايي، چې دې کې د بهرنۍ مافيا لاس دى، خداى خبر غل خبر. دلته د ګرم نا ګرم، ګناهګار بې ګناه، توپير نه کيږي، ټول وايي چې ميم زرما ټول يې زما، ډيرې نا منلې څيرې په خلکو په زور ومنل شوې، ډير پکې د هيواد ملي شخصيتونه شول او د دې هيواد په نوم يې ډير امتيازونه واخيستل. د هيواد د سور، زرغون او تور بيرغ لاندې ناست چارواکي په دې بيرغ ملڼډې وهي او بيرغ ته هيڅ درناوى نه کوي، په هيواد کې سمتپالنې، ډلې ټپلې پالنې، ژبني توپيرونو او نورو ته ډيرې لمنې و وهل شوې او لا هم وهل کيږي خو ملي زعيم او ملي فکر لا هم نشته دي. ډيرې ملي څيرې او پوه شخصيتونه شته دي خو يا هم ورته د کار موکه نه ده ورکول شوې او يا يې هم د ځان لپاره وړ موکه نه بولي. په هيواد کې کېدى شي په ځينو پرمختګونو سترګې پټول هم بې وجداني وي خو له يوې ورځې بلې ته خرابيدونکى حالت کيدى شي دا لاسته راوړنې هم له صفر سره ضرب کړي او هيڅ يې وبولي، ډير سړکونه ورغول شول، ښونځي جوړ شول، مخابراتي سيستم ښه ډير پرمختګ وکړ، افغانان د څه ناڅه ژوند او يوې ګولې ډوډۍ خاوندان شول خو دا هر څه اوس له خاورو سره خاورې کيدونکي دي. زما په اند ډير ځلې به د دې ورځې يادونه وشي، بهرنۍ نړۍ به پکې خپلې لاسته راوړنې، د سيمې هيوادونه به پکې د خپلو ګټو يادونې وکړي، خو د افغانستان لپاره به يې بيا هم تر هغه پايله منفي وي ترڅو چې په هيواد کې ملي فکر، افغاني ذهنيت، نه ستړې کيدونکې هلې ځلې نه وي پيل شوي، . تر هغه چې په افغانستان کې د دې هيواد ځوان قشر له ځوان فکر او اند سره را پورته نه شي د دې ټولو بدبختيو مخه ونه نيسي او هغه چې پر دې هيواد يې څو لسيزې لوبې کړي په کور کښينوي نه نه وي ګمان مې نه شي چې دا وړۍ دې شړۍ او دا نولس دې شل شي.