دعبدالقديرخان په اړه ناويلي حقايق ( له البرادعي سره ځانګړې مرکه )

  دنړيوالې اتومي انرژۍ اژانس لوی مشر محمد البرادعي وايي : عبدالقدير خان  او دده اتومي شبکې له ليبیا او ايران سره د اتوم په برخه کې مرسته کړی نوموړي له الحياة ورځپاڼې سره په يوه اوږده مرکه کې خپلې اندېښنې په ډاګه کړي البرادعي وايي : که د پاکستان اتومي وسله  او ګروهه سره غاړه غړۍ شي ، ددې شونتيا شته ، چې دهمدې ګروهې او د نورو هغو څښتنان به  د مرګ پر پوله ودروي . البرادعي زياته کړه ،چې دعبدالقدير خان شبکه  نړيواله هغه ده  او نږدې ديرش شرکته لري  او نور ې سيمه ييزې څانګې هم لري په ترکيه ، سويلي افريقا ، ماليزيا ، سويس  او المان کې  جوړې شوې برخې  دوبۍ ته رالېږدول کېږي . ده دا هم وويل ، چې عبدالقدير خان خپله له  ( طالبانو او القاعده ) سره کوم تار نه لري  ، خو د ليبيا په اتومي پروګرام  په بنسټ اېښودنه کې ونډه درلوده هغه مهال دليبیا پروګرام لا د پيل په شيبه کې و همدارنګه خان  له يو شمېر عربي هېوادونو څخه ليدنه کړی او د ګروهې له مخې له هغوی سره د مرستې ژمنه کړی ده .
البرادعي هغه لاملونه هم په ګوته کړل ،چې صدام حسين یې د ځمکې لاندې داتومي وسلو دبټيوجوړونې ته هڅولی و نوموړې زياتوې که د 1991 ز جګړه نه وه صدام خپل اتومي پروګرام له سره پيلوه  .
همدارنګه  لوی مشر داسرائيلو دپخواني لومړي وزير ارييل شارون سره هم دخپلې ليدنې په اړه وغږيده ده وويل ، چې دا مهمه ليدنه وه شارون دلومړي ځل  لپاره دا ومنله ، چې زه چمتو يم له اتومی وسلو څخه د پاک منځني ختيځ په اړه درسره وغږيږم . البرادعي وويل ، چې سوريې  د نړيوالې اتومي انرژۍ اژانس ته اجازه ورنه کړه ، چې هغه سيمه وپلټي ، چې داسرائيلو لخوا پرې بريد شوی و. او اژانس د سوريې د اتومي پروګرام په اړه کره معلومات په واک کې نه لري .
البرادعي وايي : زه تل ګواښل کېږم  کله  ، چې په اسرائيلو ، عراق  کې وم  وګواښل شوم ، ايران ته ،چې تللم هم وګواښل شوم زه نه پوهېږم ،چې دا څوک دي  خودبريښنالیک له لارې  مې ګواښي  ، خو زه  له تروره نه ډاريږم . له محمد البرادعي سره دمرکې دويمه برخه په دې توګه تر سره شوې ده :
 پ : دعبدالقدير خان شبکه څرنګه ده ؟
ځ : دا څواړخيزه شبکه ده ، په ديرشوهېوادو کې يې څانګې شته ، اکثره غړي يې په المان ، سويس ، ترکيه او سویلي افريقا کې استوګنه لري . همدارنګه څومليتيز شرکتونه په کې ونډه لري  لکه سویسري کورنۍ ، ترکیې شرکتونه ، دالمان ډله ، دماليزياشرکتونه  دا تر ټولو پيچلې شرکت دی ، خو خان دهمدې پيچلې شرکت دمشر په توګه ياديږي . عبدالقدیر خان او شبکې یې له لیبیا او ایران سره  مرسته کړی ده  دا هم ويل کېږي ، چې دغې شبکې له شمالي کوريا سره يو څه هم مرسته کړی  ددغې مرستې يوه ډېره برخه  دپيسو او ګټې په موخه وه .
پ : خپله خان دغوهېوادوته څه ورکول  ؟؟
ځ : هغه تيکنالوژي ، تخنيکي روزنه ورکوله ، پر CD يې ورته  ډيزانونه  انځورول  ان تردې ، چې دکنترول مرکزي سيستم  ورته انځوروه ،چې دغسې یې جوړ کړﺉ ، موږ له عبدالقدير خان سره مخامخ ليده کاته نه دې کړي تاسې پوهېږﺉ ، چې هغه د پاکستان داتومي پروګرام پلار ګڼل کېږي ، هلته په پاکستان کې  له ډېر درناوی برخمن دی ، ډېر ملاتړي او خواخوږي لري ، خو له دې هر څه  سره هغه په خپل کور کې  جبري نظربنددی ، موږ ته له هغه سره دمخامخ خبرو اجازه رانه کړل شوه ، خو پاکستان له موږ  سره مرسته کوله  موږ دحکومت له لارې  له هغه پوښتنې کولې  او هغه به ځوابولې .
پ : ايا هغه تاسې ټول تفصيلات ويلي ؟
ځ : هغه دا ومنله ، چې  د اتومي شبکې غړی و ، موږ ددغې شبکې له ډېرو غړو  سره ليده کاته کړي ، البته دا ټول ديوې سوداګريزې  پروسې غړي وو . خو زه فکر کوم ، چې خان  ګروهيز تمایلات درلودل  ، خان په دې  باور و ، چې ده (دپاکستان د اتومي پروګرام دجوړونې  له برکته ) له هندوستان سره د پاکستان انډول برابر کړ او اوس غواړي ، چې غواړي ، چې دځینو اسلامي او عربي هېوادونو دپروګرام له لارې له اسرائيلو سره هم انډول برابر کړي . زما دمعلوماتو له مخې عبدالقدير خان دا کار يوازې د سوداګرۍ  په موخه نه کاوه  بلکې عقيدوي لاملونه يې هم درلودل  . دغه ډول پرمختګونه موږ اړ باسي ،چې  په منځني ختیځ کې دامن په اړه وغږيږو  لومړې باید له پراخه ويجاړونکووسلوڅخه پاکه شي . عبدالقدير خان اوالقاعده پ : ايا عبدالقدير خان له طالبانواوالقاعده سره  اړيکې لري  ؟
ځ :   موږ دغسې يو څه ونه ليدل  ، خو ځينې پاکستانی اتومپوهان  افغانستان ته تللي وو .
پ : په دغوليدنو کې څه تر سره شوې ؟
ځ : زه يې پر جزئياتو خبر نه يم  ،خو په پاکستان کې عقيدوي تمايلات شته ، زه د اتومي وسلو او ګروهې له  غاړه غړۍ کيدو څخه  ډاريږم .  دا ګروهه به پر ځای پريږدو ،  که چېرې دغه ډول جوړ جاړی رامنځته شو دا به دهمدې عقيدې  او نورو هغو څښتنان دمرګ پر پوله ودروي .
پ : داسې ويل کېږي ، چې قديرخان په تاريخ  کې تر ټولو ستر اتومي سوداګر دی ؟
ځ : هوبالکل ، دا دخصوصي سکتور تر ټولو ستر اتومي سوداګر دی ، د شبکې  مشر و ، ددې تر څنګ  نور داسې شخصيتونه هم شته ، چې سيمه ييزې څانګې اداره کوي  ، دوی  به  يوه برخه  په  ترکيه  کې ، بله  په سويلي افريقا کې ، بله  په ماليزيا کې  څلورمه  په سويس  او المان کې  بيا به دا ټولې په دوبۍ کې سره يو ځای کيدلې .
پ : قدير خان دوبۍ ته ډېر سفر کاوه ، ايا دا د دوی د راټوليدو مرکز و که څنګه ؟ 
ځ : دوی په دوبۍ کې په نورو نومونومختلف شرکتونه درلودل  او دهمدې شرکتونو په چوکاټ کې يې کار کاوه .
پ : دندې يې څه وې ؟
ځ : دلته به  پيسې تسليمولې او د صادرولو چارې له همدې ځايه کيدې .
پ : څومره کسان دلته بوخت وو ؟
ځ : لږ تر لږه  دېرش شرکتونه ، کيدای شي  په شبکه کې د ښکيلو کسانو شمېره  د 50 او 100 تر منځ وي  په دوی کې اتومپوهان ، سوداګر ، د صادرولو او محاسبې دچارو کارپوهان  هم  وو . دا دنړۍ په کچه يوه پيچلې  شبکه ده .
پ : ايا تاسې هغه کسان وپيژندل ،چې افغانستان ته ننوتي وو ؟
ځواب : نه ، موږ په ورځپاڼو کې ولوستل ، چې دوه تنه پاکستاني اتومپوهان  افغانستان ته ننوتي دي  او بس .
پ : ايا قدير خان د ليبيا داتومي پروګرام په جوړونه کې ونډه اخېستې ده ؟
ځ : هو بالکل  ،
پ : تر کومې کچې د ليبیا پروګرام جدي و ؟
ځ : په لومړنی پړاو کې و ، کله ، چې زه  د 2003 ز  په  رخصتيو کې ليبيا ته ولاړم  . هلته مې ځينې سيستمونه وليدل خونيمګړي وو ، ځينې اساسي برخې يې لا تر اوسه نه وې تر لاسه کړی .
پ : له کومه ځايه يې راوړې وې ؟
ځ : ځينې يې دقدير خان له لارې  او پاتې يې له  سویلي افريقا او ماليزيا څخه  . له مختلفو ځايونو يې راوړې وې ، خود ليبیا پروګرام لا د پيل په شيبه کې و . کيدای شي په کيماوي پروګرام کې به يو څه وړاندې و ، خو اتومي داسې نه و ، ليبیا سپينه خبره کوله ، ويل یې دا نظامي پروګرام دی  او قدير خان د ليبیا په پروګرام کې اساسي کس و زما دمعلوماتو له مخې يو شمېر عربي هېوادونو ته تللې  و او له هغوی سره يې د مرستې وړانديز کړی و .
پ : کوم هېوادونه  ؟
ځ : نه غواړم ، چې نومونه يې واخلم  ، خو ددغو هڅو تر شا عقيدوي لاملونه وو . تر څو ،چې په منځني ختیځ کې د اتومي وسلو دمخنيوي په سيستم کې نيمګړتيا وي ، تر هغې ، چې اسرائيل له دغه سيستمه بهر وي ، تر هغې ، چې  د سولې  پروسه همداسې نيمګړۍ وي  . موږ به په راتلونکي کې وګورو ،چې  نور هېوادونه هم د اتومي وسلو د تر لاسه کولوهڅې وکړي ، هر چېرته ،چې د ناامنۍ احساس وشو هماغه دولتونه به  هڅه کوي ،چې دځان دخوندي کولو په فکر کې شي .  دا که  موږ ورسره ومنو یا نه  .
د بيلګې په توګه  : د ايران له ايډولوژۍ  او په سيمه کې  د تهران  له لاسوهنې سره ډېر خلک اختلاف لري ، خو دايران له نظره  دوی د ناامنۍ احساس کوي : پاکستان اتومي وسله لري ، روسان یې هم لري پردې سربېره  په سيمه کې 150 زره  امريکايي سرتيري شتون لري . موږ که له دغه احساس سره موافق یو يا نه  باید موږ يي حل راوباسو او يوازيني حل يې دا دی ، چې دخبرو اترو ميز ته کينو .
پ : اوس دليبیا دوسيه پاکه شوې ده ؟
ځ : هو بیخي پاکه شوه ، موږ وتوانيدو ،چې  خبره چوره خلاصه  کړو ، خو ددوی کیماوي پروګرام پرمختللې و .
پ : ايا ليبيا بهرنۍ تجربې له ځان سره درلودې ؟
ځ : هو ، دوی  ، چې کله خپل پروګرام  ته وده ورکوله دغه تجربې ورسره وې ، له دوی سره د ليبيايي پوهانوهغه  ډله  هم وه ، چې په بهر کې يې زده کړې کړې وې  دوی ډېر زيرکه او پرمختللی پوهه درلوده .
پ : ويل کېږي ، چې ايران د اتومپوهانو يونسل لري ؟
ځ : ايران داتومپوهان پرمختللې نسل لري ، د تعليم کچه یې لوړه ده ، يو ډېر شمېر يې په بهر کې زده کړې کړي ، ايران بنسټيز صنعت دی ، زه تل  وايم هر هېواد ، چې پرمختللې بنسټيز صنعت ولري  که وغواړي ، چې اتومي وسلې جوړې کړي  کولای يې شي . د ډېرو عربي هېوادو په پرتله  دايران بنسټيز صنعت پرمختللې دی .
پ : ايا ايران د پخواني شوروي اتحاد له  اتومپوهانوڅخه مرسته تر لاسه کړې  ده ؟
ځ : زه پرې خبر نه یم  .
پ : ليبيا ؟
ځ : په اتيايمو کلونو  او د پروګرام په پيل  کې بهرني اتومپوهان ورسره وو ، له دې وروسته بيا موږ لیبيايي اتومپوهان وليدل .  نور بيا