ورځ می شپه سوه چه په لوری زما راغله
دیار غم وو لکه توره بلا راغله
په کوم لوری به تری ځان ژغورم دتللو
دقسمت لوبه له مخ او له شا راغله
ورته کوز به دحسینو وی سرونه
که دبخت ستاره مخته دچا راغله
دا چه اوری می پر مخ باران داوښګو
زما دفکر په اسمان کی خو بیا راغله
شیخه هیر به دي اذکارشي که دی مخته
پښتنه دجنت حوره پر خوا راغله
څه ازار می دۍ اخیستئ نه پو هیږم
چه لړۍ زما پر عمر سیاه راغله
عمری او بخت خو دومره سره لری
لکه څوک چه وای ځوانی دبوډا راغله
محمدعلی عمری / مسلم باغ
ازاد شعر
دغه تسپي
دا چی په لاس کی دي زما
دا می شیخی مه ګڼه
پدی رقیب غولوم
وینا همدا ورته کړم
زما تسپي لا سکی دي
ددې نړۍ له ښکلیو
زما واټن ده لری
صنمه
هلته به زه
زما دتسپو
دا سلیځ لاړ
دغاړی هار کړمه ستا
چه دا یا غی قسمت می
دغه دعشق پا چهی
په رسمیت ومنی
په درناوی محمدعلی عمری / مسلم باغ
وروستي