ستا په لټه

  تا ميلمه کړمه په زړه کې د سترګو په  ليمه کې ترتا رسيدل ګران دي اوس په څه رانه ګيله کې     تا خو د سترګو په ليمو کې د خپل زړه کورته دروبللم،خو تر تا رسيدل ګران دي . ما د خيالونو کډه بار وه او غوښتل مې ،چې ستا د زړه په صحرا کې د مينې کيږدۍ پلنې کړم . داسې مې انګيرلې وه ،چې د باز په څير به ستا د زړه په دښتو کې والوزم د اسمان د زړه نه به د خوښيو او هيلو ابي رنګ د باران  د څاڅکو په شان ستا د زړه په للمو درواوروم  . د پسرلي د وږمو غوندې به ستا په صحرايې غاټولو کې خوره شم . د سهار د بلبل په څير به دې په هر سپيده دم کې د بنګړو په شرنګا کې د احساس غوږونه در تخنوم او راويښوم به دې . ما غوښتل چې په هغه شګو کې ديره شم چې ستا د هيلو کيږدۍ پکې وﻻړې وې . ما سوچ کولو چې زه به دا ستړی روح ستا تر کيږديه دررسوم او ستا تر څنګه به يې دمه کومه ، ما ګمان کولو چې ستا د زړه  ستنې به زما د ژوند تکيه شي، خو داسې نه وه ځکه ستا منزل ډير لرې و .دې مزل خو زما د زړه تڼاکې را سوری کړې ، د اوښکو مزل يې را لنډکړ او زما د خيال د وزرونو بڼکې يې وسوځولې . اوس زما په خيالونو کې يواځې سرابونه دي . زه ﻻ تر اوسه هم د هغه پلونو په لټه ﻻلهانده يم چې ما يو ځلې بيا ستا تر کيږديه درورسوي !!! 22/06/08