
دپښتنو اوبلوڅو دپيوستون ورځ
دملي کرښې د ١٨ ګڼې ليکنه
رحمت الله روان
د پښتو نستان ورځ چې دپښتنواو بلوڅو دپيو ستون دورځې په نا مه يا ديږي له ۱۳۲۸ لمريز کال را په دې خوا په افغا نستان کې لما نځل کېږي ،دډيورند دغېر قانوني کر ښې ددواړو خواوو پښتنو او بلو څو د کلونو کلونو راهيسې ديوه او بل سره دوروڼو په شان ژوند کړى او ددوى دښمنان به هيځکله په دې ونه توا نيږي چې دغه دوه وروڼه ملتونه بيل او سره جلا کړي متا سفانه نن ور ځ دغه دواړه غښتلي او دلا ور ملتونه دډيورند دواړو غاړو کې په مختلفو نومونو متهم کېږي او دروانې جګړې قربانيان دي ،ځينې نا پوهان دپښتنو او بلو څو دښمنان دغه دواړه ملتونه مستقيما دترهګرواو تروريستانو په نومونو يا دوي بلکې دوى له دې حقيقت ځخه سترګې پټوي چې پښتانه او بلوڅان دترهګرۍ او تروريزم اصلي قربانيان دي ،تروريزم نه يوازې دپښتنو او بلوڅو دښمن دى، بلکې د ټولې سيمي لپاره خطر دى ،پاکستاني کرنيلان تل هڅه کوي چې دبلوچ ملت مشران او رهبران بدنام کړي او دترهګرو په نامه يې جهاني ټولنې ته معرفي کړي هغه په دې خا طر چې ددغه ملت دازادي روحيه له منځه يوسي . د امريکې دبهرنيو چارو وزيره ميرمن کلنتن دروان کال دجولاى دمياشتې په ۲۰نيټه دهندوستان هيواد ته رسمي سفر کړئ و. ددې سفر په جريان کې نوموړې له هغه هيواد سره د صنعت ،تجارت ، نظامي چارواواتومي تاسيساتو اوځينونورو برخو کې دمشترکې موافقې قراردادونه لاسليک کړل. وروسته،ميرمن هيلري کلنتن په هند کې ديوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وويل چې ترهګر په پاکستان کې روزل کېږي اودهند خاورې ته دوران کارۍ په نيت را ليږل کېږي نوموړې دپاکستان څخه په ټينګه و غوښتل چې دترهګرو مخه بايد ونيوله شي.دامريکې دبهرنيو چارو وزيرې سفر او دهغې ګوت نيونه د نوموړي هيواد قهر او خفګان را وپارؤ او ډير ژريې په صوبه بلوچستان کې د تاوتريخوالي او دبلوچ ملت دخپلواکۍ دخطراواز جګ کړاو ددې بهانې تر سيوري لاندې يې وويل چې په هلمند کې دطالبانو په ضد دامريکې عمليات دپاکستان په تاوان تما ميږي ترهغه وروسته د بارک اوباما ځانگړي استازي ريچرډ هالبروک دپاکستان دصدراعظم يوسف رضا ګيلاني ، دپاکستان دفوڅ دمشر اشفاق کېاني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وکتل دخبرو په جريان کې پاکستاني مقاماتواوچارواکو دافغانستان په هلمند ولايت کې دامريکا اوافغاني پو ځونو لخوا دطالبانو په ضد دروانو پوڅي عملياتو له امله انديښنه وښودله او دغه عمليات يې دپاکستان ديووالي لپاره ډير خطر ناکه وبلل اوسم دستي يې دعملياتو دبنديدو غوښتنه وکړه ، پاکستان وايي چې کېدلى شي ددغو عملياتو له کبله په تند لارو باندې فشار زيات شي او هغوى دبلو چستان دپولي له لاري دپاکستان خاورې ته راواوړي په نتيجه کې دامريکې استازي هم ويلي دي چې دوى معلومات لري چې طالبان د پاکستان او افغانستان په پوله اوړي را اوړي.د اڼترنشنل هيرال ټربيون ورځپانې په دې اړه په خپل يوه مضمون کې ليکلي دي : د پاکستان د استخباراتو يا اي ايس اي يو غړي امريکايي مقاماتو ته ويلي دي چې د افغانستان په جنوب کې د جګړې پراخوالى ددې سبب ګرڅي، چې وسلوال دې غاړې ته راواوړي او په بلوچستان ايالت کې تاوتريخوالي ته لمن ووهي.د لاسته راغلو راپورونو په اساس پاکستان د طالبانو د کوټې له شورا څخه چې د افغانستان په جنوب کې د جګړو مشري کوي زيات ملاتړ کوي ځکه چې اسلام اباد غواړي په راتلونکې کې له هغوى څخه د خپل يوه متحد په توګه ګټه واخلي اوکه ضرورت شي دکشمير دازادي په خاطر يې دهند په مفا بل کې وجنګوي په دې خاطر هم ډير کوښښ او تلاش کوي چې دامريکايانو توجه ددغې شورا څخه بل طرف ته واړ وي ،که چېرې امريکايي بې پيلو ټه طيارې دخيبرپښتونخوا په شانې په بلوچستان کې دبنياد ګرايانو په پټ ځايونو با ندې عمليا ت پيل کړي په نتجه کې يې پاکستان په دې بيره کې ده چې هلته دبلوچ ملت دازادۍ تحريک نو رهم فعاله کېږي او دغه بمباري به ځان ته بهانه وګرځوي او ډير ژر به دپاکستان څخه دخپلواکۍ اوازاوچت کړي په دې خاطر پاکستاني جنرالان په وېره کې دي اوغواړي دامريکا څخه يو بل با ج هم تر لا سه کړي چې با يد دکويټې په شورا باندې امريکا يان دپوځي عمليا تو څخه صرف نظر وکړي لکه چې تر نن ورځې پورې شوى هم دى . .يو شى چې معلوم دي که هر څومره پاکستان پلمې وکړي په حقيقت کې ددې په دوه مخي سيا ست باندې اوس جهاني ټولنه او کوم هيوادونه چې دترهګرۍ سره په مبارزه کې بو خت دي اوس ډير ښه پوهيږي او دافغانانو لپاره دنېکمرغۍ ځاى دى چې دپاکستان په باب ټوله نړۍ په يوه خوله او اواز وايي چې پاکستان دترهګرو عمده مرکز دى او په دې حقيقت ښه پوهيږي چې پاکستان دمنڅنۍ اسيا لپاره دسرطان مرض دى، چې بې دعملياتو بله چاره او لاره نه لري او نوموړى هيواد با يد دڅلورو صوبو پر ځاى بايد په خپلواکو ملکونو با ند ې وويشل شي لکه څرنګه چې مختلفو ارزونو ښوولې ده چې لا پخوا دازاد پښتونستان او ازاد پلوچستان لپاره دننه په پاکستان کې مبارزه جريان لري خو پاکستاني کرنيلانو دخپلواکو ملتونو په حقوقو با ندې تيرى کړى دى او يوازې پنجاب په ټول پاکستان با ندې حکومت کوي.