
دملي کرښې د ١٨ مه ګڼه
ليکوال :اصيل پښتون
ګرانولوستونکوتاسې به دلمړني مسجد ضرار د جوړيدو له هدف څخه څه ناڅه خبرياست کوم چې د حضور(ص) د ژوند په دوران کې ديوې ډلې منافقينو دخوا جوړشوى و ترڅودهغه د پاک نوم څخه په استفادې دمسلمانانوخلاف خپل شوم پلانونه عملي کړي . حضور (ص )ته د وحې کېدونه وروسته هغه مبارک ددې مسجد د ورانېدوامر وکړ دلته زه ستاسو پام د دويم مسجد ضرار د جوړيدو هدف ته را اړوم کوم چې د انګليس استعمار د خوا د ۱۹۴۷ کال د اګست په څوارلسمه د پاکستان په بڼه جوړشو . د دويم مسجد ضرار جوړيدل له لومړي مسجد ضرار نه خورا زيات خطرناک و هغه په دې معنا ،چې ددويم مسجدضرار ( پاکستان ) جوړيدل د اسلام د مقدس نوم ترعنوان لاندې وشول . استعمار د سيمې د مسلمانانو خصوصاً د پښتنو د تېراېستلو په خاطر دويم مسجد ضرار ته داسې نوم ورکړ، چې خلک پرې داسلام د قلعه باور وکړي په داسې حال کې چې د پاکستان له جوړېدو تر اوسه دهند نيمې وچې مسلمانان له زوال سره مخ دي . د انګريزي ښکېلاک له راتلومخکې دهند نيمه وچه نږدې تر زرکلونو پورې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو تر واک لاندې وه او مسلمانان په اکثريت کې وو انګريزانودا حالت دځان دپاره خطروګاڼه ، دهند نيمه وچه يې په درې څلور برخوووېشله . دجناح په څېره کې يې قايد اعظم ميدان ته راوستو او د مسلمانانو زرکلنه واکمني يې پاى ته ورسوله او په سيمه کې يې زياتې جغرافيوي کشالې پرځاى پرېښودې چې لاتر او سه يې له امله په سيمه کې تاو تريخوالى روان اوپښتون اولس په خپلو وينو کې لمبېږي . له هغې ورځې چې دانګريزي استعمارله خواداسلام د مقدس نوم ترعنوان لاندې دپاک کليمې په استعمال سره په مصنوعي ډول پاکستان منځ ته راغلى دخپل بادارپه پله يې پل ايښى اودپښتون قوم په مقابل کې يې دښمني ښودلې ده اوداستر قوم يې تل دخپلو ګټوپه خاطر قرباني کړى اودسوند دموادواستفاده يې ورځنې کړې ده چې ښه مثال يې اوسنى بحراني حالت دى کوم چې په لوى لاس دپاکستان له خوا غربيانو ته دزياتو امتيا زاتوپه مقابل کې زمينه مساعده شوه چې دخپلوګټوپه خاطر دپښتون په ځمکه داور لمبې بلې کړي پاکستان نه يوازې پدې بسنه ونکړه بلکې دپښتني غرور ماتولو په خاطر يې زيات شمېر علما اوقومي مشران د څو ډالرو په مقابل کې امريکايانو لاس ګوانتاناموته ولېږل .
دنيا ته دحقايقودبربنډېدودمخنيوي په خاطريې بېګناه ژورنالستان لکه جان لله( هاشم زاده ) او فيصل(شهزاد) دژوند له خوږو څخه بې برخې کړل اوهم يې دپښتنو دملي رهبرانود ترورکولودپاره د آي.ايس.آي له بدنامې شبکې استفاده کړې ده چې مثال يې په ۲۰۰۹ کال کې په چارسده کې داسفند يار ولي د وژلوپه خاطر ځان وژونکې حمله ده چې لسګونه پښتنې کورنۍ يې دغم په تغرکېنولې . دانن نه دى، چې پاکستان دپښتنوپه سرتجارت کوي بلکې ان له پيله يې دپښتنو دځپلو لپاره له دوکې کاراخيسته . دهغه وخت د جمهوررئيس ضياالحق يوواقعي کېسه دلته ذکرکوم هيله ده پښتون نسل ترې دعبرت درس واخلي . دجهاد دپيل شپې اوورځې وې افغانان لرې پښتونخوا ته په کډه شوي وو او دکچه ګړۍ په پنډغالي کې ځاى په ځاى شوي وه چې يوه ورځ ضياﺀالحق هم د پښتونخوا د ځايي مشرانو سره يوځاى تشريف راوړ کله چې پنډغالي ته راورسيد نودخبروپرمهال يې زيات وژړل اوځان يې دافغانانو غمخوار وښود خوکله چې د پنډغالي څخه بيرته د ښار په لورد ارباب دوست محمدخان سره يوځاى په موټرکې روان شو نوارباب دوست محمدخان ته چې د پښتونخوا دوخت د وزيراعلى ارباب جهانګير ورور و مخ ورواړولواو ورته و يې ويل چې محترم ارباب صاحب ساده ګان مې په لاس درکړي ښه يې وځپه دوى زمونږ د نيکه ګانو دوښمنان دي او کوښښ وکړه چې افغانان درڅخه يوه رهبري جوړه نکړي .
ارباب دوست محمدخان چې له اصله دجلال اباد اوسيدونکې و ډيرزيات خفه شو او ددويم مسجد ضرار د واکمن په دوه مخې پاليسۍ يې تعجب وکړ او محترم ارباب صاحب د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر پيښې نه وروسته افغان مشرانوته داکېسه وکړه او ورته و يې ويل ((د خداى ( ج ) لپاره نورد پاکستان په ناپاکه نيت خطا نشۍ خپل هيواد مو نور د بيګانه وو په لاسونو مه ورانوئ ))
.خوله بده مرغه زمونږ افغانان لا اوس هم د پاکستان په شومو اهدافو خبرنه دي او د اسلام ترعنوان لاندې د انګريزي استعمار پاليسي مخکې وړي.او ددويم مسجد ضرار دضررونو څخه زمونږ بې ګناه افغانان په امان نه دي.
دوى تل دانګريزپه اشاره په اسلام مينو پښتنودغولولودپاره داسلام دمقدس دين څخه په خپله ګټه استفاده کړې ده، چې په همدې خاطريې د پاکستان پلازمينه د کراچۍ څخه راولپينډۍ ته انتقال اود اسلام اباد په نوم يې ونوموله ترڅو د اسلام د مقدس نوم نه په استفادې دپښتون قوم په سترگوکې خاورې وشيندي د پښتون قوم ماتې خوړلي انگريز دښمن کوم چې مونږ د خپل هيواد څخه په دروازه وشاړه بيا ددې مسجد ضرار څخه په ګټه اخستلو د کړکۍ دلارې زمونږ کورته راداخل شو,.
داستعمارد ځاى ناستي پنجاب داستعمارځای ناستی پنجابیواکمنو د اسلام ترعنوان لاندې زمونږ د خوږ هيواد په داخل کې د انګليس استعمار دپاره زيات ايجنټان وروزل او هم يې داسلام ترچتر لاندې په پاکستان کې داسلام د بدنامولودپاره په لسګونوفرقې او ډلې وروزلې چې دنمونې په ډول يې يوڅو دلته يادوم، ۱ قاديانيان ۲ پرويزيان ٣ بريلويان او په لسګونو نورې تروريستي ډلې، چې د افغانستان بنسټيز جوړښتونه اوملي اردو يې له منځه يوړل هغوى داسلام څخه د چاړې استفاده وکړه ځان دپاره يې کېک پرې ټوټه ټوټه کاوه اودنورو يې په ګيډه کې واهه .استعمار د پنجابي ايجنټانو په واسطه د پښتون قوم خلاف سل کاله مخکې جوړې شوې پاليسۍ قدم په قدم عملي کړې ، چې په نتيجه کې يې نن يوځل بيااستعمار په نوې بڼه سر راپورته کړى او لراوبرپښتانه د جنګ په بل شوي اورکې سوزي د دويم مسجدضرار د منبر څخه د اسلام او پښتون قوم خلاف اواز اوچتيږي او يو پښتون دبل پښتون د وينې تويولودپاره په سلګونوجوړو شويومدرسوکې روزل کېږي .داستعمار ځاى ناستي پنجابي واکمنو دخوا په خورابې رحمۍ د سترپښتون قوم تاريخي وياړنې ،کلتور،ژبه ، مذهب، ملي مشران په تدريجي توګه د منځه وړل کيږي او لا اوس هم بوخت دي .
که مونږ د هيواد تېر درويشت کلن تاريخ ته ځعلنده نظر واچوو نو وبه ګورو چې استعمار دپنجابي ايجنټانو په مټ زمونږ په ملت کې لسګونه ډلې جوړې او افغانان يې په خپلو کې وجنګول حتا دافغانانو په تباهۍ کې د هغوى په قول د افغانستان دجهاد شهيد ضياﺀالحق (!) هم پوره لاس و،
د انګريزي استعمار له خوا د ستر پښتون قوم دوه ټوټه کېدلو په سيمه کې داسې ناسور رامنځ ته کړ، چې نن يې خپله د انګلوساکسون لمسيان ( امريکايان ) له دسيسو څخه په امان کې نه دي.اوس بايد د نړۍ سوله غوښتونکي انسانان قضاوت وکړي ، چې سوله غواړي که جنګ ؟ که سوله غواړي نو په يواواز دې راپاڅي او دمسجد ضرار د له منځه وړلو غوښتنه دې وکړي .که نن هم دويم مسجد ضرار له منځه ولاړشي نو بيا به سبا دکوزې پښتون خوا تنکي ځوانان د برې پښتونخوا مرۍ پرې کولو ته نه روزل کېږي بيا به د اسامه بن لادن غوندې اشخاص داسلام اباد په څنډه کې د نظامي ښار له منځ څخه نه راوځي.
بيا به څوک ستراتيژيک عمق ته د رسيدو دپاره د اسلام دمقدس دين له پاک نوم څخه استفاده نکوي . بيا به داسلام ددين علماﺀکرام په ډالرو نه پلورل کېږي . بيابه د سوله غوښتونکې پښتون قوم کلتور،مذهب اوژبې ته په سپکه نه کتل کېږي پښتون به بيا دنړۍ په سطحه د سولې د تامين مخکښ وي.
خپلې خبرې دپاچاه خان په دې خبره ختموم ، چې (( لا به يوکيږو ګنې ورکېږو )