په بيړۍ کې

دآرام سمندر منځ کې په بیړۍ کې
هر څوک ډوب وو دخیالونوپه نړۍ کې

څلور لورو ته ښکلا  دطبیعت  وه
چې راتلا ې نه شوه دعقل په کړۍ کې

خوبس  زه جانانه هلته بې تا نه  وم
زړه مې غوښتل راسره وئ دې ګړۍ کې

یا سپین غر په سر کیږدۍ کې دواړه ناست وئ
بې خبره وئ پراته زړه شړۍ کې

وچ سٌکړک اوسپوره روټه موخوراک وئ
دکونړ اوبه مو څښلئ کوزړۍ کې

یاروان وئ دواړه غبرګ هلمند ناورته
کٌرت شوملې دواړو خوړلئ په مړۍ کې

خدمتګاربه له یورپه څه خوند واخلي
دپښتون ټاټوبئ وران  دئ دې نړۍ کې